نحمده و نصلى على رسوله الكريم
ښاغلى زرداري د پاکستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس،
ښاغليو درنو مېلمنو،
د ملي شورا د دواړو مجلسونو درنو رييسانو،
فضليتماب د افغانستان د اسلامي جمهوريت قاضي القضات،
درنو جهادي مشرانو،
د ملي شورا درنو غړيو،
قومي مشرانو او علماء کرامو،
د کورديپلوماتيک درنو استازيو،
د ټولنيزو رسنيو درنو استازيو،
د کابينې غړيو،
خويندو او وروڼو!
السلام عليکم و رحمه الله و برکاته،
د خداى تعالى (ج) شکر پر ځاى کوم، چې زموږ ملت ته يې يو ځل بيا توفيق ور په برخه کړ، څو له يوې سترې ازموينې څخه سرلوړى ووځي . د جمهوري رياست او ولايتي شوراګانو په ټاکنو کې د افغانستان د اسلامي جمهوريت د ميليونونو اوسېدونکيو ګډون وښودله، چې افغان ملت يو له وياړه ډک سياسي بلوغ لري . غواړو له ټولو هېوادوالو څخه چې د خطرونو په منلو سره يې، په دې ستره ملي پروسه کې ګډون وکړ، مننه وکړم . پر ځاى ده چې له ټولو کانديدانو څخه، چې په دې ټاکنو کې يې د سوله ييز ګډون له لارې، ولسواکي په هېواد کې يو قدم مخکې يوړله، هم مننه وکړم. د افکارو د رامنځته کولو او د خلکو رايو ته د سمت ورکولو لپاره د ټاکنيزو سياليو ترسره کول، زموږ په ځوانه ولسواکۍ کې د خلکو د حاکميت د ثبات او قوام لپاره ستر ګامونه وو.
د وروستيو ټاکنو تر ټولو ستره ځانګړنه دا وه چې دا فرا قومي ټاکنې وې . په دې ټاکنو کې د خلکو فرا قومي ګډون وښوده، چې زموږ خلک له خپلو سياسي باورونو سره په حرکت سره د ولسمشر د ټاکلو لپاره صحنې ته راغلل او وروستيو ټاکنو د خلکو د ترکيب په پام کې نيولو سره، له هر تېر وخته زيات ملي او افغاني رنګ درلود.
غواړم د هېواد د ټاکنو له خپلواک کمېسيون څخه د زړه له کومې مننه وکړم. له شک پرته په اوسنيو شرايطو کې ددې کمېسيون له قربانۍ او مديريت پرته د ټاکنو ترسره کول ممکن کېداى نه شو، موږ بايد د تېرو ټاکنو له مثبتو او منفي درسونو څخه زده کړه وکړو او په راتلونکي کې د ټاکنو ترسره کول په بشپړه توګه افغاني کړو. د ټاکنو قانون بايد ژر تر ژره تصويب او نافذ شي او افغان راى ورکوونکي بايد پوه شي او ډاډ ترلاسه کړي، چې يواځې د خلکو رايې دي، چې حکومت ته مشروعيت ورکوي . همدارنګه د ملي اردو، ملي پوليسو او د هېواد د نورو امنيتي ځواکونو او همدارنګه زموږ د دوستو او متحدو هېوادونو له هغو سرتېرو څخه، چې د خلکو د ګډون لپاره يې خدمت کړى دى او خپل ځانونه يې په خطر کې اچولي دي، په وياړ يادونه وکړم. له خداى تعالى څخه هيله لرم، څو شهيدانو ته جنت فردوس ور په برخه کړي او ټولو زيانمنو او ټپيانو ته شفا په نصيب کړي .
درنو مېلمنو، خويندو او وروڼو!
زموږ افغانانو تر ټولو ستره ځانګړنه دا ده، چې د خپلو سياسي پروګرامونو او باورونو د تحقق لپاره له يو بل سره مبارزه کوو، بحث کوو، خو کله چې ملي او له هېواد څخه د دفاع مسايل او د هغه ارزښتونه مطرح وي، ټول يو له بل سره يو ځاى يو. غواړم د جمهوري رياست ټولو کانديدانو په ځانګړې توګه ورور ډاکټر عبدالله عبدالله او ورور اشرف غني احمدزي ته چې دلته حاضر دى، بلنه ورکړم، څو د خطيرو ملي دندو د ترسره کولو او ديوه متحد، سرلوړي او پرمختللي افغانستان لپاره يو ځاى هڅه اوهاند وکړو. زه په دې باور يم، چې د افغانستان خاورې ته د وفادارۍ اصل، سياسي نظام او دولت تر ټولو هغو ارزښتونو لوړ دى، چې موږ پرې باور لرو .
درنو مېلمنو او ګرانو هېوادوالو!
افغانستان په تېرو اتو كلونو كې د نړيوالې ټولنې په همكارۍ ډېرې برياوې درلودې. دا برياوې زموږ د هېوادوالو او همدارنګه زموږ د متحدو هېوادونو د خلكو په فداكاريو او قربانيو ميسرې شوې دي.
زه نه غواړم دلته د افغانستان د تېرو اتو كلونو برياوې په تفصيل سره يادې كړم، خو دومره وايم چې موږ په تېرو اتو كلونو كې افغانستان له داسې يو حالته راووېست، چې نه يې مسوول دولت درلود او نه يې هم قانوني بنسټونه درلودل؛ اوس موږ پر قانون متكي دولت او د خلكو خادم دولتي بنسټونه لرو.
موږ د معارف، د صحي خدماتو د عرضې، د خپلواکو رسنيو او مدني ټولنې د پراختيا او پرمختيا، د اقتصادي زيربناوو د احيا، پولي اصلاحاتو او د ازاد بازار د اقتصادي نظام د ايجاد په برخو كې د افغانستان په برياوو وياړو.
زه د نن ورځې په مراسمو كې غواړم د افغانستان د سبا په اړه څه ووايم. موږ بايد د تېرو اتو كلونو د كار، له كمبوديو او ستونزو څخه زده كړه وكړو، څو وكولاى شو د خپلو خلكو غوښتنو، پوښتنو او ارزوګانو ته مثبت ځواب ووايو.
دلته غواړم هغه لومړيتوبونه وښيم، چې په راتلونکي كې به زموږ هڅه پر بنا وي.
(1) سوله او ملي پخلاينه:
په هېواد كې د سراسري سولې تامين او د جنګ، جګړو خاتمه زموږ د خلكو بنستيزه غوښتنه ده. دېرش كاله كېږي چې زموږ خلك سولې ته د رسېدو لپاره پرله پسې قرباني وركوي.
دا يو منل شوى حقيقت دى چې د امنيت او سولې تامين يواځې د جنګ او خشونت له لارې امكان نه لري. له همدې امله د افغانستان اسلامي جمهوريت ملي پخلاينې ته د خپل سوله من سياست په سر كې ځاى وركړى دى.
ټول هغه مرور هېوادوال چې له نړيوالو ترهګريزو شبكو سره اړيکې نه لري او غواړي چې د اساسي قانون په رڼا كې سوله ييز ژوند غوره كړي او بېرته خپلو كورونو ته راستانه شي، موږ يې هركلى كوو؛ لازمه مرسته به هم ورسره وشي. موږ خپل مرور هېوادوال خپلو مېنو ته رابولو؛ له ملي او نړيوالو امكاناتو په استفادې سره به زيارو باسو، څو په افغانستان كې جنګ او ورور وژنه پاى ته ورسېږي.
په هېواد كې د سولې د ژر تامين لپاره به موږ د افغانانو عنعنوي لويه جرګه دايره كړو او ټولې هغه لارې به ولټوو، چې زموږ وطن سولې ته ورسوي.
په دې ځاى كې لازمه بولم، يادونه وكړم چې خادم الحرمين الشريفين د سعودي عربستان پاچا اعليحضرت ملك عبدالله په افغانستان كې د سولې د تامين او د ملي پخلاينې د بري لپاره ډېرې د ستاينې وړ هڅې كړې دي، چي مننه يې پر موږ لازمه ده او ورسره موږ افغانان له اعليحضرت خادم الحرمين الشريفين څخه دا هيله لرو، چې خپلو دغو هڅو ته دوام وركړي.
(2) د امنيت تامين:
د هېواد دفاع او د هېوادوالو د دايمي امنيت تامين زموږ افغانانو دنده ده. پر امنيتي چارو د افغانستان د دولت انحصار او زموږ د امنيتي ځواکونو رهبري او سازماندهي كولاى شي د هېواد امنيت تامين كړي.
د هېواد پر امنيتي او دفاعي ځواکونو د افغانستان د اسلامي جمهوريت د انحصار او حاكميت دتامين پر بنسټ، موږ غواړو چې د خپل هېواد دفاعي اړتياوو ته په پاملرنه، ملي اردو او خپلې نورې امنيتي ځواکونه په كمي او كيفي لحاظ تنظيم كړو. زموږ هېواد بايد وكولاى شي چي په راتلونکي كې له خپلو مالي امكاناتو سره سم د خپلې اردو او امنيتي ځواکونو اړتياوې تامين كړي.
افغانستان غواړي چې - د نړيوالې همكارۍ د دوام او خپلو دفاعي امكاناتو له ودې سره سم- په راتلونکي درېيو كلونو كې په نا امنو سيمو كې لا ډير دفاعي عمليات د خپلو قواوو په وسيله رهبري او اجرا كړي؛ لكه د كابل امنيت چې اوس زموږ د امنيتي ځواکونو له خوا ساتل كېږي ، دغسې د هېواد د نورو ولاياتو امنيت هم بايد زموږ امنيتي ځواکونه تامين كړي، څو له دې لارې د نړيوالو ځواکونو دندې په تدريجي ډول لږ او يواځې زموږ د دفاعي او امنيتي ځواکونو حمايت او روزلو ته وقف او محدود شي. موږ هيله لرو چې په راتلونکيو پنځو كلونو كې به د امنيت او ثبات د تامين رهبري په ټول هېواد كې د افغاني ځواکونو له خوا وشي. انشاءالله
د شكمنو كسانو نيول او د قانون منګولو ته يې سپارل او د هغوى عدلي تعقيب د افغانستان د دولت صلاحيت او مسووليت دى. موږ به د خپلو محابسو امنيت پياوړى كړو او د افغانستان د عدلي نظام اصلاح به لازياته ګړندۍ كړو. په دې اړه د امريكا له متحده ايالاتو سره د پيل شويو مذاكرو له ليارې به دا خبره يقيني كړو، چې د شكمنو كسانو د نيولو او عدلي تعقيب چارې په بشپړه توګه د افغانستان حكومت وكړي.
د ملكي تلفاتو موضوع، د افغانستان د خلكو او حكومت لپاره يوه د اندېښنې وړ مساله ده. زه خوشحاله يم چې له ناټو او آيساف سره مو د مذاكرو او ګډو تدابيرو له لارې په ملكي تلفاتو كې كافي لږوالى راغلى دى. موږ غواړو چې دا ډول تدابير نور هم پراخ او هر اړخيز كړو، څو زموږ د ملكي خلكو د تلفاتو مخنيوى وشي.
د يو مقتدر ملي دولت تحقق، په ټول هېواد كې د امنيتي ځواکونو د پياوړي حضور له لارې عملي كېداى شي. موږ غواړو چې په راتلونكيو دوو كلونو كې د ټولو داخلي او بهرنيو امنيتي شركتونو فعاليتونه پاى ته ورسوو او دندې يې د هېواد امنيتي ځواکونو ته وسپارو.
(3) ښه دولتداري:
د ښې دولتدارۍ لپاره تر هرڅه دمخه - اساسي شرط- د خلكو د فردي او اجتماعي امنيت تامين دى. دا امنيت- د قانون د حاكميت اصل ته په پاملرنه - هغه وخت ښه تامينېداى شي، چې په ټولنه كې د قانون په وړاندې خلك او دولت سره برابر وي.
دلته لازمه بولم يادونه وكړم، چې دا دېرش كاله زموږ خلكو د خپلو او پردو امنيتي ارګانونو له وېرې حتى په خپل كور كې د مصوونيت احساس نه دى كړى. مصوونيت زموږ د خلكو حق دى او موږ بايد خپل خلك مصوون كړو.
ښه دولتداري د ښو او با صلاحيته مُجريانو له لارې عملي كېداى شي. موږ بايد د ټولو حكومتي چارواکيو لپاره د حكومت د غړو په ټاكلو كې له پوره غور او دقت څخه كار واخلو. د افغانستان وزيران بايد باتقوا، متخصص او د خلكو خادم وي. د دولت لوړ رتبه چارواکي په تېره وزيران، معينان او واليان مكلف دي چې خپلې منقولې او غير منقولې شتمنۍ ثبت كړي. د فساد د مخنيوي په منظور موږ د لوړ رتبه دولتي كارمندانو د شتمنيو د سرچينو د معلومولو لپاره له ملي شورا سره په مشوره قانون جوړوو، نو ځكه دولتي اراكين مكلف دي چې د خپلو شتمنيو سرچينې وښيي.
د اداري اصلاحاتو پياوړتيا، له مركزه تر ولسواليو پورې د افغانستان د ملكي ادارو د ظرفيتونو لوړول، هغه اقدامات او راتلونکې چارې دي چې د عملي كولو لپاره به يې جدي اقدامات كوو. د اصلاحاتو په منظور په همدې اونۍ كې لومړى ځل له پنځوسو زرو ښوونکيو څخه د سويې آزموينه واخيستل شوه. ددې آزموينې په پايله كې به زموږ د ښوونځيو د تعليم سويه ښه شي او ورسره به د ښوونکيو معاش هم بهتر شي. د افغانستان ملكي اداره، د يپلوماتيك خدمات، ملي اردو، ملي پوليس او ملي امنيت بايد په ټولو پوړيو كې غير سياسي او يواځې د خپل هېواد خادمان وي.
د افغانستان حكومت ځان مكلف بولي، چې په هېواد كې د معافيت فرهنګ او قانون ماتولو ته خاتمه وركړي. هغه څوك چې فساد خپروي او د خلكو په مال او ملك تجاوز كوي، دا ډول كسان د قانون منګولو ته وسپاري. خو دا كار مقتضي او اغېزمن اقدامات غواړي. د عدلي اصلاحاتو د ګړندي كولو ترڅنګ له فساد او رشوت سره د مبارزې ټولې دولتي ادارې بايد په بشپړ ډول پياوړې او حمايه شي. په دې حمايه او تقويه كې به د صلاحيتونو زياتول، د كشف او تحقيق د امكاناتو برابرول او د دغو ادارو د تشكيلاتو د پراختيا ترڅنګ د قوانينو، مقرراتو او لوايحو اصلاحات هم شامل وي. په خاص ډول (له اداري فساد سره د مبارزې د ستراتېژۍ د تطبيق او نظارت د عالي ادارې) د كاري ظرفيتونو لوړېدو ته به كلكه توجه كوو.
له څه مودې راهيسې رسنۍ زموږ د هېواد په ادارو كې د فساد د موجوديت په اړه ډېر پراخ تبليغات كوي، حقيقت يې چې هر څه وي، خو دې تبليغاتو د افغانستان اداره ډېره بدنامه كړه. فساد او رشوت يو ډېر خطرناك مشكل دى. موږ غواړو دا موضوع جدي تعقيب كړو. د څېړلو لپاره يې ډېر ژر په كابل كې يو كنفرانس داير كړو. څو په دې وسيله له دې مشكل سره د مبارزې لپاره نوې او موثرې لارې پيداكړاى شو. له دې مشكل سره مبارزه موږ خپل مكلفيت بولو. همدا راز له اخلاقي مفاسدو سره مبارزه هم زموږ په برنامو كې ځاى لري.
د نشه يي توکيو كښت او قاچاق يو بل جدي ګواښ دى، چې د ترهګرۍ او اداري فساد له دوام سره مستقيمې اړيکې لري. حكومت مكلف دى چې د نشه يي توکيو له كښت، قاچاق او مصرف سره لاكلكه او قاطع مبارزه وكړي. د افغانستان حكومت ځان مكلف بولي چې ټول هغه دولتي كارمندان چې د نشه يي توکيو له كښت او قاچاق سره ارتباط لري، له كاره ليرې كړي او د قانون منګولو ته يې وسپاري. له نشه يي توکيو سره په مبارزه كې د نړيوالې ټولنې خپل ترمنځ هماهنګي او د افغانستان له حكومت سره يې د برنامو هماهنګي او همكاري زموږ كلكه غوښتنه ده.
د دولت پر تصاميمو د نظارت د اصل د پياوړتيا په منظور موږ غواړو چې په آينده كال كې د ملي شورا له انتخاباتو سره سم، د ولسواليو د شوراوو ټولټاکنې هم وكړو او د هېواد د ښارونو دښه انتظام لپاره به د ښارواليو ټولټاکنې هم ژر ترسره شی.
د افغانستان اسلامي جمهوريت، په ټولنه او دولتي درې ګونو قواوو كې د ښځو د حقونو د تامين لپاره د خپلو پخوانيو هڅو ترڅنګ، ځان متعهد بولي، چې زموږ په ټولنه كې د ښځو د حقونو د لا تثبيت لپاره زياته هڅه وكړي.
(4) اقتصادي پراختيا:
موږ په تېرو اتو كلونو كې د زياتو اقتصادي برياوو وياړ لرو. د 1381 - 1386 هـ ش كلونو ترمنځ زموږ د هېواد كلنۍ اقتصادي وده په اوسط ډول پنځلس سلنه وه چې د هېواد لپاره د يوه غوړېدلي ملي اقتصاد د تضمين زېرى دى.
د يو مشروع او ملي اقتصاد پراختيا او پرمختيا - چې د افغاني ټولنې له واقعيتونو سره سم وي - يواځې د آزاد بازار د اقتصاد په چوكاټ كې ممكنېداى شي. موږ به د هېواد د اقتصادي ودې لپاره خپلو ټولو هڅو ته د كرنې، مالدارۍ، اوبو لګولو، د انرژۍ د تامين او د ښوونې او روزنې د پياوړتيا په برخو كې دوام وركړو. همدا راز موږ به په هېواد كې نورې لويې لارې جوړې كړو او د اقتصادي زېربناوو د ودې لپاره به زيار وباسو.
موږ د كليوالو سيمو د پرمختيا لپاره د ملي همبستګۍ د پروګرام او ددې ساحې د نورو پروګرامونو ملاتړ كوو. موږ به زرګونو ځوانو افغانانو ته داسې حرفې ورزده كړو، چې د هېواد د بياجوړونې لپاره ضروري دي. دا كار به زموږ هېوادوالو ته د زرګونو شغلي فرصتونو زمينه برابره كړي.
موږ په راتلونكيو پنځو كلونو كې د يو نوي كاري پروګرام د عملي كولو په منظور له نړيوالې ټولنې سره د نوې همكارۍ په لټه كې يو. دا همكاري به د افغاني مالكيت پر اصل بنا وي. ددې اصل په رڼا كې به افغانان د انكشافي پروګرامونو په انتخاب، طرح او تطبيق كې مركزي واك ولري.
اوس د نړيوالو مرستو يواځې شل سلنه د دولتي بوديجې له لارې مصرفېږي، دا سلنه بايد لوړه شي. موږ له مرستندويو هېوادونو څخه په درنښت هيله كوو چې په راتلونكي كال كې - د افغانستان حكومت د بوديجې له لارې - د خپلو مستقيمو مرستو اندازه څلوېښت سلنو ته ور زياته كړي او د راتلونکيو دوو كلونو په ترڅ كې يې پنځوس سلنو ته ورسوي.د نړيوالو مرستو په لګښت كې شفافيت يوه بله مهمه موضوع ده. د مرستو په لګښتونو كې عدم شفافيت او د حساب نه وركول د خلكو باور لږ وي او د اداري فساد د خپرېدو لامل كېږي.
سيمه ييزه همکاري :
مېرمنو او ښاغليو!
د سيمه ييزې همکارۍ وده او تقويت له شکپرته د هېوادونو د اقتصادي، ټولنيزو او کولتوري ودې مهم لامل دى . موږ غواړو له خپلو ګاونډيو او نړيوالې ټولنې سره په همکارۍ کې په عملي اقداماتو سره په ځانګړې توګه د سوداګرۍ او ترانزېت په برخه کې سيمه ييزې همکارۍ داسې پراخې کړو، چې افغانستان د منځنۍ آسيا او د اسيا سوېل ختيځو او منځني ختيځ هېوادونو ترمنځ د وصل په ټکي بدل شي .
افغانستان کولى شي د شمال او سوېل ترمنځ د انرژۍ او اقتصادي کاليو ترمنځ د لېږد په ګذرګاه بدل شي . په دې لاره کې د سيمې د اوسپنې له پټلۍ سره د افغانستان نښلول، د افغانستان له لارې له يو بل سره د اوسپنې د پټلۍ او ځمکنيو لارو له لارې د سيمې د هېوادونو يو ځاى کېدل او له سمندري بندرونو سره د هغوى يو ځاى کېدل، زموږ دسيمې د هېوادونو د نږدېوالي عيني امکانات دي .
بهرنى سياست او نړيوالې چارې :
د ملګرو ملتونو سازمان په تېرو اتو کلونو کې د نړيوالې ټولنې ملکي مشرتابه، څه د نړيوالو کنفرانسونو په پرلاره اچولو او څه د نړيوالې ټولنې د هڅو په همغږۍ کې په غاړه وه . افغانستان ددې سازمان له ونډې څخه په مننې سره په تړون شويو برخو کې ددې سازمان د مشرتابه د ونډې د تقويت غوښتونکې ده .
درنو مېلمنو!
موږ په دې باور يو، چې د امريکا له متحده ايالاتو سره زموږ دوستي له ترهګرۍ سره په ګډې مبارزې پورې محدوده نه ده، سربېره پر دې په هېواد کې د ثبات د ټينګښت او د زموږ د هېوادوالو د سوکالۍ لپاره د افغانستان د اوږد مهالو ګټو په موخه ده . امريکا زموږ په هېواد کې د امنيت په ټينګښت، اقتصادي پراختيا او ښې دولتدارۍ په برخو کې تر ټولو ستر مرستندويه هېواد دى . زه بشپړ باور لرم چې دغه دوستي به لا پسې پراخه شي . د افغانستان خلک به د امنيت د ټينګښت په برخه کې د امريکا د متحده ايالاتو د سرتېرو سرښندنې هېرې نه کړي . افغانستان په پام کې لري، څو له متحده ايالاتو سره د خبرو اترو په پيل سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتېژيکې همکارۍ دګډې اعلاميې په ګټو، د خپلو هېوادونو ترمنځ د دوامداره او تلپاتې همکارۍ ته د ښې راتلونکې او خپل منځي اړيکو لپاره ژر تر ژره لازم اقدامات ترلاسه لاندې ونيسي، ترڅو د هغو هېوادونو ترمنځ، چې ناټو سازمان غړي نه دي، د امريکا د متحده ايالاتو تر ټولو نږدې او متفق هېواد ته پرمختګ وکړي .
موږ د اروپايي ټولنې له غړيو هېوادونو، کاناډا، استراليا او د افغانستان له ټولو متحدينو څخه، چې په تېرو اتو کلونو کې يې په هېواد کې د دولتي بنسټونه په غښتلي کېدو، بيارغونې او دسولې په ټينګښت کې ونډه اخيستې او قرباني يې ورکړې ده، مننه کوو. دتېرو مرستو په دوام کې د جاپان پنځه ميليارده وروستۍ مرسته د زياتې مننې وړ ده .
موږ بشپړ يقين لرو، چې د ناټو غړي هېوادونه به د افغانستان د ملي اردو او ملي پوليسو د روزنې او تجهيز د چټک تحقق په لاره کې لا ګټور ګامونه اوچت کړي. يواځې له دې لارې ده چې خپلو هېوادونو ته زموږ د دوستو هېوادونو د سرتېرو د ستنېدو او په خپل لاس د عام او تام مسووليت د اخيستو په اړه د افغانستان هيله رښتيا شي .
درنو مېلمنو، ښاغليو او مېرمنو!
موږ تل په اسلامي هېوادونو کې له مثبتو او منفي تحولاتو څخه اغېزمن کېږو. له دې مخې له اسلامي نړۍ سره زموږ اړيکې هغه اړيکې دي، چې د يوې کورنۍ پر ارزښتونو ولاړې وي . موږ د اسلامي هېوادونو، سعودي عربستان، د ايران د اسلامي جمهوريت، ترکيې، متحده عربي اماراتو او د اسلامي ټولنې ټولو غړيو خويندو او وروڼو له هڅو او له خپل هېواد څخه د اسلامي هېوادونو د کنفرانس سازمان له ملاتړ څخه مننه کوو.
له ګاونډيو هېوادونو سره زموږ د هېواد اړيکې په متقابل درناوي او بې شايبې دوستۍ ولاړې دي، موږ تل هڅه کوو، څو دغه اړيکې لا پسې پراخې او غښتلې شي . د افغانستان د بيارغونې لپاره د ګاونډيو هېوادونو په ځانګړې توګه د ايران او پاکستان له مرستو څخه مننه کوو.
د هند له جمهوريت سره زموږ اړيکې ستراتېژيکې اړيکې دي . دغه هېواد د ١٣٠٠ ميليونه ډالرو په مرستې سره زموږ د هېواد په بيارغونه کې ستره ونډه لرلې ده . زرګونه افغان محصلين د هند په پوهنتونو کې په تحصيل بوخت دي . د چين د خلکو جمهوريت د پراختيا او ثبات په برخه کې زموږ نېک ګاونډۍ او همکار هېواد دى؛ ترکيه د تاريخ په اوږدو کې د افغانستان ورور، لرغونى او وفادار دوست دى . ددې هېواد د سرتېرو شتون او د سولې او امنيت د ټينګښت لپاره ددې هېواد هڅې د ستاينې وړ دي . د روسيې له فدراسيون سره زموږ اړيکې په چټکتيا سره پراختيا مومي، موږ په نړيوالو ټولنو کې ددې هېواد له ملاتړ څخه مننه کوو.
په دې محفل کې د ورور جلالتماب زرداري ګډون، زموږ د هېوادونو ترمنځ د دوستۍ او ورورولۍ او همدارنګه د ګډ ګواښ په توګه له ترهګرۍ سره په مبارزه کې د هغه حکومت د ژمنو نښه ده. بشپړ باور لرم، چې د خلکو له رايو راپورته شوي حکومتونه به په دواړو هېوادونو کې وکولى شي، چې ډېر ژر د ترهګرۍ پر ستونزې بريالي شي .
جلالتمابانو، درنو مېلمنو، ګرانو هېوادوالو، مېرمنو او ښاغليو!
راتلونكي پنځه كلونه- كه څه هم ددې خاورې لرغوني تاريخ ته په پاملرنه - لږه موده ده، خو ډېر ستر مسووليتونه او دندې يې د اجراء لپاره زموږ مخې ته ايښي دي.
موږ زيار باسو چې له ټولو ملي او نړيوالو مساعدو فرصتونو او آسانتياوو په استفادې سره په خپل هېواد كې اجتماعي، سياسي او اداري اصلاحات عملي كړو.
د څښتن تعالى او د افغانستان د خلكو په وړاندې خپل ځان مسوول او مكلف بولم، چې د امانت دې دروند بار ته اوږه وركړم او په رښتيني ډول يې منزل ته ورسوم.
زموږ خلك د ولسواك نظام تر سيوري لاندې د امن، ښه او هوسا ژوند حق لري. دخپلو خلكو دې حق ته په پاملرنه غواړم چې په راتلونکيو پنځو كلونو كې افغانستان يو داسې هېواد شي، چې خپله دفاع په خپله وكړاى شي او په ټول قلمرو كې يې سوله حاكمه وي.
په راتلونکيو پنځو كلونو كې به انشاء الله افغانستان د يو پياوړي ولسواك نظام خاوند وي. په لسګونو زره افغان ځوانان به د هېواد د بياجوړونې د مديريت او اجراء په چارو بوخت وي. ټول ښارونه او ځينې كليوالې سيمې به مو برېښنا ولري. د لارو شبكې به مو پخې او بشپړې شوې او د اوسپنې لارو د جوړولو كارونه به مو جاري وي.
په راتلونکيو پنځو كلونو كې به د خلكو په همكارۍ، خپلسريو او بې قانونيو ته د پاى ټكى كېښوول شي. د امنيت پر استقرار او د خلكو د ژوند د مصونيت پر چارو به د دولت بشپړ انحصار تامين سي او د افغانستان دولت به د قانون تابع او د قانون مُجري وي.
د افغانستان او نړيوالې ټولنې ترمنځ د همكاريو او مرستو د يو نوي فصل د پيل لپاره به ډېر ژر په كابل كې يو نړيوال كنفرانس جوړ شي او دا كنفرانس به د افغانستان او نړيوالې ټولنې ترمنځ متقابل مسووليتونه او تعهدات يو ځل بيا تاييد كړي.
د څښتن تعالى له درباره افغانستان او ټولې نړۍ ته د سولې او آرامۍ؛ خپلو خلكو ته د هوساينې او سرلوړۍ هيله لرم.
و من الله التوفيق
ستاسو له پاملرنې مننه
|