مزارشريف
د لړم ۱۰مه، ۱۳۸۸ پژواك خبري اژانس
د ولسمشريزوټاكنو له دويم پړاوڅخه د يوه کانديد تېرېدل،د شمال په امنيتي حالت باندې كوم تاثيرنه كوي.
دغه څرګندونې په مزارشريف كې د شمال زون د پوليسود ۳۰۳قوماندانۍ وياند لال محمد احمدزي د لړم په ۱۰مه، په يوه خبري ناسته كې خبريالانو ته وكړې.
نوموړي دپژواك خبري اژانس د يوې پوښتنې په ځواب كې وويل چې د شمال امنيت د يوه نوماند له تېرېدنې سره كوم تړاو نلري، خو زياته يې كړه چې كه څوك د امنيت خرابولوهڅه وكړي، نو دوى به يې سركوب كړي.
د هغه په وينا،د ولسمشريزوټاكنو له دويم پړاوڅخه د عبدالله عبدالله تېرېدنې په شمال كې له عامو خلكو سره انديښنه پيدا كړي، چې ګواكې امنيت به خراب شي.
ډاكټرعبد الله عبدالله نن په كابل كې په يوه خبري ناسته كې خبريالانو ته وويل چې د دوهم پړاو په ټاکنو کې به برخه وانه خلي .
احمدزي همدارازوويل چې په شمال كې له طالبانو پرته ځينې نورۍ كړۍ هم شته ، چې د سيمې امنيت له ګواښ سره مخ كوي.
نوموړي دغه كړۍ په ډاګه نه كړې، خو زياته يې كړه چې دا هغه خلك دي ، چې په ناامنيو كې يې ګټه وي.
هغه د داسې كړيو د مخنيوي ډاډ هم وركړ.
د پوليسو د ۳۰۳ پامير وياند وويل چې دوى د شمال په ۹ولايتونو كې د ټاكنو د دويم پړوا د رايه اچونې د ورځې د پوره امنيت ډاډ وركوي.
نوموړي زياته كړه چې د همدې ورځې د امنيت لپاره څه باندې ۱۲زره پورليس د تيارسئ په حالت کې دي .
|