کابل
د مرغومي ٢٦مه، ١٣٨٨ ، پژواک خبري اژانس
ښځو چارو ته نومول شوې وزيرې پلوشه حسن ، ولسي جرګې څخه باور رايه ترلاسه نشوه کړى.
د ولسي جرګې په نننۍ غونډه کې ددغې جرګې ( ٢٢٤ ) غړي حاضر وو، چې له دې ډلې ( ٥٦ ) موافقې او ( ١٥٠ ) مخالفې رايې وکارول شوې .
همدارنګه په نننۍ رايه اچونه کې ښځو چارو وزارت ته نومول شوې وزيرې ته ( ١٥ ) رايې سپينې ، ( ٣ ) رايه باطله استعمال شوه..
د قانون له مخې، نومول شوى وزير بايد د ولسي جرګې د حاضرو غړو له نيمايي څخه زياتې ( ٥٠+١ ) موافقې رايې ترلاسه کړي .
نو په دې حساب هغه نومول شوى وزير بريالى ګڼل کېږي چې لږ تر لږه ( ١١٣ ) رايې ترلاسه کړي .
ولسي جرګې د ولسمشر حامد کرزي د نوې کابينې غړو ته د روانې مياشتې په ١٢مه، رايه ورکونه پيل کړه .
په هغه ورځ جرګې له ٢٤ نومول شويو وزيرانو څخه يواځې ٧ تنو ته باور رايه ورکړه او نور يې رد کړل .
د رد شويو غړو پر ځاى نوې څېرې د روانې مياشتې په ١٩مه، د ولسمشر دوهم مرستيال کريم خليلي لخوا ولسي جرګې ته معرفي شوې . |