|
|
|
|
| د ټاکنو د کمېسيونونو پېژندنه |
| |
دټاکنو خپلواک کمېسيون (IEC) د ولسمشر په ٢١ مه، شمېره فرمان، په ١٣٨٣ لمريز کال کې دغويي په ١١ مه، جوړ شو.
دغه کمېسيون د يوه رييس او مرستيال په ګډون ٩ غړي لري، چې ٢ غړي يې ښځې دي.
عزيز الله لودين، چې د حقوقو ليسانس دى او هم په اقتصاد پوهنه کې دوکتورا لري، ددغه کمېسيون رييس او ډګر جنرال ايوب اصيل، چې د پوليسو ماسټر دى د مرستيالۍ دنده لري.
د اساسي قانون د ١٥٦مې مادې له مخې، د ټاکنو خپلواک کمېسيون د ټولو ټاکنو د ادارې، څار او دخلکو رايو ته د مراجعه کولو مسووليت پر غاړه لري.
دهېواد د ټاکنو بوديجه ٢٥٠ ميليونه ډالره ارزول شوې، چې د نړيوالې ټولنې له مرستو څخه برابرېږي.
دټاکنو د کمېسيون دارالانشاء:
دټاکنو د کمېسيون د دارالانشاء څانګه د دغه کمېسيون اجرايوي څانګه ده.
د دغې څانګې دنده د ټاکل شوي چوکاټ دننه دټاکنو د عملياتو ترسره کول دي.
د دارالانشاء څانګه د هغه د رييس له خوا اداره کېږي، چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون په وړانديز د متخصصو او مسلکي کسانو له منځه د ولسمشر له خوا ټاکل کېږي.
د دارالانشاء څانګه د کمېسيون له خوا ترسره شوې پرېکړې، تګلارې او لارښودونه پلي کوي، چې له کابل سربېره په ټولو ولايتونو کې دايمي سيمه ييز دفترونه لري.
د دغې څانګې اوسنى رييس داوود نجفي نومېږي، چې د اسلام پوهنې ماسټر او له ملګرو ملتونو سره د کار اوږده سابقه لري.
د دغې ادارې په سر کې يو رييس او دوه يې مرستيالان دي، چې يو يې اداري مرستيال او بل يې عملياتي مرستيال دى، چې د ورځنيو چارو د پر مخ بېولو او د رياستونو تر منځ د همغږۍ د رامنځته کولو مسووليتونه لري.
دټاکنو کړنلارې ته په کتو د کمېسيون د دارالانشاء اداره خپل کارونه د مرکزي او ساحوي دفترونو له لارې، چې د هېواد په ټولو ٣٤ ولايتونو کې موجود دي، پر مخ بيايي.
د دارالانشاء ساحوي دفترونه:
دټاکنو د خپلواک کمېسيون د دارالانشاء رياست د ساحوي يا ولايتي دفترونو په سر کې آمر دى، چې په اړونده ولايت کې د مرکزي دفتر په لارښوونه دټاکنو د ادارې او رهبرۍ چارې پر مخ وړي.
دټاکنو د شکايتونو اورېدو کمېسيون:
دغه کمېسيون يو خپلواکه افغانى بنسټ دى، چې د اساسي قانون د ٥٢مې مادې پربنسټ جوړ شوى او د ټاکنو اړوند شکايتونه او نيوکو ته رسېدنه کوي.
دغه کمېسيون د ١٣٨٨ کال د تولټاکنو لپاره له سره جوړ شو.
دټاکنو د شکايتونو داورېدو کمېسيون د اساسي قانون د ٥٣مې مادې پر بنسټ د ټاکنيزو سرغړونو د ارزونې او رسېدنې مسووليت پر غاړه لري او د اساسي قانون له ٥٤مې مادې سره سم کولى شي پر سرغړونکيو بنديزونه ولګوي.
د ټاکنو دقانون پر بنسټ د شکايتونو داورېدو کمېسيون له دوو کورنيو او درېيو نړيوالو کمېشنرانو څخه جوړ شوى دى.
يو کورنى کمېشنر د بشر حقونو ادارې او بل يې د سترې محکمې له خوا ورپېژندل شوي دي.
٣ نړيوال کمېشنران ورته د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي له خوا ټاکل شوي دي.
د ٢٠٠٩ زېږديز کال دټاکنو د شکايتونو داورېدو کمېسيون، کورني کمېشنران فهيم حکيم او مولوي مصطفى بارکزى دي او نړيوال کمېشنران يې ګرنت کېپن، مارتين هالف او سکات واردن دي.
دټاکنو د شکايتونو داورېدو کمېسيون مرکزي دفتر په کابل کې دى او ولايتي مرکزونه يې په ټولو ولايتونو کې شته دي.
دولايتي دفترونو په سر کې ٣ کمېشنران او يو آمر وي.
٨ ولايتي دفترونه څېړنيز او عدلي امکانات لري، چې د اړتيا په صورت کې له نورو ولايتي دفترونو سره هم مرسته کوي.
هرڅوک او ټولنه، چې په ټاکنو کې مشروع ګټې لري، کولى شي د ټاکنيزو سرغړونو په اړه د کمېسيون اړوندو دفترونو ته شکايت وړاندې کړي.
د شکايت وړاندې کولو حق ټولو راى ورکوونکيو، کانديدانو او د ټاکنو څارونکيو ته خوندي دى.
دټاکنو د رسنيو کمېسيون:
د ټاکنو خپلواک کمېسيون د رسنيو يو ٣ کسيز کمېسيون جوړ کړى، چې د ټاکنو پر مهال د بېلابېلو رسنيو فعاليتونه وڅاري.
د دغه کمېسيون مشرتوب صديق الله توحيدي کوي.
دغه کمېسيون د ډله ييزو رسنيو دټاکنو د پوښښ څرنګوالى، په ټاکنيزو رپوټونو کې د موازنې او انصاف مراعتول او له رسنيزو سرغړونو څخه څارنه کوي.
همداراز د يوې تمويلوونکې پروژې له لارې په رسنيو کې کانديدانو ته د اعلانونو خپرولو زمينه برابروي، چې د دغې کړنلارې له مخې، ټولو کانديدانو ته په وړيا توګه په رسنيو کې د تبليغ او اعلانونو زمينه برابرېږي.
د رايې ورکولو له ورځې ٤٨ ساعته مخکې د رسنيو د چوپتيا تاييد:
د چوپتيا پر مهال بايد رسنۍ د هېڅ يوه کانديد سياسي هڅه خپره نه کړي.
همداراز نه شي کولاى، چې د ټاکنو په اړه کومه شمېرنه، د راى ورکوونکيو او عام وګړيو نظرونه خپاره کړي.
له ټولو رسنيو څخه هيله کېږي، چې د ټاکنو له رسنيو کمېسيون سره مرسته وکړي، خلکو ته د رايې ورکولو دارزښت بيان، د کمپاين مهم ټکي، د کانديدانو تګلارې او دا چې رايه څنګه ورکول کېږي، خلکو ته په ګوته کړي.
ټول رايه ورکوونکي، سياسي ګوندونه، څارونکي او کانديدان کولى شي، چې د رسنيو د سرغړونو په اړه شکايتونه وړاندې کړي.
دغه شکايتونه په لنډه توګه د شکايتونو په هغو فورمو کې وليکل شي، چې د ټاکنو رسنيو د کمېسيون له خوا چاپ شوي او د سرغړونې ليدونکي له لاسليک وروسته په ٣ ورځو کې د ټاکنو لاندې دفترونو ته وسپارل شي:
- دټاکنو د خپلواک کمېسيون ولايتي دفترونه.
- د ټاکنو دخپلواک کمېسيون مرکزي دفتر او يا د رسنيو مرکزي دفتر.
د ټاکنو درسنيو کمېسيون د رسنيزو سرغړونو شکايتونه ارزوي او د اړتيا په صورت کې هغه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د رسنيزو سرغړونو د ارزونې کمېسيون ته سپاري.
د کار په پاى کې، يعنې د ټاکنو د پايلو له اعلان څخه ٣٠ ورځې وروسته دټاکنو د رسنيو کمېسيون خپل کاري ګزارش د ټاکنو خپلواک کمېسيون ته سپاري.
د ټاکنو کورني او نړيوال څارونکي:
د افغانستان ټاکنې په پراخه توګه د کورنيو او بهرنيو څارونکيو له خوا څارل کېږي.
سياسي ګوندونه، کانديدان، مدني ټولنې، دملګرو ملتونو سازمان او رسنۍ کولى شي، چې دټاکنو د بهير څرنګوالى وڅاري.
څارونکي کولى شي، چې د رايې ورکولو او شمېرلو په مرکزونو کې شتون ولري او د نوموړو مرکزونو څارنه وکړي .
په دې وروستيو کې دټاکنو د څار په موخه د ((افغانستان دازادو او عادلانه ټاکنو)) په نوم يو غير دولتي بنسټ هم جوړ شوى، چې جانداد سپين غر يې مشري کوي. |
|
|
| |
|
|
|