Monday, February 06, 2012 درى | English | پښتو كورپاڼه | زموږ په اړه | خبرونه | اړيكې
 
كورپاڼه
- نوملړ
- ژوند ليکونه
- تګلارې
- بحثونه( خلک او کانديدان)
- له کانديدانو سره مرکې
- له رايه ورکوونکو سره مرکې
- څه ډول رايه ورکړو ؟
- ازادې او بې پرې ټاکنې
- د ولسمشر واکونه
- د ټاکنو د کمېسيونونو پېژندنه
- د رايې ورکونې لارښود
- رايې
- د راتلونکي ولسمشر پروفايل
- لومړنۍ وينا
- کابينه
- ولسمشر ته پيغامونه
- د ژمنو څار
- د ټاکنو کړنلاره
- د ټولټاکنو لارښود
- د خلکو د غوښتنو او نظر ورکولو لارښود
- د ولايتي شورا ګانو د ټاکنو د پوښښ لارښود
 
 
د ولايتي شورا ګانو د ټاکنو د پوښښ لارښود
 

دا مهال د ولسمشرۍ چوکۍ ته کمپاينونه په درځ روان دي  ، د خبريالانو ټوله توجه هم دې طرف ده. د ولايتي شورا لپاره ټاکنې هم ډېرې مهمې دې ، ځکه دوى د ولس هغه استازي دي چې د خلکو د ژوند په اړه د ټولو چارو په ولايتي سطحه څارنه کوي او په مستقيمه ټوکه د خلکو ستونزي او مشکلات د چارواکيو سره شريکه وي.

د بلې خوا د هر ولايت د  ولايتي شورا د منتخبو غړيو څخه  يويو   تن د دايمي او يو يو تن د موقتي استازو  په حيث مشرانو جرکې ته راځي چې  په  حکومت باندې د څارنې او د قانون د جوړونې ډېر مهم ارګان دي.

د همدې امله د پژواک خبريالان بايد د ولايتي شورا ګانو  ټاکنو ته پوره توجو وکړي او په اړه يې  راپور ورکړي .

پژواک خبري اژانس  ولايتونه د ځانګړتياو، معيارونو او اهميت له مخي په لومړۍ، دويمه او دريمه درجه وويشي  (امنيت، اقتصاد، او سياسي اغيز)

يواځې د لومړيتوب له مخې ولايتونه و څارئ، خو دا باوري کړئ چې په لويه کچه پروګرامونو ته مو پام وي
سيمه ييز خبريالان بايد  د خپل ولايت په کچه د ولايتي شورا ګانو د کانديدانو لست برابرکړي او د هغو په اړه معلومات را ټول کړي .
په ټوليز ډول د سيمي او يا د مسايلو په اساس د دې رقابتونو په اړه راپورونه  وليکئ  ، مهم کانديدان په ګوته کړئ.
د بلکې په ډول په يو ولايت کې د ښځينه کاندانو په خپل مينځ کې په رقابتونو راپور وليکئ.
په يو بل ولايت کې چې کله درته معلومه شوه چې ټولو پخو انيو قومندانو ځانونه کانديد کړي ځانګړۍ راپور خپور کړئ.
په يو ولايت کې کيداى شي د ښځينه کانديدانو د کمپاين لپاره هيڅ چانس نه وي او يا ښځي هيڅ هغه ولايت ته تر اوسه د خپل کمپاين لپاره نه وي تللى ، په دې راپور وليکئ.

د ولايتي شورا د يو کانديد څخه څو نمونه وي پوښتنې  

ستاسو ګوند به په دې کلي کې د پاکو اوبو د نشتوالي په اړه څه وکړي؟
د پاکو اوبو کمښت له کومو لاملونو څخه را منځ ته شوى دى؟
ولې دغه کلى له تيرو پنځو کلنو راهيسې پاکو اوبو ته لاس رسى نه درلود؟
ولې حکومت په دومره اوږده موده کې ونشو کړاى چې کلي ته پاکې اوبه ورسوي؟
ستاسو حکومت به په څه ډول ددې کلي له خلکو سره مرسته وکړي؟
څنګه کيداى شي چې يواځې دغه کلي ته يو پل هم نه دي جوړ شوې؟
د  تيرې دورې د يو کانديد څخه پوښتنه:
په تيره دوره کې مو کوم کارونه کړي چې په هر کلي کې يې د خلکو سره مرسته کړي وي؟

 
 
Click here to visit pajhwok news website
د کانديدانو انځورونه
د کمپاين انځورونه
د ټاکنو د بهير انځورونه
د ورځنيو ستونزو انځورونه

ايا تاسو په دې اړه فکر کړئ چې د افغانستان راتلوونکى ولسمشر بايد څوک وي؟

 




 
 
كورپاڼه | زموږ په اړه | خبرونه | اړيكې