Friday, September 10, 2010 درى | English | پښتو كورپاڼه | زموږ په اړه | خبرونه | اړيكې
 
كورپاڼه
- نوملړ
- ژوند ليکونه
- تګلارې
- بحثونه( خلک او کانديدان)
- له کانديدانو سره مرکې
- له رايه ورکوونکو سره مرکې
- څه ډول رايه ورکړو ؟
- ازادې او بې پرې ټاکنې
- د ولسمشر واکونه
- د ټاکنو د کمېسيونونو پېژندنه
- د رايې ورکونې لارښود
- رايې
- د راتلونکي ولسمشر پروفايل
- لومړنۍ وينا
- کابينه
- ولسمشر ته پيغامونه
- د ژمنو څار
- د ټاکنو کړنلاره
- د ټولټاکنو لارښود
- د خلکو د غوښتنو او نظر ورکولو لارښود
- د ولايتي شورا ګانو د ټاکنو د پوښښ لارښود
 
 
د راتلونکي ولسمشر پروفايل
 

 

د حامد کرزي ژوند ليک

 

حامد كرزى دعبدالاحدكرزي زوى،په ۱۳۳۶هجري لمريز کال کې كندهار ښارته نږدې دكرز په كلي كې زيږېدلى دى.

 

حامدكرزى په کابل ښار کې تر لومړنيو او منځنيو  زده کړو وروسته ،د همدې ښار په حبيبيه لېسه کې شامل او له دې لېسې څخه  تر فارغېدو وروسته، په ١٣٥٥ هجري لمريز کال کې د نورو زده كړو لپاره هندوستان ته ولاړ.

 

نوموړي ، د هندوستان  د شملې په پوهنتون كې د نړيوالو اړيكو او سياسي علومو په څانګه کې د ماسټرۍ درجه ترلاسه كړه او په ۱۳۶۲هجري لمريز كال كې له هند نه پاكستان ته ستون شو .

 

كرزى،په ۱۳۶۴ هجري لمريز كال کې د ژورناليزم  زده کړو د يوې درې مياشتنۍ دورې لپاره فرانسې ته ولاړ.

 

هغه د فرانسې د ليل په ښار كې ددې دورې تر بشپړولو وروسته پېښور ته ستون شو او د پروفيسور صبعت الله مجددي په مشرۍ د ملي نجات دجبهې دتنظيم داطلاعاتو د ادارې د امر او بيا وروسته ددغه تنظيم دسياسي دفتر دمرستيال په توګه په دنده بوخت شو .

.
حامدكرزى په ١٣٦٨ كال كې په پېښور کې  د مجاهدينو د لنډمهالي حكومت د مشر د بهرنيو اړيكو د دفتر مشر شو  او له  ١٣٧١ کال وروسته يې د دوو کلونو لپاره  د  بهرنيو چارو وزارت د سياسي مرستيال په توګه دنده تر سره کړه.

 

ده کله چې په کابل کې کورنيو جګړو زور واخيست دغه دنده پرېښوده او د لويې جرګې د جوړېدو لپاره يې هڅې پيل کړې .کرزى  په ١٣٨٠ کال کې د طالبانو د واکمنۍ تر ړنګېدو مخکې  د اروزګان ولايت ته راستون شو.

 

نوموړى په ١٣٨٠کال کې د طالبانو د رژيم له ړنګېدو وروسته د بن د پرېکړې پر بنسټ د افغانستان د  لنډمهالې ادارې  ، بيا بېړنۍ لويې جرګې لخوا د انتقالي دورې د مشر او په ١٣٨٣کال کې د ټولټاکنو له لارې د پنځو کلونو لپاره د  ولسمشر په توګه وټاکل شو.   

 

کرزى چې په پښتو، دري،انگليسى او اردو ژبو خبرې کولى شي، په ١٣٨١ کال کې د شلمې له پوهنتون څخه افتخاري دوکتورا، په ١٣٨٢ کا ل کې د ازادۍ جايزه ، په ١٣٨٣ کال کې د نړۍ د بريالي ولسمشر او د فلادلفيا د ازادۍ جايزه او په ١٣٨٥ کال کې د اندراګاندي د سولې ، پراختيا او بې وسلې کولو جايزه ،تر لاسه کړه.

 

 
 
 
 
Click here to visit pajhwok news website
د کانديدانو انځورونه
د کمپاين انځورونه
د ټاکنو د بهير انځورونه
د ورځنيو ستونزو انځورونه

ايا تاسو په دې اړه فکر کړئ چې د افغانستان راتلوونکى ولسمشر بايد څوک وي؟

 




 
 
كورپاڼه | زموږ په اړه | خبرونه | اړيكې