Monday, February 06, 2012 درى | English | پښتو كورپاڼه | زموږ په اړه | خبرونه | اړيكې
 
كورپاڼه
- نوملړ
- ژوند ليکونه
- تګلارې
- بحثونه( خلک او کانديدان)
- له کانديدانو سره مرکې
- له رايه ورکوونکو سره مرکې
- څه ډول رايه ورکړو ؟
- ازادې او بې پرې ټاکنې
- د ولسمشر واکونه
- د ټاکنو د کمېسيونونو پېژندنه
- د رايې ورکونې لارښود
- رايې
- د راتلونکي ولسمشر پروفايل
- لومړنۍ وينا
- کابينه
- ولسمشر ته پيغامونه
- د ژمنو څار
- د ټاکنو کړنلاره
- د ټولټاکنو لارښود
- د خلکو د غوښتنو او نظر ورکولو لارښود
- د ولايتي شورا ګانو د ټاکنو د پوښښ لارښود
 
 
د ټولټاکنو لارښود
 

محمد نعمان دوست ، کابل
د ١٣٨٨کال د چنګاښ ٢٤مه  

 په ډيموکراتيکو نظامونو کې خلک حق لري ، چې خپل نظام په خپله وټاکي او دغه حق د ټولټاکنو له لارې ترلاسه کېداى شي .
زموږ ولس يو ځل بيا هغه پړوا ته ورنږدې کېدونکى دى ، چې ولسمشر او د ولايتي شوراګانو غړي په کې ټاکل کېږي .

زموږ په ولس کې د بېسوادۍ کچه ډيره لوړه ده ، چې دوى نشي کولى د هر کانديد کړنلاره او پلان مطالعه کړي او د هغه په رڼا کې تر ټولو غوره شخص وټاکي .

دوى اړ دي، چې د کانديدانو او د هغوى د پلانونو  په اړه معلومات ترلاسه کړي او دغه معلومات ورته چاپي ، غږيزې ، تصويري او برېښنايي رسنۍ چمتو کوي .

د همدې مهم او درانه مسووليت له مخې ، ټولې رسنۍ بايد داسې څه خپاره کړي، چې خلک يې په رڼاکې خپل راتلونکى برخليک په خپله خوښه وټاکي .

پژواک خبري اژانس، چې د خپلې بې پلوه او متوازنې پاليسۍ له امله د هېواد د ننه او بهر د يوې باوري سرچينې حيثيت لري ، خپل فرض ګڼي ، چې راتلونکې ټاکنې هم د تېر په څېر په ناپلوې او کره توګه ترپوښښ لاندې راولي ، همدغې موخې ته د رسېدو لپاره لاندې لارښود خپلو خبريالانو ته وړاندې کوي :

رايه ورکوونکي

رايه ورکوونکي ، جنس ، ژبې ، ټبر او مذهب ته له پاملرنې پرته ټول هغه افغانان  دي، چې د رايې ورکولو سن ( ١٨ کلني ) يې پوره کړى وي .

رايه ورکوونکي د ټولټاکنو يو ترټولو مهم عنصر جوړوي ، پرته له دوى ټاکنې نه کېږي او په کومو ټاکنو کې چې ددوى وڼده پوره ټيټه وي، نو د انتخاباتو مشروعيت تر پوښتنې لاندې راځي .

دغه راز د اساسي قانون او انتخاباتو قانون له مخې، هغه کانديد بريالى ګڼل کېږي ، چې  (٥٠+١ )  ر ايه ( د ټولې رايې له نيمايي زياته ) تر لاسه کړي .

 نو دغه اصل ته په پام يوه رايه هم ، د يوه کانديد په برياليتوب کې مهمه ونډه لري او بايد په اهميت ورته قايل شو .
خبريالان بايد په دې پوه شي ، لکه څنګه چې رايه ارزښت لري، همدارنګه يې کارونکي هم ارزښت لري او بايد له پامه ونه غورځول شي .
فرض کړئ !
په يوه ورځ د درېيو کانديدانو بېلابېلې غونډې دي ، دوه يې ډېرې مجللې دي او يوه يې بيا عادي ده .
درې واړو غونډه ته د کانديدانو خپل – خپل پلويان راغلي دي .
خبريال بايد په دغه صورت کې عادي غونډه له پامه ونه غورځوي، شايد ددې کانديد مالي امکانات لږ وي ، درې واړو ته په يوه خبرکې ځاى ورکړل شي او د کانديدانو خبرو ته مساوي حق ورکړل شي .

که داسې ونه شي د هغه کانديد، چې تاسو يې خبر کې يادونه ، نه ده کړې پلويان خوابدي کېږي ، تاسو د ځانګړو کانديدانو په پلوۍ تورنوي او باور در باندې نه کوي .

په  انتخاباتي غونډو کې دهرې طبقې خلک ګډون کوي ، ځينې  خبريالان ډېر د هغو چا خولې ته مايک نيسي، چې ظاهري کش او فش يې جوړ وي او عادي خلک له پامه غورځوي .

 دا کار مسلکي والى نه ښيي ، خبريال بايد د هرې طبقې له خلکو سره وغږيږي او بيا له هر ټيپ نه هغه خبرې راټولې کړي ، چې له نورو په زړه پورې او مهمې وي .

په نظر اخيستلو کې احساسات  مه شريکوئ :

هرڅوک ځانګړي احساسات لري او د ځانګړو اوصافو لرونکي  خلک يې خوښېږي ، خو د مرکې په وخت کې بايد له دغو احساساتو ډډه وشي .
فرض کړئ !
د يوه خبريال دکليوالي لباس لرونکيو پر ځاى ، درويشي او نيکټايي والا کسان خوښېږي .
يا، په ښځينه خبريالانو يواځې خپل جنس ګران وي ، يا کوم خاص مذهب او ژبې ته ميلان لري ، خو په مرکو کې بايد دغه احساسات له پامه وغورځول شي او ټولو ته په يوه سترګه وکتل شي .

 کېداى شي يو کليوال تاسو ته  داسې په زړه پورې نقل قول درکړي ، چې د ښاري په ذهن کې هم نه وي او يا بالعکس .
 
د سرچينو په پېژندلو کې حساس اوسئ !

فرض کړئ ، د يوه کانديد د ملاتړ په موخه غونډه جوړه شوې ده .
په دې غونډه کې بهرنيانو او يا ماشومانو هم ګډون کړى ، تاسو بايد په دې پوه شئ، چې بهرنيان  د رايې ورکولو حق نه لري او هغه افغانان رايه ورکولى شي، چې لږ تر لږه يې  د ١٨ کلنۍ عمر پوره کړى وي .
نو تاسې بايد د رايې ورکونکي په توګه هغه څوک انتخاب کړئ ، چې د رايې ورکولو شرايط  ولري .

هر نقل قول مه خپروئ

ځينې خلک د خبرو په وخت کې دومره احساساتي کېږي ، چې د منطق له چوکاټه وځي .
شايد تاسو ته د يوه کانديد پلوي ووايي چې : (( موږ بايد  فلاني ته ځکه رايه ورکړو، چې تر ټولو نورو کانديدانو غوره دى او که واک ته ورسېږي، نو په يوه کال کې به وطن ګل و ګلزار کړي . ))
دا خبره منطقي نه ده هر څوک ځانته دغوره والي خپل معيار لري ، دغه شان خبرې په نورو کانديدانو او يا د هغوى په پلويانو ښې نه لګېږي .
په دغه شان حالت کې بايد نظر ورکونکى وپوښتل شي : ايا نور ټول کانديدان پېژنې ؟ څنګه ويلى شې، چې فلانى له نورو غوره دى ؟
يا څنګه کېداى شي، چې دا وران ويجاړ وطن دې په يوه کال کې جوړ شي ؟

طبعي ده ، چې دغو پوښتنو ته مقابل لورى منطقي ځواب نه لري ، نو بايد له وچ نقل قول نه يې هم ډډه وشي .

 
کانديدان

زموږ په هېواد کې انتخابات يو نوى شى دى ، لکه څنګه چې يې رايه ورکوونکي له فرهنګ سره سم بلد نه دي، کانديدان هم همداسې درواخله .

ځينې کانديدان د خپل ملاتړ په موخه عجيبه شعارونه ورکوي .
په تېرو ټاکنو کې د ولسي جرګې او حتى د ولايتي شور اګانو ځينو غړيو ويل چې که وکيل شي، نو سړکونه به قير کړي ، حال داچې د سړک قيرکول د يوه وکيل واک نه دى .
مثلا :
هېوادوال له بېکارۍ او د کور د نشتوالي له ستونزو سره مخ دي ،کانديدانو هم دا درک کړې .
يو کانديد وايي : (( زه به ډېر  ژر يو ميليون کسانو ته کار پيداکړم او يو ميليون کورونه به جوړ کړم . ))
که  دا شعارونه ، همداسې خپاره شي ،نو بل کانديد شايد په خپل شعار کې دغه شمېره څو ميليونو ته لوړه کړي او رايه ورکوونکي په خپل تصميم کې حيران کړي .
ددغه شان شعارونو په اړه بايد وضاحت وغوښتل شي ، له کانديد څخه وپوښتل شي :
له کومو منابعو دا کار کولى شې ؟ دا کار ډېر پرمختللي هېوادونه ، نه شي کولى ، تاسو يې څنګه کولى شئ او ... ؟  دغه شان پوښتنې کانديدان له مبالغو څخه د منطق ميدان ته را ښکته کوي .

ځينې کانديدان له نورو سره تربګني لري ، په هغوى غټ او بې شرمه  تورونه لګوي .
خبريال بايد په دې پوه شي، چې هتک حرمت قانوني جرم دى ، په خپرولو کې يې هم له احتياطه کار واخلئ .
تور لګوونکي ته ووايئ : په دې اړه کوم ثبوت او شواهد لرې ؟
که مقابل لورى دې محکمې ته کش کړي ، څه ثبوت به وړاندې کړې او ... ؟

 په اعدادو کې محتاط اوسئ !

ځينې کانديدان ددې لپاره چې پراخ ملاتړ وښيي ، په ارقامو کې مبالغه کوي .

  مثلاً په هوټل کې غونډه جوړوي ، دعوه کوي چې په دې غونډه کې ٥٠٠٠ کسانو برخه اخيستې وه او ټولو خپل ملاتړ وښود.

تاسو بايد ځان ته معلومه کړئ ، چې دغه هوټل د دومره کسانو ګنجايش لري ؟ په دې اړه تاسو کولى د هوټل له مدير نه پوښتنه وکړئ او هم ورته ووايئ چې د څو تنو لپاره مو اډر ترلاسه کړى و؟

 ځينې وخت،دغه شان غونډو ته په نورو پلمو خلک غوښتل کېږي ، ددې لپاره چې حقيقت ته ورسېږئ ، له څو کسانو څخه وپوښتئ :
دلته ولې راغلي ياست ؟
چا را غوښتي يئ ؟ 
ايا، دغه کانديد پېژنئ او ملاتړ ترې کوئ ؟

بيا هم احتياط

کانديدان تل د خپلې بريا په موخه د خلکو له نبض سره سمې خبرې کوي ،کوښښ وکړئ ، چې خبرې يې له پخوانيو ويناوو سره پرتله کړئ .
د بېلګې په توګه اوسمهال د سويلي او يو شمېر ختيځو ولايتونو خلک د بهرنيو ځواکونو له بمباريو او خپلسرو تلاشيو څخه تر پوزې راغلي دي . 
دغه راز په شمالي ولايتونو کې خلک له طالبانو ډېره کرکه لري .
طبعي ده، چې کانديد به په دواړو سيمو کې د خلکو له غوښتنې سره سم خبرې کوي .
مثلاً : سوېل ته تللى کانديد به وايي (( : که تاسو رايه راکړه ټول بهرنيان  به و باسم ، طالبان هم ددې وطن بچيان دي هغوى ته به حکومت کې ځاى ورکوم او ...))
اوس که همدا کانديد شمال ته ځي ،نو خبرو ته يې ځير اوسئ .
شايد هغه هلته ووايي (( :  بهرنيان زموږ د خلکو او ولس په ګټه دي ، که زه واک ته ورسېدم ددوى له مرستو به د وطن په پرمختګ کې ښه استفاده وکوم . ))
يا وايي : (( طالبان ترورستان دي ، شمالي دوى وسوځاوه ،  وطن همدوى وران کړ که زه واک ته ورسېدم دغه شومه پديده به ورکوم . ))
که له تاسو سره دغه بګرونډ وي ، ترې وپوښتئ  : تاسو په هلمند کې داسې ويلي و او اوس ....؟؟
فرض کړئ ، د پوښتنې موقع مو ترلاسه نه کړه ، په راپور کې د شمال خبرې را واخلئ، خو بيا ووايئ چې ده په هلمند کې په دغه نېټه په دغه ځاى کې په جوړه شوې غونډه کې داسې ويلي ...
په دې کار تاسو کولى شى ، چې له رايه ورکوونکي سره مرسته وکړئ او دکانديد له افکارو يې خبر کړئ .
 
ټاکنيزې  سرغړونې :

د نړۍ په ډېر و هېوادونو کې انتخاباتي سرغړونې کېږي، چې وروسته سترې ستونزې رامنځ ته کوي او حتى خبره تر جګړې  رسېږي .
له انتخاباتي سرغړونو خبريالان هغه وخت خبرېږي ، چې دغه سرغړونې وپېژني او دا هغه مهال پېژندلى شي، چې لږ ترلږه د انتخاباتو قانون مطالعه کړي .

 خبريالان بايد په دې پوه شي، چې په ټاکنو کې يواځې ددې  هېواد اتباع برخه اخيستلى شي، که تاسو د رايې ور کولو په ورځ د يوه بهرني په لاس کې د ټاکنو کارت وينئ ، له سترګو يې مه غورځوئ، پلټنه يې وکړئ او خبريې خپور کړئ .

دغه راز کېداى شي تاسې يو داسې څوک ووينئ ، چې عمر يې له ١٨ کلونو ټيټ وي او رايه يې کار وله، نو راپورې پرې جوړکړئ .
د ټولټاکنو په قانون کې د ټاکنيزې سرغړونې تر سرليک لاندې ١٩ موارد ثبت شوي دي .
چې له دې جملې  څخه ګواښ ، د رسمي څارونکيو دکار مخنيوى ، له يوه څخه ډېر د رايې ورکولوکارتونه لرل او کارول يې ، په خپلسر د رايو په صندوقونو کې لاس وهل او .. يادولى شو .

هر کله که خبريال له دغه شان سرغړونو سره مخ کېږي بايد په اړه يې پلټنه وکړي او خبر يې ورکړي.
دغه سرغړونې تر ډېره هغه وخت بر بنډېږي، چې خبريال په سيمه کې حاضر وي او هرڅه له نږدې وڅاري .

د بېلګې په توګه :

د رايې ورکولو پر مهال اړوند مسوولين د شخص ګوته په رنګ کوي، ترڅو معلومه شي، چې هغه بيا رايه ونه کاروي .
اوس که تاسو يو داسې څوک ووينئ، چې ګوته يې رنګ ده او بيا هم د رايې ورکولو صندوق ته ځي ، نو ښکاره ده ، چې دويم ځل د رايې ورکولو مانا ورکوي او سرغړونه ګڼل کېږي .
د انتخاباتو د قانون د ٤٤مادې له مخې ، د رايې ورکولو د مرکز په ٥٠٠ مترۍ کې د کورنيو چارو وزارت له  اجازې پر ته ، څوک نشي کولى وسله وګرځوي .
خو که تاسو په کوم مرکز کې ددغې مادې خلاف وسلوال کسان ګورئ ، نو په اړه يې پلټنه وکړئ او راپور يې ورکړئ .
دغه راز د ياد شوي قانون  له مخې، له ټاکلي وخت نه وړاندې  د رايې ورکولو د مرکز د بندولو حکم د اړوند دفتر  د رييس له مخې هغه وخت صادرېدى شي ، چې  کومه پېښه ( سخت توپان ، سيلاب ... او يا کوم بل اپت ) د رايې ورکولو بهير نا ممکن کړي ، خو که چېرې هيڅ داسې وېره نه وي او مرکز تړل کېږي، نو د قانون خلاف کار دى، بايد په اړه يې څېړنه وشي او خبر يې خپور شي .
خو په ياد ولرئ ، چې که د کوم اپت له مخې هم د رايې ورکولو مرکز تړل کېږي خبري ارزښت لري .

 احتياط !!!!  
اصل دادى، چې هيڅ کله د ګونګسو په بنياد بايد خبر جوړ نه شي ، ځکه د خبر بنياد په واقعيت ولاړ وي، نه په ګونګسو .
خو د ټاکنو پر مهال بايد دغه اصل ته  تر هر  وخته ډېره پاملرنه وشي ، دا ځکه چې غلط  راپور ورکول د ټاکنو پر پايلو ناوړه اغيز ښندي او خلک  پرې بې باوره کېږي .

دا يو معمول دى ، چې هيڅوک په اسانه خپله ماته نه مني ، د خپلې ماتې لپاره بېلابېل دلايل وړاندې کوي.
د ولسمشرۍ راروانو ټاکنو ته ٤١  تنو ځانونه کانديد کړي دي  او طبعي ده ، چې د ټاکنو په پايله کې به له دغو کانديدانو څخه يواځې يو تن بريالى کېږي او نور به ماتې خوري .
دغه مات کانديدان کېداى شي خپل شکست ونه مني او ددې لپاره داسې ګونګوسې خپرې کړي، چې خپله ناکامي په کې پټه کړي .

د بېلګې په توګه:

د ټاکنو په ورځ او له هغه وروسته تاسو ته يو کانديد او يا د هغه پلويان زنګ وهي، چې  د رايې ورکولو په پلاني مرکز کې په سلګونو ماشومانو رايې وکارولې ، يا د رايو صندوقونه په لاره کې پرانېستل شول او يا ....

هېر نه کړئ، چې دا مهال پوره احتياط پر تاسو فرض دى ، که ممکن وي ځان سيمو ته ورسوئ ، هر څه په خپله وګورئ ، يا له اړوندو کسانو ، نورو کانديدانو ، د انتخاباتو له سيمه ييزو کارکوونکيو سره معلومات شريک کړئ او هغه وخت د خبر په ليکلو پيل وکړئ، چې ښه يې په رښتينوالي ډاډه شئ .
 
 
Click here to visit pajhwok news website
د کانديدانو انځورونه
د کمپاين انځورونه
د ټاکنو د بهير انځورونه
د ورځنيو ستونزو انځورونه

ايا تاسو په دې اړه فکر کړئ چې د افغانستان راتلوونکى ولسمشر بايد څوک وي؟

 




 
 
كورپاڼه | زموږ په اړه | خبرونه | اړيكې