په ديموکراتيکو نظامونوکې خلک حق لري، چې خپل نظام په خپله وټاکي او دغه حق د ټولټاکنو له لارې ترلاسه کېداى شي .
افغان ولس هم د ټولټاکنو هغه دويم پړاو ته ورنږدې کېدونکى دى ، چې ولسمشر او د ولايتي شوراګانو غړي په کې ټاکل کېږي .
په افغاني ټولنه کې د بېسوادۍ کچه ډېره لوړه ده ، دوى ټول نشي کولى ، چې د هر کانديد کړنلاره او پلان مطالعه کړي او د هغه په رڼا کې تر ټولو غوره شخص وټاکي .
دوى اړ دي، چې دکانديدانو د پوره پېژندګلوۍ اوپلانونو په اړه معلومات ترلاسه کړي او دغه معلومات ورته چاپي ، غږيزې ، تصويري او برېښنايي رسنۍ چمتو کوي .
د همدې مهم او درانه مسووليت له مخې ، ټولې رسنۍ بايد داسې څه خپاره کړي، چې خلک يې په رڼاکې خپل راتلونکى برخليک په خپله خوښه وټاکي .
پژواک خبري اژانس ، چې د خپلې بې پلوه پاليسۍ له امله په هېواد کې دننه او بهر د يوې باوري سرچينې حيثيت لري ، خپله دنده ګڼي، چې راتلونکې ټاکنې هم د تېر په څېر په ناپلوې او کره توګه تر پوښښ لاندې راولي، نو ځکه يې لاندې کړنلاره غوره کړې ده :
ددې تګلارې موخې دا دي چې :
- له رايه ورکونکيو سره مرسته وشي، تر څو د کره او بې پرې معلوماتو په رڼا کې ښه تصميم ونيسي او په ټاکنو کې د خلکو ګډون ډير شي.
- د ټولټاکنو له بهير ، روڼوالي او درغليو څخه دې څارنه وشي او خلکو ته دې په دې اړه انډوليز ، روښانه او ګټور معلومات وړاندې شي .
- د پژواک خبري آژانس د بې پلوه چوپړ په اړه دې عامه باور ډېر شي.
يادونه :پژواک خبري اژانس هڅه کوي ، چې خبرونه په خپل وخت خپاره کړي، خو ددې تر څنګ کره والى او انډولتيا ورته له ژر خپرولو څخه ډېر اهميت لري .
همدارنګه دغه اژانس غوره ګڼي ، چې د څو خبرونو پر ځاى يو بشپړ او هر اړخيز خبر خپور کړي .
د ولسمشرۍ د ٤١ کانديدانو د کړنو تر پوښښ لاندې راوستو په برخه کې انډول ساتل :
پژواک کانديدانو ته نه، بلکې د هغوى برنامو او پلانونو ته ارزښت ورکوي ، دهمدې لپاره هغه کانديدان ډېر تر پوښښ لاندې راولي، چې علمي برنامې او منظم پلانونه ولري.
دغه اژانس هڅه کوي ، هغه موضوعات خپاره کړي ، چې خبري ارزښت ولري او خلکو ته په زړه پورې وي.
پژواک خبري اژانس دکانديدانو د هغو غونډو په اړه راپور ورکوي ، چې په زړه پورې او غيرې معمولي وي ، مهمو موضوع ګانو او يا لويو ستونزو ته پام په کې شوى وي.
د بېلګې په توګه : د مهموکړنلارو په اړه وينا،د ډلو يوځاى کېدل،ديوه کانديد لپاره د لومړي ځل لپاره غونډه او داسې نور.
پژواک هره ورځ دکانديدانو د ملاتړ له غونډو څخه يو راپور په کابل او يو هم د ولايتونو په کچه جوړوي. روښانه ده ، هغه څوک چې ډېرې غونډي جوړوي د هغوى راپورونه به ډېر خپرېږي .
دغه آژانس کوښښ کوي ، چې په عادي حالت کې له کانديدانو څخه د ملاتړ په اړه د هغې غونډي راپور خپور کړي ، چې د ګډونوالو شمېره يې لږ تر لږه پنځه سوه وي .
پژواک هڅه کوي ، چې د ملاتړ کوونکيو شمېره خپله اټکل کړي او د غونډو د ګډونوالو د شمېرې په اړه يواځې د ګډونکونکيو او يا اړونده امنيتي کسانو په څرګندونو باور ونه کړي ، ځکه کېداى شي هغوى په دې اړه سم معلومات ورنه کړي .
دغه اژانس دکانديدانو د ويناوو د خبري پوښښ په برخه کې له ګډونکوونکيو څخه د ويناوو د محتوا په اړه پوښتنې کوي او د اړتيا په وخت کې د نورو کانديدانو او د هغوى د ملاتړ کوونکيو غبرګون را اخلي .
د توکميز تړاو په اړه راپور ورکونه :
پژواک ښه نه ګڼې، چې دکانديدانو توکميز تړاو په راپورونو کې ذکر کړي ، ځکه چې ټول افغانان دي ، خو يواځې په هغه وخت کې، چې په خبر او يا تحليل پوري اړوند وي- د بېلګې په توګه، که يو سياسي مشر وايي : (( موږ نشو کولاى چې ددغه کانديد ملاتړ وکړو، ځکه هغه په ...قوم پورې تړاو لري .))
دغه اژانس توکميز تاوتريخوالي ته په داسې خبرونو کې ، چې د چا ورته پام نه وي، اشاره نه کوي او له خپرولو يې ډډه کوي .
په راپور ورکولو کې له کانديدانو څخه د خبريالانو د پلوۍ مخنيوى :
پژواک خبري اژانس دا مني، چې خبريالان يې د خپلې خوښې کانديد لري او دا يې د ديموکراسۍ د ارزښتونو له مخې حق هم دى، خو خبريال بايد د راپور په جوړولو کې بې پلوى وي .
مسوول مدير د خپلو خبريالانو په اړه بايد معلومات ولري ، چې کوم کانديد د کوم خبريال خوښ دى ؟ تر څو په راپور ورکولو کې د هغه په ملاټر راپور جوړ نه کړي .
پژواک هڅه کوي ، چې په راپورونو کې د نفوس انډول په پام کې ونيسي او دا يقينې کوي ، چې خبريال يې د موضوع په اړه له هغه چا سره ، چې هم نظره يې نه دى ،هم خبرې کړې دي.
دغه راز دپژواک خبري اژانس خبري پوښښ د يوه خپلواک تن لخوا څارل کيږي، تر څو په دې اړه بشپړه بې طرفي وساتل شي .
ددې اژانس خبريالان او کارکوونکي دې په جامو، خبري وسايلو ، موټر او يا بکس د کوم کانديد يا ګوند، انځور، رنګ، نښان او يا شعار نه کاروي . خبريالان او ايډيټران بايد هيڅکله هم په عامه ناستو کې د خپلې خوښې کانديد په اړه خبرې ونه کړي .
دغه راز ددې ادارې ژورنالېستان دکوم کانديد د وينا پر مهال خپل احساسات د لاسونو په پړکولو ، سرخوځولو او نورو حرکاتو سره نه څرګندوي .
ددې ادارې خبريالان بې پرې او د معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره پوښتنې کوي،نه دا چې خپل نظر او احساسات شريک کړي .
پژواک د ټاکنو په اړه امنيتې پېښې داسې تر پوښښ لاندې راولي، چې رايه ورکوونکې ونه ويريږي، خو د وړو امنيتي پېښو لړۍ څاري، چې تر شا يې څوک دي ، د دولت د وسلوالو مخالفينو کومه مشخصه ډله او که نور وسلوال .
د شمېرو او سروې ګانو په اړه راپور ورکونه :
پژواک يواځې د مسلکي او خپلواکه ادارو سروې ګانې او وړاندې شوې شمېرې خپروي او ددې کار لپاره کوښښ کوي،چې د سروې په لاره اچونکيو او تمويل کوونکيو په اړه بشپړ معومات تر لاسه کړي .
دغه راز دا اژانس معلوموي ، چې په سروې کې د ټاکنو په اړه له څو تنو، څه ډول کسانو او چېرته پوښتنې شوې دي او ترلاسه شويو معلوماتو ته په راپورکې ځاى ورکوي .
د ټاکنو د بهير په اړه راپور ورکونه:
پژواک هڅه کوي چې د عامه رايه ورکونکيو لپاره پروسه په ساده ډول بيان کړي .
پژواک دا يقيني کوي، چې خبري پوښښ يې د ښځينه رايه ورکونکيو لپاره هم په زړه پورې دى ، ځکه چې د ټولنې نيمايي برخه ښځې جوړوي. دغه راز د ټاکنو د پړاوونو په اړه خبرونو کې د ښځو په هکله شمېرې او د توپيرونو په اړه جزئيات شاملوي .
هغه موضوعات ، چې د ښځو لپاره مهم دي له کانديدانو سره په مرکو او بحثونو کې شاملوي او ښځينه کانديدانې له نظره نه غورځوي.
دغه خبري اژانس به د ټولټاکنو په قانون او تګلارو کې د اصلاحاتو او بدلونونو په اړه راپورونه ورکوي او د هغو کسانو ، چې له بدلونونو څخه اغيزمن کيږي، بېلګې يې په خپلو راپورنو کې وړاندې کوي.
بايد هڅې وشي ، چې د هر کانديد ، ګوند او ټاکنېز بهير په اړه معلومات په ښکاره ، اسانه او د پام وړ شکل خپاره شي، تر څو رايه ورکوونکي ورباندې پوه شي او له مخې يې وکولى شي، چې ښه کانديد انتخاب کړي.
د پژواک خبريالان د خلکو ستونزې، غوښتنې ، وړانديزونه او نظرونه اوري او له کانديدانو سره يې شريکوي.
له پژواک څخه دکانديدانو ليدنه:
د پژواک خبري اژانس کارکوونکي هيڅ کانديد ته بلنه نه ورکوي، چې د پژواک له مرکزي او يا سيمه ييزو دفترونو څخه ليدنه وکړي .
که کوم کانديد په خپله وغواړي ، چې د پژواک خبري اژانس له دفترونو ليدنه وکړي ، اداره ورته د غير رسمي ليدنې زمينه برابروي او پژواک به يې د ليدنې په اړه راپور نه خپروي.
دغه راز اداره کانديد ته اجازه نه ورکوي، چې د پژواک مشرتابه او يا کارکوونکيو ته ډالۍ او يا خواړه راړوي .
کومه کتنه چې له کانديد سره تر سره کېږي، په هغو کې به د پژواک له مشر څخه پرته دوه اډيتران هم حضور لري .
د پژواک خبري اژانس مشر به هڅه کوي، چې د ټاکنو دکمپاين په دوران کې له کانديدانو سره خپلې ناستې کمې کړي او د اړتيا په وخت کې که کومه ناسته ترسره کېږي ، بايد په هغه کې د ټاکنو د کمپاين پر ځاى په عامو مسئلو خبرې وشي.
دپژواک مشر او هيڅ کارکوونکى بايد کانديدانو ته مشورې ورنه کړي ، له هغوى سره د خبري ناستو په برابرولو ، د خبريالانو په رابللو اود ويناوو د ليکلو په برخه کې مرسته ونه کړي.
دغه راز خبريالان بايد له کانديدانو سره داسې معلومات شريک نه کړي، چې د هغوى د رايو د زياتوالى او د سيالانو دکمزوري کولو لامل وګرځي.
د ټاکنو په راپورونو کې د تېروتنې تصحيح:
کله چې په خبر کې تېروتنه کيږي ، بايد هغه ژر تر ژره له ممکنه لارو تصحيح شي.
که تېروتنه لويه وي بايد نه يواځې هغه دپژواک خبري اژانس په ويبپاڼه کې تصحيح شي ، بلکې تصحيح شوى خبر د بريښناليک له لارې هم د سرويس ګډونوالوته ولېږل شي .
همدا شان دلويې تېروتنې په صورت کې به تصحيح شوى راپور بيا خپريږي او د تېروتنې په اړه به بښنه غوښتل کيږي .
د کانديدانو د اعلانونو خپرول:
پژواک هغه وخت دکانديدانو اعلانونه ، د هغوى د ويبپاڼو ادرسونه او دکمپاين تبليغاتى پاڼې خپروي ، چې لږ تر لږه له دريو کانديدانو يې تر لاسه کړي .
دغه اعلانونه په يو ځاى کې په داسې بڼه خپريږي ، چې ناپيلتوب په کې وساتل شي.
پژواک د کانديدانو اعلانونه ، چې سايز يې 188 x 94) ( وي ،ديوې مياشتې لپاره ټولو ته په يوه بيه ( ٤٠٠٠٠ افغانۍ ) خپروي . |