کلات
د لړم ٦مه، ١٣٨٨، پژواک خبري اژانس
په زابل او هلمند ولايتونو کې سلګونو قومي مشرانو او اوسېدونکيو دلړم په ٦مه، د ټولټاکنو په دويم پړاو کې له حامد کرزي څخه د ملاتړ اعلان وکړ.
د زابل د بېلا بېلو ولسواليو سلګونو قومي مشرانو نن په کلات ښار کې د يوې پراخې غونډې په ترڅ کې، د ولسمشرۍ د ټاکنو په دوهم پړاو کې له حامدکرزي څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.
ددې غونډې ګډون کوونکيو ژمنه وکړه، چې په راتلونکيو ټاکنو کې به خپلې رايې حامدکرزي ته ورکوي .
د غونډې يوه مسوول مشر او د شينکۍ ولسوالۍ قومي مشر ملک شينواري پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د زابل خلکو تېر ځل هم حامد کرزي ته رايه ورکړه او دا ځل به هم کرزي ته رايه ورکړي.
د غونډې يوه تنظيموونکي حاجي محمدهاشم ګراني پژواک اژانس ته وويل، چې دوى به د زابل ټول خلک په راتلونکيو ټاکنو کې د ګډون لپاره وهڅوي.
قومي مشرانو همدارنګه پرېکړه وکړه، چې په راتلونکيو ټاکنو د امنيت په برخه کې به له دولت سره مرسته کوي .
د زابل قومي مشران په داسې حال کي له حامدکرزي څخه د ملاتړ اعلان کوي، چې ټاکنو ته د ګوتو په شمېر ورځې پاتې دي.
دغه راز نن د هلمند د مرکز لښکرګاه په کرزي لوبغالي کې سلګونو قومي مشرانو او عامو خلکو، چې شمېره يې نږدې ٣زرو ته رسېده، له کرزي څخه ملاتړ اعلان کړ.
په دې ولايت کې د کرزي د کمپاين مسوول حاجي امير محمد آخندزاده پژواک اژانس ته وويل، چې په دې غونډه کې د ولايت د مرکز او ولسواليو خلکو برخه اخيستې وه.
هغه زياته کړه، چې په تېرو ټاکنو کې د هلمند خلکو په سختو امنيتي شرايطو کې رايې ورکړې او په دويم پړاو کې به يو ځل بيا د خپلې خوښې کانديد کرزي ته رايه ورکوي .
نوموړي پر بهرنيو هېوادونو تور ولګاوه، چې دافغانستان په ټاکنو کې يې ګوتې ووهلې او دويم پړاو ته يې وغځولې .
د ناد علي ولسوالۍ يوه قومي مشر حاجي عبدالاحد هلمندوال وويل، چې کرزي په تېرو اوه کلونو کې هېواد د پرمختګ خواته روان کړى دى او په دې ولايت کې يې د بيارغونې ډېر کارونه کړي دي .
ټاکل شوې ده، چې د ولسمشرۍ د دويم پړاو ټولټاکنې د روان لمريز کال دلړم په ١٦مه، ترسره شي.
|