Monday, September 06, 2010 درى | English | پښتو كورپاڼه | زموږ په اړه | خبرونه | اړيكې
 
كورپاڼه
- نوملړ
- ژوند ليکونه
- تګلارې
- بحثونه( خلک او کانديدان)
- له کانديدانو سره مرکې
- له رايه ورکوونکو سره مرکې
- څه ډول رايه ورکړو ؟
- ازادې او بې پرې ټاکنې
- د ولسمشر واکونه
- د ټاکنو د کمېسيونونو پېژندنه
- د رايې ورکونې لارښود
- رايې
- د راتلونکي ولسمشر پروفايل
- لومړنۍ وينا
- کابينه
- ولسمشر ته پيغامونه
- د ژمنو څار
- د ټاکنو کړنلاره
- د ټولټاکنو لارښود
- د خلکو د غوښتنو او نظر ورکولو لارښود
- د ولايتي شورا ګانو د ټاکنو د پوښښ لارښود
 
 
د اروپايي ټولنې مشر په نوي حکومت کې له اداري فساد سره د مبارزې غوښتنه وکړه
محمد جواد شريف زاده, 10/11/2009

کابل

د لړم ١٩ ١٣٨٨، پژواک خبري اژانس

 

د اروپايي ټولنې مشر او د سويډن د بهرنيو چارو وزير هم دافغانستان په نوي حکومت کې له اداري فساد سره د مبارزې غوښتنه وکړه .

 

د سويډن د بهرنيو چارو وزير کارل بيلټ،  چې د اروپايي ټولنې مشري يې هم په غاړه ده، د لړم په ١٩مه، په کابل کې د افغانستان د بهرنيو چارو له وزير ډاکټر رنګين  دادفر سپنتا سره ديوه ګډ خبري کنفرانس پر مهال يادې شوې څرګندونې وکړې .

 

هغه زياته کړه چې دوى او نړيواله ټولنه په افغانستان د سولې اوثبات لپاره کار کوي او دامنيت په برخه کې له افغان حکومت سره مرسته کوي .

 

خو نوموړي په ډاګه کړه چې دافغانستان حکومت بايد خپل ولس ته حساب ورکوونکى وي .

 

ډاکټر سپنتا په ياده شوي کنفرانس کې وويل چې له کارل بيلټ سره يې د لومړنيو اړتياوو ترڅنګ ، دانرژۍ، کرنې، ښوونې او روزنې په برخه او د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې په اړه خبرې وکړې .

 

نوموړي دافغانستان په کورنيو چارو کې ديو شمېر هېوادونو دلاسوهنو دغندنې ترڅنګ وويل چې افغانستان يو خپلواک هېواد دى او خپله بهرنۍ تګلاره پخپله ټاکي.

 

ډاکټر سپنتا د اداري فساد پر وړاندې په مبارزه کې د نړيوالې ټولنې له مرستو قدرداني وکړه.

 

هغه، ددې په اړه چې  يو شمېر هېوادونه په نوي حکومت کې د جنګسالارانو د ونډې په اړه نيوکې کوي وويل، چې پخوا حکومت ددغه کار مخنيوى کاوه، خو بهرنيو هېوادونو له دې کار سره مخالفت وکړ .

 

سپنتا له بهرنيو هېوادونو وغوښتل چې له حکومت څخه د جنګسالارانو د ګوښه کولو غوښتنې دې د خپلو شخصي ګټو لپاره نه کوي .

 

ديادونې وړ ده ، چې سوېډن په افغانستان کې د ايساف په چوکاټ کې ٥٠٠ سرتېري لري، چې په بلخ ولايت کې مېشت دي .

 

 
Click here to visit pajhwok news website
د کانديدانو انځورونه
د کمپاين انځورونه
د ټاکنو د بهير انځورونه
د ورځنيو ستونزو انځورونه

ايا تاسو په دې اړه فکر کړئ چې د افغانستان راتلوونکى ولسمشر بايد څوک وي؟

 




 
 
كورپاڼه | زموږ په اړه | خبرونه | اړيكې