Friday, September 10, 2010 درى | English | پښتو كورپاڼه | زموږ په اړه | خبرونه | اړيكې
 
كورپاڼه
- نوملړ
- ژوند ليکونه
- تګلارې
- بحثونه( خلک او کانديدان)
- له کانديدانو سره مرکې
- له رايه ورکوونکو سره مرکې
- څه ډول رايه ورکړو ؟
- ازادې او بې پرې ټاکنې
- د ولسمشر واکونه
- د ټاکنو د کمېسيونونو پېژندنه
- د رايې ورکونې لارښود
- رايې
- د راتلونکي ولسمشر پروفايل
- لومړنۍ وينا
- کابينه
- ولسمشر ته پيغامونه
- د ژمنو څار
- د ټاکنو کړنلاره
- د ټولټاکنو لارښود
- د خلکو د غوښتنو او نظر ورکولو لارښود
- د ولايتي شورا ګانو د ټاکنو د پوښښ لارښود
 
 
ملي دفاع وزارت د ټاکنو د دويم پړاو د امنيت په اړه ډاډ ورکړ
محمد جواد شريف زاده, 28/10/2009

کابل

دلړم ٦مه ١٣٨٨، پژواک خبري اژانس

 

 

د ملي دفاع  وزارت  وياند جنرال ظاهر عظيمي، چې نن دلړم په ٦مه يې په يوه خبري ناسته کې خبرې کولې وويل : (( د ټاکنو په دويم پړاو کې به له لومړي پړاو څخه امنيت ښه وي.))

 

د عظيمي په وينا، تېرې تجربې له دوى سره مرسته کوي ، چې کمزورې برخې پياوړې کړي .  

 

دملي دفاع وزارت د وياند په باور،د هرات، فراه، بغلان، هلمند، زابل، اروزګان او کندوز ولايتونو امنيتي ستونزې په نسبي توګه هوارې شوې دي، نو ځکه خو به د ټاکنو په دويم پړاوکې  امنيتي حالت ښه وي.

 

عظيمي دغه راز يادونه وکړه ، چې د دولت مخالفين، دټاکنو د لومړي پړاو د پروسې د خرابولو لپاره ښه مالي ملاتړ درلوده او له نېکه مرغه چې د ټاکنو په دويم پړاو کې له منظم پلان او لازمو مالي امکاناتو څخه محروم دي.

 

هغه ادعا وکړه چې د وطن دښمنان د ټاکنو دلومړي پړاو د امنيت دخرابولو لپاره دپاکستاني طالبانو له مالي ملاتړ څخه برخمن و .

 

دعظيمي دمعلوماتو له مخې، پاکستاني طالبان اوس مهال په خپل هيواد کې په جګړه بوخت دي او نه شي کولاى د ټاکنو د دويم  پړاو دامنيت په خرابولو کې له افغاني طالبانو سره مرسته وکړي.

 

عظيمي د دې پوښتنې په اړه چې دهيواد په څومره سيمو کې به انتخابات ترسره نشي وويل چې د ټول هيواد په کچه اته ولسوالۍ د دولت له کنټرول څخه وتلي او هلته به ټاکنې ونشي .

 

ويل کيږي چې د ټاکنو د دويم پړاو(لړم ١٦مه) د امنيت د تامين لپاره دملي اردو، ملي پوليسو، ملي امنيت،ايساف ځواکونو او ناټو ٣٠٠زره ځواکونه توظيف شوي دي.

 

نوموړي په کابل ښار کې دملګرو ملتونو پر مېلمستون د وسلوالو کسانو او پرکابل سريناهوټل د توغندويي بريد په اړه وويل چې افغانستان دجګړې په حال کې دى او په داسې حال کې د دغسې پېښو رامنځته کيدل يو طبيعى کار دى.

 

په کابل ښار کې دملګرو ملتونو(يوناما) پر مېلمستون بريد کې شپږ تنه مړه او ٩ نور ټپيان شول.

 

دغه بريد نن سهار (د لړم په ٦ مه ) شاوخوا پنځه بجې په شهرنو کې د ملګرو ملتونو د کارکوونکيو پر مېلمستون (  باختر٢ ) وشو .

 

دغه راز پر سرينا هوټل  او دهغه شاوخوا ته دوه توغندويي بريدونه  وشول، چې مرګ ژوبله يې نه لرله .

 

 
Click here to visit pajhwok news website
د کانديدانو انځورونه
د کمپاين انځورونه
د ټاکنو د بهير انځورونه
د ورځنيو ستونزو انځورونه

ايا تاسو په دې اړه فکر کړئ چې د افغانستان راتلوونکى ولسمشر بايد څوک وي؟

 




 
 
كورپاڼه | زموږ په اړه | خبرونه | اړيكې