Monday, February 06, 2012 درى | English | پښتو كورپاڼه | زموږ په اړه | خبرونه | اړيكې
 
كورپاڼه
- نوملړ
- ژوند ليکونه
- تګلارې
- بحثونه( خلک او کانديدان)
- له کانديدانو سره مرکې
- له رايه ورکوونکو سره مرکې
- څه ډول رايه ورکړو ؟
- ازادې او بې پرې ټاکنې
- د ولسمشر واکونه
- د ټاکنو د کمېسيونونو پېژندنه
- د رايې ورکونې لارښود
- رايې
- د راتلونکي ولسمشر پروفايل
- لومړنۍ وينا
- کابينه
- ولسمشر ته پيغامونه
- د ژمنو څار
- د ټاکنو کړنلاره
- د ټولټاکنو لارښود
- د خلکو د غوښتنو او نظر ورکولو لارښود
- د ولايتي شورا ګانو د ټاکنو د پوښښ لارښود
 
 
د رايه ورکوونکو غږ

 

 
په بلخ کې دنورو خلکو ترڅنګ کوچيانو هم خپلې رايې وکارولې
20/08/2009

 

مزار شريف

د زمري ٢٩ مه، ١٣٨٨ ، پژواک خبري اژانس

 

په بلخ ولايت کې د نورو خلکو ترڅنګ، کوچيانو هم رايې ورکړې او له راتلونکي ولسمشر څخه يې د خپلو ستونزو د لرې کولو غوښتنه کوي.

 

 د بلخ ولايت د شولګرې ولسوالۍ د سنګ سلاخ كلي اوسېدونكى ٣٠ کلن محمد ابراهيم کوچى وايي، چې د دوى لاره ډېره خرابه ده، خو بيا هم له دې امله، چې ټولټاکنو ته لېوال  و، خپله رايه يې ورکړه.

 

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په خپله  يې په خره  يو نيم ساعت مزل کړى او د رايې اچونې مرکز ته راغلى دى.

 

دده په وينا، سنګ سلاخ د شولګر ولسوالۍ مركز څخه ۸ كيلومتره لرې دى.

 

كوچي څرګنده كړه، چې نورو كوچيانو او دده كليوالو  ولسمشرۍ او هم ولايتي شورا ته د هېواد د برخليک د ټاكلو لپاره، رايه وركړې ده.

 

محمد ابراهيم د خپلې خوښې وړ كانديد، حامد كرزى وښود او زياته يې كړه: (( كرزي ټوپكسالاران كم كړي، وسله يې ټوله كړې، خلكو ته يې د كار زمينه برابره كړې، معارف او بيارغونې ته يې كار كړى دى، نو ځكه مې ده ته رايه ورکړه.))

 

خو نوموړى له راتلونکي ولسمشر څخه غوښتنه وکړه، چې د دوى دستونزو په لري کولو کې نوره هم پاملرنه وکړي.

 

هغه دغه ستونزې د اوبو او د څر ځايونو کموالى وښوده .

 

د بلخ د كوچيانو د امريت امر سيد محمد كوچى  وايي، چې  د بلخ په ٩ ولسواليو  كې  څه باندې ٢٠زره كورنۍ كوچيان اوسېږي او ډېرى يې په چمتال، بلخ چاربولک، كشندې، زارع او خُلم ولسواليو كې مېشت دي.  

 

که څه هم په هېواد کې د کوچيانو کره شمېره نه ده معلومه، خو تر دوو ميليونو پورې يې  اټکل شوى دى. دوى په پارلمان کې ١٠ څوکۍ لري.

 

  په ټولټاکنو کې د معلولينو ونډه هم ښه وه.

 

عبدالخالق د مزار شريف د كارته صلح اوسېدونكي، چې يوه پښه يې د كورنيو جګړو پر مهال له لاسه وركړې وويل، چې د افغانستان د ارامۍ او سولې په خاطر يې رايه وركړې ده.

 

نوموړي زياته کړه، چې په رايه اچونه كې يې هېڅ ډول سرغړونه، نه ده ليدلې.

 

عبدالخالق، چې ولسمشرۍ او ولايتي شورا ته يې رايه وركړې د خپلې خوښې وړ كانديد يې حامد كرزى وښود.

 

ده زياته كړه: (( د کرزي په دوره كې له موږ سره څه نا څه مرستې شوې او امنيت يې هم د تېرو كلونو په پرتله ښه دى.))

 

عبدالخالق، چې د رايې اچونې تر مركزه پياده راغلى و، وويل، چې دده ټولو كوڅه والو په ډېره مينه رايې وركړې ده.

 

 

په ټاکنو کې د ښځو ونډه هم له نورو څخه کمه نه وه.

فاطمې د مزار شريف ښار د خراسان كارتې اوسېدونكې هم ولسمشرۍ او هم ولايتي شورا ته رايه وركړې ده.

 

نوموړې پژواك خبري اژانس ته وويل، چې په رايه اچونه كې يې كومه ستونزه نه وه ليدلې.

 

هغې د خپلې خوښې وړ كانديد رمضان بشردوست وښوده او زياته يې كړه، چې په ولسي جرګه كې د وكالت پرمهال يې دنده ښه ترسره كړې او يو رښتينى شخصيت دى.

 

فاطمې زياته كړه، چې ددوى د كوڅې ټولو ښځو او نارينه وو په رايې اچونې كې برخه واخيسته.

 

نوموړې څرګنده كړه، چې د ښځو د حقونو د لاسته راوړلو او په هېواد كې د سولې په خاطر يې رايه وركړې ده.

 

نورو خلکو هم د خپلې خوښې کانديد ته  رايې ورکړې دي.

ډاكټر سخي ګل د هدادي ولسوالۍ دكوډو برق د سيمې اوسېدونكي وويل، چې د كوډو برق د سيمې ټولو اوسېدونكيو (نارينه او ښځينه وو) رايې وركړې دي.

 

نوموړي پژواك خبري اژانس ته وويل، چې هغه ولسمشر او ولايتي شورا وكيل دواړو ته د افغانستان د ښه راتلونكې او هوساينې لپاره رايه وركړې ده.

 

سخي ګل د خپلې خوښې وړ كانديد، ډاكټر اشرف غني احمدزى وښود او ويې ويل، چې د ماليې وزارت او كابل پوهنتون د رياست پر مهال يې پېژندلى و.

 

مطيع الله اراک


د شينډنډ د قربانيانو دپاتې کسانو غوښتنې، ستونزې او نظريات
10/08/2009

هرات

د زمري ٢٨مه، ۱۳۸۸ ، پژواک خبري اژانس

د هرات ولايت د شينډنډ ولسولۍ پر نو اباد کلي له بمبار څخه ٢ پاتې کسان، چې د کورنيو ۹ تنه يې له لاسه ورکړي، په ټاکنو کې د ګډون په اړه مختلف ليدلوری لري.

تېر کال د زمري په ۳۱ مه، د امريکايي قواوو هوايي ځواک په ياد شوي کلي کې د خيرات په مراسمو بمبار وکړ، چې د رسمي سرچينو له مخې، ۹۰ ملکي خلک په کې ووژل شول، چې ۶۰ يې ماشومان، ۱۵ يې نارينه او ۱۵ يې ښځې وې او يو شمېر نور يې ټپيان شول.

نو اباد د شينډنډولسوالۍ تقريباً په ٣٠ کيلو مترۍ او د هرات ښار سوېل خوا ته په ۱۲۰ کيلومترۍ کې موقعيت لري. 

حاجي ګل احمد: د نظام د بدلون لپاره په ټاکنو کې ګډون کوم

حاجي ګل احمد، چې ۵۰ کاله عمر لري، په دې بمبار کې يې ٢ زامن او ٢ لوڼې وژل شوې دي.

د ده په وينا، په دې بمبار کې يې زامن هر يو ۲۳ کلن ناصر، ۱۷ کلن ګل اغا،  يوه لور يې ۲۵ کلنه نسيمه له ۱۵ کلنې سکينې سره د خوب پرمهال، وژل شوې دي.

دی وايي چې ناصر تازه واده کړی و، چې يواځې مېرمن يې پاتې شوه او له لور نسېمې څخه يې يو ٤ کلن ماشوم ژوندي پاتې شو.

دی وايي چې له دغه ټول ظلم او بې عدالتۍ سره سره، چې د کورنۍ او نواباد له خلکو سره شوې دي، غواړي په ټاکنو کې ګډون وکړي.

ده په ټاکنو کې د ګډون دليل په حکومت کې بدلون او د يو عادلانه نظام راوستل، وښود.

د ده په وينا، اوسنی حکومت ځواب ورکوونکی نه دی او دملت له حق څخه  دفاع نه شي کولی.

ګلا احمد وويل چې اوسنی ولسمشر او دجمهوري رياست کانديد حامدکرزی، له بمباريو څخه دوې اونۍ وروسته راغی او له خلکو سره يې ژمنه وکړه، چې د قربانيانو پاتې کسانو ته به ځمکې ورکړل شي، وران کورونه يې جوړېږي، خلکو ته کرنيزه ځمکه ورکوي او پاتې کسان به حج ته ولېږل شي، خو هېڅ ژمنه يې پلي نه شوه.

دی وايي چې ده هم ٤ ځله له کرزي سره په کابل کې کتلي او کرزي ژمنه ورکړې، خو هېڅ نه ده پلي شوې.

حاجي ګل احمد د امريکايانو ظلم نه هېروېدونکی وباله او ويې ويل، چې له بمبار وروسته يې امريکايانو پر کور حمله وکړه اوکور يې په سپيو ورته تلاشي کړ.

ده وويل چې دی د دولت همکار و، په کور کې يې هېڅ داسې شی، چې له مخالفينوسره د تړاو نښه وبلل شي، پيدا نه شو، خو امريکايانو يې يو د کاکا زوی (اغامحمد) له ځان سره يووړ او له  شکنجې وروسته يې وواژه.

ګل پاچا: په ټاکنو کې ګډون نه کوم

۲۸ کلن ګل پاچا، چې په دې بمبار کې يې پلار، مور او درې ځوانې خويندې له لاسه ورکړې وايي، چې هېڅ وخت به دولت او امريکايان ونه بخښي.

دی وايي چې امريکايانو قتل عام وکړ، اوسني جمهور رييس د سرپنا او له کورنيو سره د مرستې ژمنه ورکړه، خو هېڅ پلي نه شوه.

دغه ځوان، چې ۲۴ کسيزه کورنۍ لري، هرات ښار ته مهاجر شوى دى، وايي چې له بمبار مخکې يې په عزيز اباد کلي کې د مبايل پلورلو يو دوکان درلود او ژوند يې د خپل پلار په مرسته او سرپرستۍ ښه تېرېده.

خو اوس له ډېرو اقتصادي ستونزو سره مخ دی او په ډېر مشکل کولی شي، چې خپل کور ته يې ډوډۍ ورکړي.

 

دغه ځوان وايي چې د بمبار پرمهال د مبايلونو رانيولو لپاره هرات ښار ته تللی و.

 

دی په خپل حکومت هېڅ باور نه لري او وايي، چې نه شي کولی د خلکو له حقونو څخه دفاع وکړي او يا هغوی له ظلم څخه خلاص کړي.

 

دغه ځوان په ټاکنو کې د ګډون په اړه وويل: ((په هېڅ صورت به په ټاکنو کې برخه وانخلم... ځکه په ټاکنو کې په ګډون به هېڅ بدلون رانه شي او بهرني ځواکونه به په خپل سر کارونه کوي او  افغان ملت ته به هېڅ ځواب ونه لري.))

احمد قريشي

 

 


بادغيس- د خلکو ستونزې، غوښتنې او نظريات
17/08/2009

قلعه نو

د زمري ۲٧مه، ۱۳۸۸، پژواک خبري اژانس

 

د بادغيس يو شمېر خلک وايي چې په اوسني حکومت کې يې په سيمه کې ډېر کارونه تر سره شوي دي، خو دوى له فقر او بېکارۍ څخه ځورېږي، دغه خلک په ټاکنو کې برخه اخلي او له راتلونکي ولسمشر څخه د دغو ستونزو د هوارۍ غوښتنه کوي.

 

بادغيس ولايت ٥ ولسوالۍ لري، ولايتي شورا يې ۹ څوکۍ لري، چې ۳ يې ښځو ته ځانګړې شوې دي.

 

د ولايتي شورا لپاره ۴۷ تنو خپل ځانونه کانديد کړي، چې له دې ډلې څخه يې ۹ ښځې دي.

 

دغه ولايت له کابل ښارڅخه، د ۳۴۰ کيلو مترو شاوخوا ليرې پروت دى، ډېرى خلک يې په مالدارۍ او بزګرۍ بوخت دي. پسته، ځيره، پت او د قره قل پوستکي د دغه ولايت  له مهمو محصولاتو او عايداتو څخه بلل کېږي.

 

دغه ټاکنيز ګزارش د زمري په وروستۍ اونۍ کې د هغو ٦ تنو د مرکو پر بنسټ برابر شوى، چې له هغو څخه يې ۳ ښځې دي او د مرکز او دوه ولسواليو اوسېدونکي دي.

 

د جوند ولسوالۍ اوسېدونکى: خلکو موټر نه و ليدلى

۳۸ کلن عبد الرزاق د جوند ولسوالۍ اوسېدونکى (چې د ولايت له مرکز څخه ۷۵ کيلو متره واټن لري) د درېيو اولادونو پلار دى.

 

دى  وايي چې له اوسني حکومت څخه مخکې په جوند ولسوالۍ کې موټر نه و او د ځينو سيمو خلکو موټر نه وو، ليدلى.

دى وايي چې د ملي پيوستون د پروګرام په پلي کولو سره اوس په هر کلي کې سړک، ښوونځى او په څو کليو کې يو روغتيايي کلينيک شته، تر دې مهمه دا چې د جوند ولسوالۍ په مرکز کې ۲۴ ساعته برېښنا شته ده.

 

ده زياته کړه: ((دغه ټول مثبت بدلونونه دي.))

دى وايي چې مخکې يې رايه ورکړې وه، په راتلونکيو ټاکنو کې به هم رايه ورکوي او دخپلې خوښې کانديد به و ټاکي.

 

دى وايي چې له بزګرانو سره د اصلاح شوي تخم نشتوالى، د درملو کمښت، د مسلکي ښوونکيو نشتوالى او ناامني لويې او بنسټيزې ستونزې دي.

 

دغه خلک زياتوي چې له راتلونکي ولسمشر څخه د بېکارۍ د له منځه تلو او د امنيت د تامين غوښتونکي دي.

 

 د خياطۍ د کورس زده کوونکې: ښځې شکنجه کېږي

 

۲۸ کلنه پېغله امنه، د بادغيس د مرکز اوسېدونکې ده، دا اوسمهال د خياطۍ په يوه کورس کې پر کار بوخته ده.

 

دا وايي چې له دې امله يې په ژوند کې مثبت بدلون نه دى راغلى، چې حکومت ورته پام نه دى کړى.

 

دغه نجلۍ وايي چې تر اوسه هم ښځې د کورني تاوتريخوالي قرباني کېږي او آن ځانونه سوځوي.

 

دا زياتوي: ((ښځې دي چې له بېکارۍ، فقر او سختې شکنجې له امله، خپل ځانونه سوځوي.))

 

امنه په ټاکنو کې برخه اخلي او نور هم تشويقوي.

 

دا وايي چې دوه کاله وړاندې د دغه ولايت د مرکز له خلکو سره د برېښنا او صحي اوبو ژمنه شوې وه، خو تر اوسه دغه ژمنه په سم ډول نه ده تر سره شوې او د دې ښار ټولو اوسېدونکيو ته دغه اسانتياوې نه دي برابرې شوې.

 

بزګر: بدلونونه رامنځ ته شوي

د مرکز اوسېدونکى ۴۶ کلن فخر الدين، چې ٦ اولادونه لري، بزګري کوي.

 

دى وايي چې که څه هم په شخصي ژوند کې يې کوم مثبت بدلون نه دى راغلى، خو د ولايت په سطح يې کارونه شوى، چې له هغو څخه يې د دغه ولايت په ليرې سيمو کې د مخابراتي سيسټم فعالېدل، روغتيايي خدمتونه، د ښوونځيو او کلينيکونو جوړېدل دي.

 

د ده په خبره، په دې وخت کې بزګرانو ته هم مسلکي مهارتونه ښودل شوي، کيمياوي سرې او اصلاح شوي تخمونه ورته ورکړل شوي، چې ٧ کاله وړاندې دغه کارونه هېڅ نه وو.

 

دي په ټاکنو کې برخه اخلي او وايي: ((زه به هغه څوک و ټاکم، چې وکولى شي چې د بدلون دغه زمينه له موږ څخه وا نخلي.))

 

مالدار: د پستې ځنګلونه له منځه تللي دي

محمد انور د ابکمري ولسوالۍ اوسېدونکى، چې ۵۱ کاله عمر لري او د ۴ اولادونو څښتن دى پر مالدارۍ بوخت دى.

 

دى وايي چې په ولسوالۍ کې يې امنيت راغلى دى او خلک له وېرې پرته ژوند کوي.

 

انور وايي چې مخکې ۱۵۰۰ هکټاره ځمکه د اوبو  د کموالي له امله، نه کرل کېدله، خو اوس د ويالې په جوړولو سره  دغه ځمکه خړوبېږي او په حاصلاتو کې ډېروالى راغلى دى.

 

خو دى وايي چې په ولايت کې يې د پستې ځنګلونه ډېر سخت زيانمن شوي دي.

 

د ده دمعلومات پر بنسټ، درې کاله وړاندې دغه ولايت ۹۰ زره هکتاره د پستې ځنګلونه لرل، چې د جګړو او د اوسني دولت د نه پاملرنې له امله، ۴۵ زرو ته را کم شوي دي.

 

ده زياته کړه: ((دغه طبيعي ځنګل په ټولو افغانانو پورې اړه لري، په تېره د بادغيس تر خلکو پورې، چې په بېرحمۍ سره وهل کېږي اوله راتلونکي ولسمشر هغه که هر څوک وي غواړم، چې دغې ملي پانګې ته ډېره پاملرنه وکړي.))

 

دشپږو اولادونو مور: په شخصي ژوند کې مې بدلون نه دى راغلى

 

ګلدسته د شپږو اولادونو مور ده او د مرکز اړوند د فرستان دکلي اوسېدونکې ده.

 

دا وايي چې په تېرو ٧ کلونو کې يې  په خپل شخصي ژوند او د سيمې د خلکو په ژوند کې کوم مثبت بدلون نه دى راغلى، چې لامل يې د دولت نه پاملرنه ده.

 

دې وويل: ((همدا اوس ښځې لا څه، چې نارينه هم له بېکارۍ څخه رنځېږي.))

 

دا وايي چې په دې وخت کې يواځينى بدلون، چې تر سترګو کېږي د وچکالي پاي ته رسېدل دي او حاصلات مو ډېر  شوي دي.

 

ګلدسته په ټاکنو کې برخه اخلي او له راتلونکي ولسمشر  د کار د زمينې برابرول غواړي.

 

مېرمن خانه: ډېر کارونه  تر سره شوي دي

حله د ۳ اولادونو مور ده، چې د مرکز په بانمک کلي کې ژوند کوي.

 

دغه ښځه له بېسوادۍ څخه رنځ وړي، خو وايي چې په اوسني حکومت کې يې د کلي حالت ښه شوى دى.

 

د دې په وينا، د دغه حکومت په دوران کې د نجونو او هلکانو پر مخ ښوونځي پرانېستل شوي، ودانۍ بيا جوړې شوې او په ځينو کليو کې روغتيايي کلينيکونه او ټولګټې پروژې پلي شوې دي.

 

دې همدا ډول د سواد د زده کړې د کورسونو جوړول،  مېرمنو ته دګلدوزۍ او خياطۍ زده کړې د اوسني دولت فعاليتونه وبلل .

 

دغه مېرمن په ټاکنو کې ګډون کوي او د ښځو لپاره د ډېر کار کولو غوښتونکې ده.

 

 عبدالطيف ايوبي


بدخشان- دخلکو ستونزې، غوښتنې او نظريات
17/08/2009

فيض اباد

د زمري ۲٦مه، ۱۳۸۸ ، پژواک خبري اژانس

 

د بدخشان يوشمېر خلک د سړکونو، صحي خدمتونو او برېښنا نشتوالی خپلې لويې ستونزې بولي او وايي، چې په ټاکنو کې برخه اخلي، خو له راتلونکي ولسمشر څخه د همدغو ستونزو د ليرې کولو غوښتنه کوي.

 

بدخشان  شاوخوا ۵۴۰ کيلو متره ليرې  د کابل  په شمال ختيځ کې پروت دی او ۲۸ ولسوالۍ لري.

 

د بدخشان ولايتي شورا ۱۴ څوکۍ لري، چې ٤ يې ښځو ته ځانګړې شوې دي.

 

دغه ولايت، چې د لالو معدنونه يې نړيوال شهرت لري، خروشان او کوکچه سيندونه هم په کې دي، چې له اوبو څخه يې  د سرو مينځلو له لارې د سرو زرو  ټوټې هم په لاس راځي.

 

دغه کړنلاره داسې ده،  چې خلک په مني کې د اوبو د تېزوالي د کمولو لپاره د اوبو  لارې ته تغيير ورکوي، بيا يې اوبه ډولچه کې  را اخلي او د ليمڅي پر سر يې اچوي، چې  د سرو ټوټې ورباندې پاتې کېږي.

 

بدخشان يو له هغو سړو ولايتونو څخه دی، چې  د ژمي په موسم کې يې د ۱۲ ولسواليو لارې  دواور له امله بندې وي، چې ان له ٦ تر ٩ مياشتو پورې د واورې په کلابندۍ کې وي.

 

همدا ډول د دغه ولايت ۵ ولسوالۍ تر اوسه مرکز فيض اباد ته سړکونه، نه لري.

 

د دغه ولايت ډېری خلک پر کرنه او مالدارۍ بوخت دي.

 

دغه ګزارش د زمري په وروستۍ اونۍ کې د راتلونکيو ټاکنو لپاره د ۱۲ تنو د مرکو پر بنسټ برابر شوی، چې ۳ يې ښځې دي او د دغه ولايت د مر کز او ۸ ولسواليو  اوسېدونکي دي.

 

ښوونکی: د نشه يی توکيو مخه دې ډب کړل شي

فيض محمد، چې ۵۰ کلن دی او د شغنان ولسوالۍ اوسېدونکی دی، په همدې ولسوالۍ کې د ښوونکي دنده لري.

 

دغه ښوونکی، چې دوه زامن يې په ترياکو روږدي دي، وايي چې په سيمه کې يې نشه يي توکي نه کرل کېږي، خو له دې سيمې څخه قاچاق وړونکي تګ را تګ کوي.

 

دی وايي چې قاچاق وړونکي له همدې سيمې څخه ګاونډي تاجکستان ته نشه يي توکي وړي او په همدې دليل يې د سيمې ځوانان هم په نشه يي توکيو روږدي کېږي.

 

ښوونکی وايي چې په راتلونکيو ټاکنو کې ګډون کوي او د خپلې خوښې کانديد ته رايه ورکوي.

 

فيض محمد په دې اړه چې له راتلونکي ولسمشر څخه څه غواړي؟ وويل: (( د اولادونو د ژوند ساتلو لپاره دې د قاچاق وړونکيو مخه ونيسي او قاچاق وړونکيو ته دې جزا ورکړي.))

 

 

د کور مېرمن:  زموږ بنسټيزه ستونزه  د اساسي کلينيک نشتوالی دی

مېرمن نسيمه ۳۰ کلنه ده، چې د درملنې لپاره له ارغستان ولسوالۍ څخه فيض اباد ښار ته راغلې ده.

 

دا وايي چې په ژمي کې د دغه ولسوالۍ خلک دلارو دبندوالي له امله له کوره نه شي وتلی،  خو په اوړي کې بيا په يوه ورځ کې د خره په واسطه سفر کوي، بيا په موټر کې سپرېږي او ښار ته راځي.

 

دا د ٢ ماشومانو مور وايي چې د ولادت په خاطر له ولسوالۍ څخه مرکز ته راغلې ده.

 

دې وويل: (( زموږ په سيمه کې کلينيک نشته، تېر کال مې يو ماشوم له لاسه ورکړ، اوس په مشکل سره دلته راغلې يم.)) دا وايي چې فيض آباد ته ناوخته را رسېدلې ده، عمليات شوه او ماشوم يې له منځه لاړ.

دغه ښځه وايي: ((زه له راتلونکي  ولسمشر څخه غواړم، چې د ميندو او اولادونو د ژوندي ساتلو لپاره موږ ته  کلينيک جوړ کړي او  ښځينه ډاکټرانې را ولېږي. ))

د دغې ښځې په وينا، په سيمه کې يې په نامه کلينيک شته، خو ډاکټر او درمل نه لري او نسايي ولادي څانګه خو له سره  په کې نشته.

دغه ښځه وايي چې د رايې ورکولو کارت لري،  که تر ټاکنو پورې بېرته کور ته وګرځېده او روغتيا يې ښه وه، نو رايه به ورکړي.

 

سوداګر: د ورېښمو لاره دې خلاصه شي

 

 ۵۵ کلن حاجي عبد الرووف د فيض اباد ښار د دويمې ناحيې اوسېدونکی دی او  سوداګري کوي.

 

دی  له  ګاونډيو ولايتونو او کله هم له تاجکستان څخه خوراکي توکي واردوي.

 

دغه بزګر وايي ولايت يې امنيت لري، خو د سوداګرو د اسانتياوو لپاره هېڅ  خدمت نه دی شوی.

دغه سوداګر وايي چې د ورېښمو لارې د پرانېستلو غوښتونکی دی، چې سوداګر په اسانۍ سره خپل شيان چين او له چين  څخه بدخشان ته يوسي.

 

دغه سوداګر وايي چې د برخليک دټاکلو په موخه په ټاکنو کې برخه اخلي.

 

مالدار: په دوه اونيو کې مرکز ته رسېږو

۴۰ کلن غلام محمد، چې د درواز ولسوالۍ اوسېدونکی دی  مالداري کوي، چې په دې عمر کې لا تراوسه پورې د ولايت مرکز ته په موټر کې نه دی راغلی.

دی وايي چې د سړک د نشتوالي له امله، دوی له ۱۵ ورځو وروسته پلي فيض اباد ښار ته رسېږي.

 

د ده په وينا، له خپلې ولسوالۍ سره سره، ٥ نورې ګاونډې ولسوالۍ موټر نه لري او همدا ډول له ۶ څخه تر ۹ مياشتو پورې د واورو تر کلابندۍ لاندې وي.

 

د غلام محمد د معلوماتو له مخې، د دوی ډېری ناروغان مرکز ته د وړلو  پر وخت له منځه ځي.

 

همدا ډول دغه مالدار د خوراکي توکيو د بيو له لوړوالي څخه شکايت کوي. دی وايي چې په ټاکنو کې برخه اخلي او له راتلونکي ولسمشر غواړي، چې  سړک ورته جوړ کړي.

 

د ولايتي شورا  غړی: د ميندو او ماشومانو مړينه د تشويش وړ ده

د بدخشان ولايت د ولايتي شورا غړی ذبيح الله عتيق، چې د ياوان ولسوالۍاوسېدونکی  دی وايي، چې د دغې ولسوالۍ اوسېدونکي په ټاکنو کې برخه اخلي.

 

د ده په وينا، د دغه ولايت په درېيو ولسواليو کې (ياوان، راغستان او کوهستان) د ماشومانو د مړينې پېښې ډېرې دي.

 

د ده د معلوماتوله مخې، په دې ولسواليو کې د ماشومانو د مړينې کچه د روغتيايي خدمتونو د کموالي له امله، د ډېر تشويش وړ ده.

 

عتيق وويل چې په دغه ولسواليو کې پوره کلينيکونه نشته، ولسمشر او وزيران ژمنه کوي، خو عملی کوي يې نه.

 

ده زياته کړه: ((خلک بې باوره شوي دي.))

 

 ځوان: له بېکارۍ څخه ځورېږم

 احمد الله، چې ۲۵ کاله عمر لري، له دولسم ټولګي څخه فارغ شوی  او د ارګو ولسوالۍ اوسېدونکی دی.

 

د ده په وينا، د کار موندلو لپاره دوه ځلې ايران ته تللی او بېرته  يې را اړولی دی، دی وايي چې  د ده په څېر  په زرګونو ځوانان په فقر او بېکارۍ کې ژوند کوي.

 

احمد الله  د خلکو د معتاد کېدلو لوی لاملونه بېکاري، قاچاق او نور جنايي جرمونه بولي.

 

دی وايي چې ۷ کسيز فاميل لري، خو دی په اونۍ کې يوه يا دوې ورځې کار پيدا کولی شي.

 

احمد الله وايي چې په ټاکنو کې برخه اخلي، په دې امېد چې  حکومت په راتلونکي کې  د ځوانانو د بېکارۍ ستونزې ته پاملرنه وکړي.

 

ده زياته کړه: ((زه له راتلونکي ولسمشر غواړم، چې د ځوانانو ستونزو ته چې بېکاري ده، په جدي ډول پاملرنه وکړي.))

 

ملکه: ښځې وېرېږي

د کشم ولسوالۍ اوسېدونکې ملکه، چې ۴۵ کاله عمر لري د کاليو  ګنډلو له لارې خپل ژوند تېروي.

د دې په وينا، مېړه يې معيوب دی او يواځې دا کار کوي.

دغه ښځه له راتلونکي ولسمشر څخه يواځې امنيت غواړي او په دې باور ده، چې له امنيت پرته هېڅ کار امکان نه لري.

دا وايي چې په ټاکنو کې ونډه اخلي خو زياتوي، چې د سيمې ښځې وېرېږي، چې د رايو ورکولو پر ورځ جګړه ونه شي.

د دې په وينا، په خپله سيمه کې يې امنيت شته ، خو کله چې  د امنيت په اړه د ګاونډيو ولايتونو اړوند (کندوز، تخار) اوري، نو وېرېږي چې لمن يې بدخشان ته خوره نه شي.

 

ملکه وايي چې مخکې يې هم د ولسې جرګې او ولايتي شورا لپاره رايه ورکړې وه ، خو وکيلان يې د خپلو خپلوانو  په غم کې دي او نورو خلکو ته هېڅ پام نه کوي.

 

سپين ږيری: د خلکو رايې، جمهور رييس نه ټاکي

قربان محمد، چې ۸۰ کاله عمر لري د کران او منجان ولسوالۍ اوسېدونکی دی، دی اوسمهال د قوم د مشر په توګه هلته اوسېږي.

 

دی وايي چې رايه ورکوي، خو د ولسمشر په ټاکلو کې د رايې د ارزښت  په اړه ډاډه نه دی.

دغه سپين ږيری باوري دی، چې ټاکنې کېږي، خو وايي : ((بهرنيان جمهور رييس ټاکي، زموږ رايه کومه ګټه نه لري.))

 

قربان محمد په دې اړه چې جمهور رييس څنګه د بهرنيانو په واسطه  ټاکل کېږي؟ وويل: دا خبره د ټولو خلکو په خولو کې ده.

 

همدا ډول ده وويل چې تل جمهور رييس او حکومت د خدمت ژمنې کوي، خو هېڅ  يې نه پلي کوي.

 

د سيلاب قربان: په ټاکنو کې برخه نه اخلم

۳۸ کلن سميع الله د کشم ولسوالۍ د ميانشهر کلي اوسېدونکی، چې په روان کال کې يې سيلاب کور وران کړی، وايي چې په ټاکنو کې برخه نه اخلي.

 

سميع الله په دې اړه زيا ته کړه: (( هغه وعدې چې ولسمشر، ولايتي شورا او د ولسي جرګې استازيو خلکو ته ورکړې دي، چې تاسې ته پيسې درکوو، کورونه مو جوړوو، تر اوسه يې هېڅ کار نه دی کړی.))

 

دی، چې د ۴ اولادونو پلار دی،اوس په يوه خېمه کې ژوند کوي او وايي، چې که تر ژمي پورې يې د کور جوړلو وس پيدا نه کړ، نو له سړو به مړ شي.

 

د جرم ولسوالۍ اوسېدونکی: د ټوپکوالو لاسونه دې لنډ شي

محمد ناصر، چې د جرم ولسوالۍ اوسېدونکی دی ۴۶ کاله عمر لري، وايي چې په ټاکنو کې ونډه اخلي او له ولسمشر غواړي، چې کار دې د کار اهل  ته وسپاري.

ده ادعا وکړه چې تر اوسه هم په ادارو کې څوکۍ د داسې کسانو په  لاس  کې دي، چې پخوا يې ټوپک لرل.

دغه سړی وايي چې تر اوسه هم په سيمه کې همدغه وسلوال پر بې وسه کسانو ظلم کوي.

ده زياته کړه: ((زموږ راتلونکی جمهور رييس بايد د ظالم لاس له مظلوم څخه لنډ کړي.))

 

سپين ږيری: د برېښنا له نعمت څخه محروم يو

۶۰ کلن حاجي محمد حنيف، د فيض اباد ښار په څلورمه ناحيه کې اوسېږي، دې په دې ولايت کې دروانو اوبو په اړه وايي: (( موږ د ډېرو اوبو له لرلو سره سره د برېښنا له نعمت څخه محروم يو.))

د ده په وينا، هر زمامدار خلکو ته وعده ورکوي، خو هېڅ يې نه پلي کوي.

دغه سپين ږيری په ټاکنو کې برخه اخلي او وايي:

(( موږ له راتلونکي جمهور رييس څخه غواړو، چې د برېښنا په توليد کې د افغانستان د سيندونو له اوبو څخه ګټه واخلي او د ګاونډيو هېوادونو برېښنا ته هېڅ اړتيا نه لرو.))

 

د ښځو چارو رييسه: ښځو ته دې د کار زمينه برابره شي

ذوفنون ناطق، د بدخشان ولايت د ښځو چارو رييسه په ټاکنو باور لري او وايي، چې برخه به په کې اخلي.

 

خو د ښځو وضعيت د اندېښنې وړ بولي او زياتوي، چې ډېرې ښځې کونډې او کور ته د ډوډۍ راوړونکې دي، خو د کار زمينه ورته برابره نه ده  او په ستونزو کې وخت تېروي.

 

دا له راتلونکي ولسمشر غواړي، چې  د ښځو بنسټېزو ستونزو ته چې د کار نشتوالی دی، پاملرنه وکړي.

 

جعفر طيار


لغمان - د خلکو ستونزې، غوښتنې او نظريات
17/08/2008

مهترلام

د زمري ٢٦مه، ١٣٨٨، پژواک خبري اژانس

 

د لغمان اوسېدونکي په راتلونکيو ټاکنو کې برخې اخيستنې ته چمتو دي، خو دوى له ناامنيو سرټکوي او له راتلونکي ولسمشر څخه د امنيت ټينګښت غواړي .

 د څلورو ولسواليو دغه ولايت، چې د کابل ښار ختيځ ته په  شاوخوا ١٤٠ کيلومترۍ کې موقعيت لري ، ډېرى خلک يې په کرهڼه بوخت دي .

د راتلونکيو ټاکنو په اړه دغه راپور ددغه ولايت د مرکز او  ٣ ولسواليو د ٨ اوسېدونکيو د مرکو پربنسټ جوړ شوى دى، چې ٢ يې نجونې دي .  

 

 دغه ولايت په ولايتي شورا کې ٩  څوکۍ لري، چې ٣ يې مېرمنو ته ځانګړې شوې دي .

روانو ټاکنو ته د ولايتي شورا لپاره ٦٠ کسانو ځانونه کانديد کړي، چې ٥ يې مېرمنې دي .

په دغه ولايت کې په دې وروستيو کې د وسلوالو مخالفينو اغېز زيات شوى او په ځينو مرکزي سيمو کې خلک د شپې پيرې کوي .

 

غريبکار:  امنيت راولئ

د اليشنګ ولسوالۍ د کوټالې سيمې اوسېدونکى ٢١ کلن انور وايي، چې په ولسمشريزو ټاکنو کې برخه  اخلي.

دى وايي چې په  شخصي ژوند کې يې هيڅ مثبت تغيير نه دى راغلى، خو د سيمې  امنيت يې خراب شوى دى .

 د نو موړي په وينا، دوى اوس ټوله شپه پر کورونو پيرې کوي .

 نوموړى په دې باور دى، چې امنيت بهرنيان خرابوي او بايد له هېواده وشړل شي .  

 

زده کوونکې : ژوند د پخوا په پرتله ښه شوى دى

د مهترلام ښار د تيرګړيو سيمې اوسېدونکې  پېغله يسرا، چې د يوولسم ټولګې زدکونکې ده وايي، چې په ټاکنو کې برخه ځکه اخلي، چې کولاى شي خپله راتلونکې وټاکي.

د هغې په وينا، په تېرو پنځو کلونو کې يې ژوند ښه شوى، له مهاجرته خلاصه شوې او پلار يې په روغتون کې پر دنده ګومارل شوى دى .

هغه زياتوي چې په تېرو پنځو کلونو کې ډېر کار شوى ، ښوونځي او سړکونه جوړ شوي دي .

 هغه وايي که له ولسمشر سره مخ شي، نو لومړنۍ غوښتنه به يې ورنه د بهرنيوسرتېرو وېستل وي.

يسرا زياتوي : ((  ټولې ستونزې همدوى ( بهرنيانو )  جوړې کړې او واک يې په خپل لاس کې اخيستى دى.))

 

مزدورکار: پرته له امنيته هرڅه ناممکن دي

داليشنګ ولسوالۍ د منجان کلي اوسېدونکى ٢٢ کلن طارق، چې د دوه ماشومانو پلار دى، امنيت له هرڅه مهم ګڼي .

هغه وايي : ((  که له ولسمشر سره مخ شم، نو لومړنۍ غوښتنه به مې ترې د امنيت ټينګښت وي، ځکه که امنيت نه وي، نو بې امنه ژوند هېڅ معنا نه لري.))

هغه وايي چې  په ولسمشريزو ټاکنو کې برخه اخلي، خو په ولايتي شورا ګانو کې نه : ((  د ولايتي شورا هېڅ کار معلوم نه دى. ))

دى  وايي چې پنځه کاله وړاندې يې ژوند ډېر ښه و، دوکان يې درلود، خو اوس يې د کاروبار مزه نشته .

دغه ځوان وايي چې ايران ته د مزدورۍ لپاره ځي او عمر يې په مساپرۍ کې تېرېږي .

طارق زياتوي چې  د سيمې لومړۍ ستونزه يې د برېښنا او دويمه يې د تعليمي کورسونو او پروګرامونو نشتوالى دى .

 

د دولت شاه و لسوالۍ اوسېدونکى: له  امريکايانو په تنګ يو

   د دولت شاه ولسوالۍ د نګراهي کلي اوسېدونکى ٤٨ کلن فتح محمد، چې ٣ ودونه يې کړي او ١١ ماشومان لري وايي، چې په تېرو پنځو کلونو کې يې ژوند خراب شوى دى.

نوموړى وايي چې ٣ زامن يې په ملي اردو کې دي، خو له ده سره  هېڅ مرسته نه کوي او نور د مزدورۍ توان هم نه لري .

دى وايي چې په کلي کې يې د امنيت دنشتوالي له امله، ډاده نه دى، چې ټاکنې دې په کې ترسره شي.

نوموړى دا هم وايي چې په کلي کې د امريکايانو پوځي هډه ده ، چې خلک ترې په تنګ دي .

هغه زياتوي : ((  د شپې له خوا د کلي خلک  خوب نه شي کولاى، ځکه چې الوتکې يې ځي او راځي. ))

 

دولتي مامور: امنيت راولي

د الينګار ولسوالۍ اوسېدونکى ٦٤ کلن حاجي سيف الرحمن منګل، چې ٦ زامن لري ، وايي چې په ټاکنو کې به برخه اخلي، ترڅو خپله راتلونکې وټاکي . 

هغه وايي چې له پخوا يې ژوند ښه شوى، خو امنيت خراب شوى دى . دى زياتوي چې  په تېرو پنځو کلونو کې يې په سيمه کې ډېر کارونه تر سره شوي، خو د بې کارۍ ستونزه لا هم په خپل ځاى پاتې ده.

 

د نوموړي په وينا، که  چېرې له ولسمشر سره مخ شي، نو لومړنۍ غوښتنه به يې ترې د امنيت ټينګښت او دبېکارۍ له منځه وړل وي .

 

ښوونکى: بهرنيان دې ووېستل شي

د مهترلام ښار اوسېدونکى  ٣٨ کلن فيضان الله وايي چې په تېرو پنځو کلونو کې يې ژوند هېڅ بدلون نه دى کړى.

 

هغه زياتوي چې دوى اوس له ناامنيو په وېره کې دي . 

 

فيضان  الله وويل  : ((  که له ولسمشر سره مخ شم، نو لومړنۍ غوښتنه به مې ورنه د بهرنيانو وېستل وي.))

د هغه په وينا، د همدې بهرنيانو په راتګ نا امني زياته شوې ده .

 

د اليشنګ اوسېدونکى: رايه ورکول ملي مسووليت دى

د اليشنګ د جراباد سيمې اوسېدونکى ٣٣ کلن عبدالقدير وايي چې په ټاکنو کې برخه اخلي او زياتوي : ((د يوه ملي مسووليت او خپلې راتلونکې  لپاره رايه ورکوم.))

 

هغه وايي چې په تېرو پنځو کلونو کې يې کلي هېڅ پرمختګ نه دى کړى، بلکې امنيت لا پسې خراب شوى دى . 

نوموړى زياتوي : ((  که له ولسمشر سره مخ شم، نو لومړنۍ غوښتنه به مې ورنه د امنيت ټينګښت وي .))

 

د چهار باغ اوسېدونکې: ټاکنې مهمې دي

د چهارباغ دسيمې اوسېدونکې ١٩ کلنه مريم وايي چې په ټاکنو کې ځکه برخه اخلي، چې د هېواد خير ور پورې تړلى دى .

 د نوموړي په وينا، د انتخاباتو له لارې خلک کولى شي، چې خپل مشر او استازى وټاکي، نو بايد ټول   په کې برخه واخلي .   

مريم  زياتوي  چې د ولسمشرۍ له کانديدانو څخه يواځې ٣ تنه پېژني .

 

نجيب الرحمن انقلابي


د سکهانو او هندوانو ستونزې، غوښتنې او نظريات
17/08/2009

کابل

د زمري ۲۶مه، ۱۳۸۸، پژواک خبري اژانس

 

په کابل کې مېشت سکهان او هندوان وايي چې دوی په ټاکنو کې ګډون کوي او له راتلونکي ولسمشر يې غوښتنې، د هندوانو د سوځونې لپاره مناسب ځای جوړول، ماشومانو ته يې په مورنۍ ژبه  د ښوونځيو جوړول او په دولتي دندو کې برخه ورکول، وښودل.

 

د دغه مذهبي اقليت  شمېره د (۱۳۷۱) له جګړو مخکې ۲۰ زرو ته رسېدله، خو دکورنيو جګړو له امله او د طالبانو د امارت پر مهال د نورو زرګونو خلکو په څېر، دوی هم د خپلو کورنو پرېښودلو ته اړ شول.

 

همدا ډول د دغه قشر دمسوولينو په وينا، تېر  ٥ کلونه يې شمېره ۵زرو کسانو ته رسېدله، چې اوس يې د بېکارۍ او نورو ستونزو له امله، دغه شمېره ۳زرو ته را ښکته شوې ده.

 

دوی وايي چې د مجاهدينو له حکومت وړاندې (۱۳۱۷-۱۳۷۵) پورې دوی هېڅ ستونزې نه درلودې او د نورو اتباعو په څېر ارام وو، خو د دوی بدبختي د همدې حکومت له پيل وروسته پيل  شوې ده.

 

د هندوانو او سکهانو د ډېری خلکو کسب سوداګري، رخت فروشي، يوناني طبابت او دوکانداري ده.

 

مخکې دوی په بېلابېلو ولايتونو په تېره په کابل، غزني، کندهار، خوست او... کې اوسېدل.

 

له جګړو وروسته يې پيسه دارو خلکو افغانستان پرېښود، اما بېوزله خلک يې تر اوسه هم  په دې هېواد کې ژوند کوي.

 

دغه طبقه په ولايتي شوراګانو او ولسي جرګه کې استازي نه لري، خو په مشرانو جرګه کې يو انتصابي سناتور لري.

 

دغه ګزارش  د زمري مياشتې په وروستۍ اونۍ کې په کابل ښار کې د هغو شپږو تنو د مرکو پربنسټ برابر شوی، چې يوه يې مېرمن ده.

 

سناتور: زموږ لويه ستونزه په مورنۍ ژبه زده کړه ده

اوتار سنګهـ د سکهانو او هندوانو انتصابي سناتور پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په مورنۍ ژبه ښوونځيو، د مړيو سوځولو لپاره  مناسب ځای او سرپنا ته اړتيا لري.

 

دی وايي چې دوی درمسالونو ته هم اړتيا لري، خو اوس د کارته پروان او د جلال اباد ښار درمسالونه په خطر کې دي او هلته کوم دولتي پلان پلی کېږي.

 

اوتار سنګهـ وايي چې دوی په ټاکنوکې برخه اخلي او زياته يې کړه:

((موږ له راتلونکي ولسمشر څخه امنيت، سوله، ملي وحدت او برابري غواړو او له راتلونکي دولت غواړو  هغه حق او حقونه، چې مسلمانانو وروڼو ته ورکول کېږي، موږ ته دې هم راکړي.))

 

انار کلي: کانديدان هندوانو او سکهانو ته هېڅ پروګرام نه لري

د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون  کارکوونکې انار کلي هنريار وايي، چې هغه په ټاکنو کې برخه اخلي، خو دې د رياست جمهوري پر کانديدانو نيوکه وکړه.

 

  دې وويل چې هېڅ يو يې د دغه مذهبي  اقليت په اړه ځانګړی پلان نه لري، آن په خپلو خبرو کې يې له هغوی څخه يادونه، نه ده کړې.

 

انار کلي وويل  هندوان او سکهان په لوړو دولتي  څوکيو کې دنده نه لري او وايي، چې دوی بايد په دغه پوستونو کې د وړتيا له مخې، په پام کې ونيول شي.

 

سوندر سنګهـ: ستونزو ته پام نه دی شوی

۲۷ کلن سوندر سنګهـ، چې د کابل په منډيي کې دوکان لري، وايي  چې يو داسې کانديد ته  به رايه ورکړي، چې د بېوزلو خلکو ستونزې هوارې کړي .

 

د ده په وينا،  دتېرو او اوسني حکومت له خوا يې ستونزو ته هېڅ پاملرنه نه ده شوې اوبايد راتلونکی حکومت د دوی ستونزو په تېره د هندوانو د سوځېدنې ځای ته پاملرنه وکړي، ځکه چې دوی  يواځې  دکابل په کلاچه کې د هندوانو د سوځېدنې ځای لري او د سيمې خلک دوی ته مزاحمت کوي.

 

دوی وايي چې په اسانۍ سره يې د سيمې خلک نه پرېږدي، چې خپل مړي و سوځوي.

 

هټۍ وال: ژوند خراب شوی دی

۴۲ کلن ورندر سنګهـ د کارته پروان اوسېدنکی، چې ٣ اولادونه لري، اوس د کابل په منډيي کې هټيوال دی وويل، چې په ټاکنو کې به د پام وړ کس ته رايه ورکړي او له هغه څخه غواړي، چې د سکهانو او هندوانو ژوند ته پاملرنه وکړي.

 

ده زياته کړه: ((موږ په ولسي جرګه کې استازی نه لرو، چې بايد ويې لرو او په دولت کې مو برخه معلومه وي او د هندوانو دسوځونې دځای، د ښوونځيو نشتوالي او سرپنا کې پاملرنه وکړي، چې زموږ  ژوند ډېر خراب دی.))

.

د ورندر سنګهـ په وينا، هندوان او سکهان د هېواد  دنورو اتباعو په څېر د مساوي  او برابرو حقونو غوښتونکي دي او د هېواد د نورو ټولو اتباعو  په  څېر بايد د تحصيل او کار زمينه ورته برابره شي.

 

پنډت: په مورنۍ ژبه تدريس مهمه اړتيا ده

 د جوی شير د درمسال پنډت نرندر سنګهـ،  چې ۴۲ کاله عمر لري او د درېيو اولادونو پلار دی وايي، چې په تېرو ټاکنو کې ېې برخه اخيستې وه او په دې ټاکنو کې هم رايه ورکوي، خو په تېرو ٥ کلونو کې يې په ژوند کې هېڅ مثبت بدلون نه دی راغلی.

 

دی هم د نور په څېر له ولسمشر غواړي، چې په هندي ژبه دې د دوی اولادونو ته د زده کړې زمينه برابره کړي.

 

دی وايي چې په مورنۍ ژبه  زده کړه  د ماشومانو حق دی او بايد دغه حق دوی ته ورکړل شي.

 

استازی: د  هندوانو د سوځېدلو ځای نه لرو

په منډيی کې هټيوال او په شوربازار کې د هندوانو او سکهانو استازی  ۳۸ کلن ارمان سنګهـ ، چې د ۶ اولا دونو پلار دی.

 

دی وايي چې په ټاکنو کې ګډون کوي اوله راتلونکي ولسمشر څخه غواړي،  هغه خدمت چې مسلمانانو ته يې کوي، دوی ته دې هم وکړي.

 

ده هم  بنسټېزه ستونزه  د هندوانو دسوځېدنې دځای  وبلله .

 

ده زياته کړه: ((لکه ماشوم چې د خپلې مور شيدو ته اړتيا لري، موږ هم د هندانو د سوځېدنې ځای ته اړتيا لرو.))

 

ده زياته کړه: ((موږ چې خپل  مړي سوځوو، خلک وسلې او سوټي راباندې را اخلي، په داسې حال کې چې له جګړو مخکې موږ دغه ستونزه نه لرله.))

 

ده وويل چې که حکومت د هندوانو او سکهانو ستونزه نه هواروي، نو د دغه مذهب  ټولو خلکو ته  دې له دغه هېواد څخه ځواب  ورکړي.

 

پژواک ټيم


جوزجان- د خلکو ستونزې ، غوښتنې او نظريات
17/08/2009

دزمري ٢٦ مه، ١٣٨٨ ، پژواک خبري اژانس

د جوزجان يو شمېر اوسېدونکي په هغه ولايت کې ناامني او بېکاري غټې ستونزې بولي او له راتلونکي ولسمشر څخه يې د هواري غوښتنه کوي.

جوزجان د کابل شمال ته په ٥٨٠ کيلومترۍ کې موقعيت او ١٠ ولسوالۍ لري.

د جوزجان ولايتي شورا ٩ غړي لري، چې ٣ څوکۍ يې ښځو ته ځانګړې شوې او اوس مهال دغو څوکيو ته ٧٤ کسانو ځانونه نومولي، چې ١٤ په کې ښځې دي.

سړي تښتونه، کمينونه، د سړک غاړې ماينونه، د دولتي کارکوونکيو وژنه، د دولت دمخالفينو له خوا د زکات او عشر په نوم د پيسو او غلو ټولول هغه څه دي، چې د دغه ولايت اوسېدونکي يې له ستونزو سره مخامخ کړي دي.

دغه ګزارش د جوزجان ولايت د ٤ اوسېدونکيو د مرکو پر بنسټ جوړ شوى، چې ٢ يې مېرمنې دي. 

شبرغان ښار اوسېدونکى :د کرنې لپاره دې اوبه برابرې شي

امان الله د شبرغان ښار اوسېدونکى، چې ٤٠ کلن دى وايي، چې راتلونکى ولسمشر د خلکو په رايو سره ټاکل کېږي، نو له همدې امله رايه ورکوي.

 دى زياتوي چې په برحاله حکومت کې يې د هستوګنې په ځاى کې فرعي سړکونه قير شوي او د څښلو پاکې اوبه هم ورته برابرې شوې دي.

امان الله له راتلونکي رييس جمهور څخه غواړي، چې له امو سيند څخه يې د کروندو خړوبولو له پاره کانال و کېندل شي.

کليواله ښځه :په برحاله حکومت کې کار شوى دى

د قوش تپې ولسوالۍ د چقمه چقور کلي اوسېدونکې امنه، چې ٤٠ کلنه ده وايي، چې په برحاله حکومت کې د دوى ژوند د ښه والي له پاره ډېر کارونه ترسره شوي دي.

ددې د معلوماتو له مخې، د ملي پيوستون پروګرام له لارې د دوى په کلي کې يو ٨ خونې لرونکى ښوونځى جوړ شوى، د کلي پر سړک يې کرېړ اچول شوى او د يوه روغتيايي کلينيک د جوړولو ژمنه هم ورسره شوې ده.

دا له راتلونکي ولسمشر څخه د لومړۍ غوښتنې په توګه د امنيت ټينګول او بيا د څښاک اوبه برابرول غواړي.

دې د ټاکنو په اهميت ټينګار وکړ، خو ويې ويل چې په دې شرط رايه ورکوي، چې امنيت وي.

د ښار اوسېدونکى: امنيت خراب شوى دى   

د شبرغان ښار دسرپل بندر اوسېدونکى فدامحمد وايي، چې رايه ورکول د ولسمشر په ټاکلو کې رغنده اهميت لري او غواړي، چې رايه ورکړي.

دى زياتوي چې په تېرو پنځو کلونو کې بډې، اداري فساد، جنګ، خپسه او ترهه زيات شوي دي.

دى وايي چې پر ځينو مثبتو کارونو هم سترګې  پټولاى نه شي، خو د ناامنۍ زيان د بيارغونې له ګټې زيات دى.

دغه ځوان د ولسمشرۍ له کانديدانو څخه ٦ تنه يې پېژني او وايي، چې که له راتلونکي ولسمشر سره مخ شي ورته وايي: ((د خداى له پاره لږ د دغې ټولنې او بېچاره ملت پر حالت  زړه ودردوه، که د نورو ستونزو په اړه جدي ګامونه نه شئ پورته کولى، لږ تر لږه د اداري فساد مخه خو ونيسئ او واليانو، مرستيالانو ته خو ووايي، چې له بربنډو بډو خو ډډه وکړي.))         

 د ښځو موسسې کارمنده: په چارو کې د ښځو ونډه زياته شوې

د غر موسسې د ښځو شبکې د روښانه راتلونکې پروژې مشره حميرا قاضي  زاده، چې ٤٥ کلنه ده وايي چې رايه ورکول د خلکو روا حق دى  او په ټاکنو کې ګډون کوي.

دې وويل: ((عادل جمهور رييس غواړو.))

دا وايي چې په تېرو پنځو کلونو کې په ژوند کې يې بدلون راغلى او دغه بدلون دا دى، چې ښځې کولى شي، چې چارې له نارينه وو سره ګډې  پر مخ يوسي، مخکې ورته دا زمينه برابره نه وه.

دې وويل چې د فرعي سړکونو قيرېدل او د کوڅو نومېدل دوه کارونه دي، چې د حکومت له خوا يې د هستوګنې په سيمه کې ترسره شوي دي.

دا وايي چې دولت دې د څښاک دپاکو اوبو د برابرولو او دګازو د شبکې د غځولو له پاره کار وکړي.

قاضي زاده وايي چې که له راتلونکي ولسمشر سره مخامخ شي، نو لومړنۍ غوښتنې يې ترې د سراسري امنيت ټينګول، د ښځو له پاره دکار د زياتې زمينې برابرول، د سواد دودولو ته د اسانتياوو برابرول او د ډېرو خلکو له پاره د کارونو پنځول دي.

حامد


غور- د خلکو ستونزې، غوښتنې او نظرونه
25/08/2009

چغچران

د زمری ٢٥مه، ۱۳۸۸ ، پژواک خبري اژانس

د غور ولايت يو شمير اوسېدونکي له بېکارۍ، د ښوونځيو له کمښت او صحي خدمتونو له نشتوالي څخه رنځ وړي، خو بيا هم دې ته چمتو دي، چې په راتلونکيو ټاکنو کې ګډون وکړي.

د غور مرکزي ولايت له کابل ښار څخه د۹۸۰ کيلومترو شاوخوا ليرې پروت دی او ۹ ولسوالۍ لري.

دغه ټاکنيز راپور د روانې مياشتې په درېيمه اونۍ کې د ٣ ښځو او ٦ نارينه وو د مرکو پربنسټ، چې د مرکز او ٤ ولسواليو اوسېدونکي دي، برابر شوی دی.

د غور ولايتي شورا ۱۵ څوکۍ لري، چې ٤ يې ښځو ته ځانګړې شوې دي، د دغې شورا راتلونکيو ټاکنو ته ۷۵ کسان کانديد شوي، چې ٦ يې ښځې دي.

کليواله: ښوونځی او کلينيک نه لرو

۳۱ کلنه نګينه د د دولت يار ولسوالۍ د دهمرده سېمې اوسېدونکې، چې تر اوم ټولګي پورې يې درس ويلی، د ښوونځيو له کمښت او تعليمي ستونزو څخه شکايت لري.

د دې په وينا، د کلي ښوونځی يې ودانۍ نه لري او ماشومان په خېمو کې درس وايي، چې د ګرمۍ له امله ناروغان کېږي.

دا همداډول وايي چې په سيمه کې ېې يو کلينيک دی، خو درمل په کې نشته او يو ډاکټر لري، چې دی هم ډېری وخت غير حاضر وي.

خو نګينه ټولې ښځې په ټاکنو کې ګډون ته رابولي.

دې زياته کړه: (( بايد ټولې ښځې په ټاکنو کې ګډون وکړي، ترڅو وکولی شي يو عادل، زړه سواند او مسلمان ولسمشر وټاکي، چې دښځو حقونو ته پام وکړي او غوښتنو ته يې احترام ولري.))

موټر چلوونکی: پوليس پيسې غواړي

۲۵ کلن محمد نسيم د دولينې ولسولۍ اوسېدونکی د بس موټروان دی، دی وايي چې ژوند يې د خوراکي توکيو دبيو د لوړوالي له امله، له کال څخه بل ته لا خرابېږي.

دی زياتوي چې د سيمې سړک يې خام  دی، موټر يې زر خرابېږي او ګټه يې بېرته د موټر په جوړولو لګېږي.

همدارنګه ادعا لري، چې پوليس ترې په بېلا بېلو بانو پيسې  اخلي.

دغه چلوونکي، چې په تېرو ټاکنو کې يې برخه اخيستې وه، اوس دې کار ته نه دی حاضر.

ده په دې اړه وويل: ((په تېرو ټاکنو کې مې رايې ورکولو په ژوند کې کوم مثبت بدلون نه دی راوستی.))

دولتي مامور: کار شته دی، خو معاش لږ دی

محمد سردار اميري، چې ۳۴ کاله عمر لري، د چخچران مرکز د دهن کاسي سيمې اوسېدونکی دی.

دی وايي چې ٥ کاله وړاندې کارونه  نه و، خو اوس په دولتي ادارو کې کار شته، مګر معاش يې کم دی او بسنه نه کوي.

دغه دولتي مامور د سړکونو له  کمښت او خرابۍ څخه شکايت لري او وايي، چې ډېری کلي سړکونه نه لري او کوم  سړکونه، چې شته  هم، خامه او خراب دي .

دی په دې اړه چې ولې په ټاکنو کې برخه اخلي؟ وويل: ((د مثبت بدلون، سالمې ادارې او له فساد څخه د پاکې ادارې لپاره.))

دی وايي چې په ٥ تېرو کلونو کې يې په کلي کې د حکومت له خوا هېڅ کار نه دی شوی.

نالوستې ښځه: له وېرې په ټاکنو کې ګډون نه کوم

۴۲ کلنه ګل فېروزه، د چخچران د بادګان کلي اوسېدونکې وايي چې په تېرو ٥ کلونو کې يې په ژوند کې هېڅ مثبت بدلون نه دی راغلی.

دا اندېښمنه ده چې ګواکې ټاکنې به په سم ډول ترسره نه شي او بيا به جګړې پيل شي.

فېروزې په دې اړه چې په ټاکنو کې برخه اخلي؟ وويل: ((نه، ځکه وېرېږم، چې د ټاکنو په ورځ وضعيت خرابه نه شي.))

دغه مېرمن له راتلونکي ولسمشر غواړي، چې په سيمه کې يې سړک، ښوونځي او پلونه جوړ کړي او طالبان، چې د درس ويلو مزاحمت کوي د باندې وباسي.

ځوان: ژوند لږ څه ښه شوی دی

۲۰ کلن نور اغا د مرکز اوسېدونکی، چې تازه له دولسم ټولګي فارغ شوی دی. دی د اوسني حکومت له کار څخه خوښ دی او وايي: ((په سيمه کې مو ښوونځي جوړ شوي او ماشومان ښوونځيو ته ځي.))

نور اغا، چې د ۷ کانديدانو له نومونو سره بلد دی وايي، چې داسې يو کانديد يې په پام کې دی، چې د راتلونکي لپاره ښه پلان ولري او وکولی شي د اختلاس او رشوت مخه ونيسي.

نوراغا وايي چې په اوسني حکومت کې د نجونو لپاره ښوونځي پرانېستل شوي او کولی شي، چې درس ووايي. له دې  سره سره، چې ښوونځي ودانۍ، مسلکي ښوونکي او پوره کتابونه، نه لري.

دغه ځوان وايي چې له راتلونکي ولسمشر بيا جوړونه اوامنيت غواړي.

 

د معارف مامور: مسلکي ښوونکي نشته

۵۰ کلن نظام الدين نوري د تيوره ولسوالی اوسېدونکی او د همدې  ولسوالۍ د معارف رييس دی.

نوري وايي چې د ښوونکيو معاش کم دی، له همدې امله مسلکي او د لوړو زده کړو لرونکي ښوونکي نه غواړي، چې په کم معاش د ښوونکي دنده ترسره کړي.

ده همدا ډول د درسي کتابونو، د ښوونځيو د ودانيو، د سړکونو او کلينيکونو له کمښت څخه شکايت وکړ.

نوري وايي چې په ټاکنو کې ګډون کوي او داسې يو کانديد ته به رايه ورکړي، چې د اقتصادي او بنسټيزو پروژو پروګرامونه ولري.

دی وايي چې په سيمه کې يې دکليو دپراختيا وزارت، د ملی پيوستون د پروګرامونو له لارې ځينې ټولګټې پروژې لکه (د اوبو د څاګانو کېندل، د استنادي دېوالونو جوړول، د فرعي او.... سړکونو جوړول) پلي شوې دي.

د هټيوالو د اتحاديې رييس:  د تجارت د پرمختيا زمينه دې برا بره شي

د چخچران اوسېدونکی نظر محمد وايي چې د تېرو ٥ کلونو په پرتله يې ژوند ښه شوی، خو دا حکومت نه دی ښه کړی، دی خپل شخصي کاروبار کوي.

دی په ټاکنو کې ګډون  نه کوي او باوري دی، چې د ولس جمهور رييس يې د خلکو رايه نه، بلکې د بهرنيانو ملاتړ ټاکي.

نظر محمد د سړکونو، برېښنا، د څښلو اوبو نشتوالی او فقر او بېکاري دسيمې لويې ستونزې بولي.

ده دخپل کلي د ستونزو په اړه وويل: (( فقر او بېکاري ډېر شوي دي او بيې هم لوړې ختلې دي، خلک د غذايی توکيو د رانېولو وس نه لري.))

نظر محمد زياته کړه چې لومړۍ غوښتنه يې له راتلونکي ولسمشر څخه دا ده، چې يو عادل او له فساد څخه پاک حکومت رامنځ ته کړي.

کارګر: په ژوند کې مې هېڅ مثبت بدلون نه دی راغلی

۲۹ کلن محمد قربان  دچارصدې ولسوالۍ اوسېدونکی وايي، چې ٥ کاله مخکې يې هم په ايران کې مزدوري کوله او اوس هم په همغه هېواد کې مزدوري کوي.

دی وايي چې که په خپل هېواد کې يې کار پيدا شي، نو دباندې به هېڅ لاړ نه شي، ځکه دباندې تلل مساپري او ډېر لګښت غواړي.

دی د سړک او کلينيک نشتوالی او بېکاري د خپلې سيمې لويې ستونزې بولي.

دغه ځوان وايي چې له کلي تر ولسوالۍ يې سړک نشته او خلک ٣ ساعته پلی مزل کوي.

دی د رايې ورکولو کارت لري، خو وايي چې په سيمه کې يې د رايې ورکولو ځای نه دی جوړ شوى او نه شي کولی، چې ګډون وکړي.

دغه ځوان د کانديدانو پر شعارونو باور نه لري او وايي، چې دوی د رايې لاسته راوړلو لپاره شعار ورکوي، خو هېڅ کار به ونه کړي.

د مياشتنۍ مسوول مدير: غواړم په خپله رايه بدلون راولم

ليدا عرفاني د شهروند مياشتنۍ مديره، چې تر دولسم ټولګي پورې يې زده کړې کړې او د ولايت په مرکز کې اوسېږي وايي، چې د پام وړ کاندی يې داسې يو څوک دی، چې تحمل ولري، فساد له منځه يوسي او د ښو پروګرامونو لرونکی وي.

دا په ټاکنو کې برخه اخلي او وايي: ((زه غواړم د خپلې رايې له لارې استبداد ته د پای ټکی کېږدم.))

دا د خپل  ولايت لويې ستونزې د سړک نشتوالی، بېکاري او فقر بولي.

دا له راتلونکي ولسمشر څخه د عادل نظام او ژمنې کابينې غوښتونکې ده، ترڅو د خلکو ستونزو ته پام وکړي.

ليدا وايي چې په اوسني حکومت کې د کار څښتنه شوې او همدا ډول يې په سيمه کې پلونه او  دکليو سړکونو جوړ شوي دي.

  محمد حسن حکيمي


د اروزګان د خکو غوښتنې، ستونزې او نظريات
09/08/2009

ترينکوټ

زمري ١٨مه ، پژواک خبري اژانس ١٣٨٨

 

  که څه هم د مرکزي ولايت اروزګان اوسېدونکي له ر اتلونکي ولسمشر څخه بېلابېلې غوښتنې لري ، خو د امنيت ټينګښت ، دبېکارۍ له منځه وړل  او د اوبو بندونه جوړول يې د ټولو غوښتنو په سر کې ر اځي .                                                                                                                          

د شپږو ولسواليو لرونکى دغه مرکزي ولايت ، چې دکابل سوېل لوېديځ ته په شاوخوا ٦٧٠ کيلومترۍ کې موقعيت لري ، په ولايتي شوراکې ۹  څوکۍ لري ، چې ٣  يې مېرمنو ته ځانګړې شوې دي .

 

خو ددغه ولايت دټاکنودخپلواک کمېسيون د وروستي لست له مخې، يادې شوې شوراته ۲۶تنو ځانونه کانديد کړي ، چې يواځې دوه يې مېرمنې دي .

 

د سړک دغاړې ماينونه ، راکټي او مخامخ وسلوال بريدونه، د بهرنيو ځواکونو له خوا خپلسري عمليات هغه څه دي ، چې ددغه ولايت د يو شمېرخلکو ژوند يې له ګواښ سره مخ کړى دى .

خو له دې سره سره بيا هم ددغه ولايت ځينې خلک غواړي ، چې خپلې رايې وکاروي او د خپلې خوښې ولسمشر او د ولايتي شورا غړي وټاکي .

د راتلونکيو ټولټاکنو په اړه دغه راپور د ياد شوي ولايت دمرکز او پنځو  ولسواليو له لسو تنو سره ( چې دوه يې مېرمنې دي )  د مرکو په ا ساس په روانه ا ونۍ کې  چمتو شوى دى .

 

د اولادونو مور:  نور جنګ بس ده

 

 د اروزګان د مرکز ( ترينکوټ ) اړوند د طوري کلي اوسېدونکې ٥٥کلنه  خيال بي بي وايي چې جګړې ترې شپږ زامن اخيستى او اوس هيڅوک نه لري .

 دغه مېرمن ، چې په وينا يې زامن يې په بېلابېلو رژيمونو کې وژل شوي ، له راتلونکي ولسمشر څخه غواړي، چې خلکو ته امنيت راولي او يوه مړۍ ډوډۍ ورته پيد اکړ ي .

بي بي وايي چې په سيمه کې يې  طالبان ډېر شوي او اوس هم له ناامنيو په وېره کې ده .

هغه زياتوي : (( ... زه اوس هيڅوک نلرم ، نوپه همدې خاطرمې له جنګه  ډير بد راځي  . )) 

 خيال بي بي د ولسمشرۍ له موجودو ٣٧ کانديدانو څخه يواځې د حامد کرزي نوم پېژني .

هغې ددې پوښتنې په ځواب کې چې  ولې يې د ولايتي شورا درېيو څوکيو ته يواځې دوه مېرمنو ځانونه کانديد کړي ؟ وويل چې مېرمنې له طالبانو په وېره کې دي .

هغې ددې پوښتنې په ځواب کې چې  ولې مېرمنې له طالبانو وېريږي ؟ وويل : (( ته خبريال يې ، ته لس کيلومتره له ښاره وتلای شی ؟ نو موږناقي مه ګډوی تاسې ته هرڅه معلوميږي  چې څه روان دي . ))

 

موټروان : والي او ولسوالان بايد د خلکو په خوښه وټاکل شي

 د چورې ولسوالۍ اوسېدونکى دين محمد چې يو موټر چلونکى دى ، وايي چې د موجوده نظام د بدنامۍ يو لامل د خلکو له خوښې پرته د والي او ولسوالانو مقررول دي .

 هغه وايي چې که والي او ولسوالان د خلکو په خوښه وټاکل شي، نو خلک حکومت خپل ګني او همکاري ورسره کوي .

هغه همدارنګه  په تېرو اوو کلونو کې شوي  کارو نه بې کيفيته بولي او تور لګوي چې  ولسوالان او  امنيه قوماندانان د پروژو له قرارداديانو څخه پيسې اخلي او دکار کيفيت خرابېږي .

 

حاجي محمدولي : ولسمشر د خلکو په  رايو ټاکل کېږي

 

د دهراود ولسوالۍ اوسېدونکی حاجي محمد ولي په راتلونکيو ټاکنو باوري دى او وايي چې دا به ترسره کېږي او هره يوه رايه به شمارل کېږي .

هغه وايي چې که څه هم په تېرو پنځو کلونو کې يې ژوند نه دى ښه شوى، خو په ټاکنو کې ونډ ه اخلي .

 د نوموړي په وينا، دا چې سم کار نه کېږي علت يې دادى چې واليان او ولسوالان په اداري فساد ککړ دي .

ولي ، له راتلونکي ولسمشر څخه د امنيت له ټينګښت وروسته د ښوونځيو ، روغتونونو جوړول او د څښلو د پاکو اوبو د چمتو کولو غوښتنه کوي .

 

يوه مېرمن : ولايتي شورا ته به خپله ملګرې کاميابه کړم

 

د ترينکوټ د طوري کلي اوسېدونکې ۳۵کلنه بوبو وايي چې امنيت له ټولو مهمه اړتيا ده .

 دغه مېرمن چې په وينا يې د ښځو چارو رياست له لارې يې په يوه کورس کې کالي ګنډل زده کړي او د کاليو ګنډلو ماشين او اړين توکي يې ترلاسه کړي ، د طالبانو له ګواښ سره ځان مخ ګڼي .

 بوبو وايي چې طالبانو ورته ګواښ کړى چې کار پرېږدي که نه وبه وژل شي، خو هغه زياتوي چې د کورسرپر ستي ور له غاړې ده او مجبوره ده ، چې کار وکړي .

 هغې زياته کړه : (( اوس هرورځ په دی وېره کې يم چې اوس به مې  په مرمۍ وژني  او اوس به مې وژني . ))

هغه وايي چې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې هم برخه اخلي او ولايتي شورا کې هم .

 هغې د ولايتي شورا په ټاکنو کې د برخې اخيستنې په اړه وويل  : ((  خپله رايه ځکه کاروم، چی خپله ملګرې  کاميابه کړم ، چی موږته کاروکړي . ))

 

 بزګر : شرعيت دې پلى شي

 

۵۰ کلن محمد قصر د ترينکوټ ښار اوسېدونکی په دې باور دى ، چې ترڅو شرعي احکام نه وي پلي شوي ، هيڅ حکومت  به بريالى نه شي .

 

هغه وايي چې له راتلونکي ولسمشر څخه يې هيله داده، چې  هر مجر م ته د شرعيت له قانون سره سم سزا ور کړي .

هغه د بېلګې په توګه وايي چې د غله لاس بايد په عام محضر کې غوڅ شي، ترڅو نورو ته عبرت شي او  غلا ونه کړي .

هغه باوري دى ، چې رايې د ولسمشر په ټاکنو کې ار زښت لر ي او له همدې کبله رايه کار وي .

 دى وايي چې په سيمه کې يې  په پنځو کلونو کې کوم کار نه دى شوى ، خو درې کاله وړاندې  يې په کلي کې پر  يوه پله کار پيل شوى وه او ټاکل شوې وه ، چې په يوه کال کې بشپړ شي، خو تراوسه نه دى مکمل شوى .

 

 يو حکومتي کارکونکى : اوبه دې مهار شي

د خاص اروزګان ولسوالۍ اوسېدونکى جانان اکا وايي چې د اداري فساد له ورکولو وروسته دوهمه غوښتنه يې د اوبو مهارول دي .

 هغه وايي چې اروزګان دومره اوبه لري، چې په رودونو کې نه ځايږي ، خو دوى ته يې هيڅ ګټه نشته .

هغه زياته کړه : (( په دغو اوبو زموږ په کلي کې يو څرخ هم نه دى تاو شوى . ))

اکا وايي چې حکومت بايد دغو اوبو ته بندونه جوړکړي ، ترڅو د اروزګان کر وندې  او باغونه پرې خړوب شي او خلکو ته برېښنا برابره شي .

اکا وايي چې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې رايه ځکه نه کاروي ، چې ولسمشر دده په وينا، خارجيان ټاکي او په ولايتي شورا کې رايه کاروي او هغه کانديد ته به رايه ورکړي، چې پيژني يې .

 

يو ځوان : په حکومتي ادارو کې دې قومي توازن په پام کې ونيول شي .

 

خيبرڅپاند د چنارتو ولسوالی اوسېدونونکی ، چې تر ١٢ ټولګي پورې يې زده کړې کړي ، وايي چې که امنيت وي نو رايه به ورکړي .

هغه پرحکومت نيوکه کوي او وايي چې اروزګان ته يې هيڅ پاملرنه، نه  ده کړې .

د نوموړي په وينا ، په دغه ولايت کې تر اوسه حتى يو پارک نشته ، چې خلک په کې تفر يح ته راټول شي .

دغه ځوان وايي چې له ولسمشر څخه يې  غوښتنه داده چې  ټولو قومونوته بايدپه مناسب ډول په اداروکی برخه ور  کړی .

د نوموړي په وينا ، دا اوسنۍ ګډوډۍ هم له همدې کبله ده او که په راتلونکي کې دا کار ونه شي، نو بيا به همدا ګډوډي وي . 

هغه په خپل کلي کې د حکومت شوي کارونه ډېر لږ ګڼي او وايي چې ددوى په کلي کې دوه پولګوټي ، يو څو د لاسي بمبو لرونکې  د اوبو څاګانې جوړې شوې دي .

 

 مدرسې او ښوونځي دې جوړ شي

  

د چهار چينو ولسوالۍ اوسېدونکى انعام الله وايي چې له  راتلونکي ولسمشر څخه يې  هيله داده چی د ښوونی اوروزنی په برخه کی کار وکړي، مدرسی او ښوونځي جوړکړي .

 

 د نوموړي په وينا، د ښوونځيو او مدرسو د کموالي له کبله يې په ولايت کې د سواد کچه ډېره ټيټه د ه .

 هغه په سيمه کې په  نشه د روږدو کسانو ددرملنې په موخه د يوه روغتون د جوړولو غوښتنه هم کوي او وايي چې ډېرى ځوانان په نشو روږدي شوي دي .

هغه د رايو د ارزښت په اړه وايي :  (( ولسمشر زموږپه رايو  ټاکل کيږی داکه هرڅوک وايي زه ورسره موافق نه يم چی امريکا زموږلپاره ولسمشرټاکي . ))

 

خبريال :  ولسمشر امريکا ټاکي

 

نعمت الله فريادي په ترينکوټ کې دملي راډيوخبريال وايي چی په کلي کې يې  لومړنۍ ستونزه د امنيت نشتوالى او  د بهرنيانولخواخپلسرې تلاشۍ دي .

فريادي وايي  چې اوس يې ژوند ځکه ښه شوى چې کار کوي او پخوا يې يواځې پلار کار کاوه .

هغه وايي چې په ټاکنو کې ځکه برخه نه اخلي، چې په باور يې ولسمشر بهرنيان ټاکي، نه د خلکو رايې .

هغه ددې پوښتنې په ځواب کې چې که له ولسمشر سره مخ شي ، يواځينۍ غوښتنه به يې ترې څه وي ؟ وويل چې ترې غواړي استعفا وکړي، ځکه چې ولس ترې هيلې لري او رييس جمهور د بهرنيانو د شتون په صورت کې  دغه هيلې نشي پوره کولى او يواځې د يوه سمبول نقش لري  .

 

 د نوموړي د معلوماتو له مخې،  په موجوده حکومت کې يې  کلي کې   ۸ متره استنادی ديوال او  ۳ پولګوټي جوړي شوي دي .

 دولتي مامور : ولسمشر بهرنيان نه ټاکي

 

د مرکز دلرې پراته کلي ګرماوې اوسېدونکى شيرمحمداقبال چې د مخابراتواوتکنالوژی رياست کارکونکی دى  وايي چی د امنيت او بيارغونې نشتوالى يې لومړنۍ ستونزې دي .

هغه وايي چې که له ولسمشر سره مخ شي ، نو ورته به ووايي چې له ولس سره د هغه څه په اړه ژمنه وکړي چې پوره کول يې  په وس کې وي .

اقبال وايي چې په ټاکنو کې برخه اخلي او دا نه مني چې ولسمشر امر يکا ټاکي .

 د هغه په وينا ، که داسې وي، نو کانديدانو به په کمپاين دومره لګښتونه نه کول او يو د بل پر وړاندې به يې مبارزه نه کوله .

هغه زياته کړه :((  د دوی ( کانديدانو )  له منډوترړومعلوميږي ،چې  ټاکنې افغانان کوي، نه امريکا دا يو تبليغ دی . ))

احمد اميد خپلواک

کندوز- د خلکو ستونزې، غوښتنې او نظريات
13/08/2009

د کندوز ولايت يو شمېر خلک له اوسني حکومت څخه له نارضايتۍ  سره – سره چمتو دي، چې په ټاکنو کې برخه واخلي، بې امني او د قانون نه پلي کول د دغه خلکو له لويو ستونزو څخه دي.

د کندوز سرحدی ولايت شاوخوا 340  کيلو متره له کابل ښار څخه واټن لري او له تاجکستان سره ګډه پوله لري.

په دغه ولايت کې ٦ ولسوالۍ دي، ولايتي شورا يې 15 غړي لري، چې ٤ يې ښځې دي.

د ولسواليو په ځينو برخو کې د طالبانو شتون، د سړک د غاړې ماين چاودنې، ځانمرګي بريدونه، د وېرې اچوونکيو  پر ضد د داخلي او بهرنيو ځواکونو عمليات، د طالبانو له خوا د عشر راټولول او د دولتي او موسسو کارکوونکو ته  ګواښونه هغه څه دي، چې  د خلکو ژوند يې له ګواښونو سره مخ کړی دى.

دغه ګزارش د زمري مياشتې په ٣مه، اونۍ  د مرکز او ٤ ولسواليو د هغو ۹ اوسېدونکيو  د مرکو پر بنسټ جوړ شوی، چې ٢ يې ښځې دي.

سپين ږيری: د دولت له فعاليت څخه بايد سترګې پټې نه شي

ارباب مير غوث الدين، چې د چهار درې ولسوالۍ د منګتپې کلي سپين ږيری دی، وايي چې داوسني حکومت په ٥ کلنه دوره کې ځينې کارونه سر ته رسېدلي دي.

دی وايي، په کلي کې يې ښوونځی جوړ شوی، په سړک جغل اچول شوی او زوی يې په پوهنتون کې درس وايي، چې دا ټول په ژوند کې مثبت بدلون دی.

خو دی  زياتوي  چې له يوه کال راهيسې د سيمې امنيت ډېر خراب شوی دی.

دی په دې  اړه، چې له راتلونکي ولسمشر يې غوښتنې څه دي؟ وايي: (( په لومړي ګام کې مو غوښتنه د امنيت راوستل او له هغه وروسته  د بيا جوړونې کارونه او  خلکو ته خدمت دى.))

دغه سپين ږيری وايي چې په دې شرط په راتلونکيو ټاکنو کې برخه اخلي، چې په کلي کې يې د رايې ورکولو ځای جوړ شي، ده د ټاکنو پر ارزښت ټينګار وکړ او ويې ويل:

(( ځکه رايه رکوم، چې د يوه ښه سړي له ټاکلو پرته بله لاره نه لرو.))

دوکاندار: دولتي ادارې د خلکو پوستکی وباسي:

28 کلن پاينده محمد د کندوز ښار د څلورمې ناحيې اوسېدونکی او د دغه ښار يو دوکاندار دی.

دی وايي چې په تېرو پنځو کلونو کې  يې په شخصي ژوند کې کوم بدلون نه دی راغلی او د دوکاندارۍ له لارې د خپلې کورنۍ نفقه پوره کوي.

دی وايي چې جمهوري رياست  ته د41 کانديدانو له ډلې څخه ٤ کسان پېژني او دهغوی له پېژندلو سره علاقه لري. ده په دې اړه وويل: (( موږ ته څه په درد خوري او څه په درد يې را ته خوړل؟  ولا چې موږ په خپله تکليف و نه باسو، که دولت هېڅ مرسته وکړي.))

ده د کندوز د ښار له امنيت څخه خوښي وښوده، خو له اداري فساد څخه يې شکايت وکړ.

ده زياته کړه: (( خدای دې څوک دولتي ادارې ته نه احتیاجوي که نه د سړی پوست وباسي. زموږ لويې ستونزې په دولتي ادارو کې اداري فساد دی  او په لږ وخت کې کار نه خلاصوي.))

دغه ځوان د رايې ورکولو کارت اخيستی، خو د کارونې اړوند يې شکمن دی.

دی وايي: ((تر اوسه مې تصميم نه دی نيولی، چې چا ته رايه ورکړم، کله وخت فکر کوم، چې هېچاته هم رايه ورنه کړم، خو بيا هم داچې له ټولو څخه د ټاکنو د ارزښت په اړه اورم، نو بيا مې زړه کېږي، چې يوه ته رايه ورکړم.))      

موټر چلوونکی: د رايې ورکولو کارت  مې پټ ساتم:

محمد سعيد 40 کلن دی او د چهاردرې ولسوالۍ د باسوس کلي اوسېدونکی دی. دی اوس د موټر چلولو له لارې د کور لګښت پوره کوي.

دغه چلوونکی وايي چې له تېرو پنځو کلونو راهيسې يې ژوند ښه شوی، دی په خپله ډرېوري کوي او  زوی يې په يوه موسسه کې کار کوي.

خو دی د امنيتي حالت په اړه په وېره کې دی او وايي:

(( که له يوې خوا ژوند ښه شوی، له بل پلوه يوه بله ستونزه رامنځ ته شوې ده، يعنې په لنډ ډول درته ووايم ، چې څوک موږ  ارام ژوند کولو ته نه پرېږدي.))

دغه چلوونکی وايي چې د طالبانو له وېرې ولسوالۍ ته نه شي تلای، دا وايي چې په کلي کې د طالبانو له وېرې کارتونه نه دي ورکړل شوي او له مرکز څخه يې اخيستی دى.

د محمد سعيد د څرګندونو له مخې، وسلوال طالبان ځينې وخت د سپرلۍ موټرونه او آن موټر چلوونکي هم تلاشي کوي، ځکه خو يې د رايې کارت په کور کې پرېښی او د ټاکنو په ورځ يې له ځان سره ښار ته وړي او په يو ځای کې به رايه ورکوي.

له ولسمشر څخه د دغه چلوونکي لويه غوښتنه  د امنيت ساتل او د خلکو لپاره د کار اسانتيا رامنځ ته کول دي.

ملا امام: د داخلي مدرسو طالبان، خپل هېواد نه ورانوي:

ملا عبدالغفور، چې30 کلن دی او له څلورو کلونو راهيسې د د شت ارچي ولسوالۍ د قرلق کلي د جومات ملا دی.

د دين دغه عالم په دې اړه چې ايا په تېرو پنځو کلونو کې يې په ژوند کې کوم بدلون ليدل کېږي که نه؟ پژواک خبري اژانس ته وويل: (( په ژوند کې مې ځانګړی  بدلون نه دی راغلی او ورځ په ورځ مې ستونزې ډېرېږي!))

ملا عبد الغفو وايي چې اوس مهال يې لويه ستونزه د قانون نه پلي کېدل دي.

دی وايي: (( قانون لرو، خو څوک يې نه عملي کوي، يو کس وژل کېږي، خو څوک يې پوښتنه نه کوي، غل کور وهي، څوک يې پوښتنه نه کوي او... خو که قانون وي، نو بايد دولت پوښتنه وکړي او مجرم ته جزا ورکړي.))

ملا عبدالغفور د ټاکنو په اړه وويل: (( انتخابات خو ښه کار دی او کوم شرعي موانع په کې نشته، ما کارت اخيستی او داسې يو چا ته رايه ورکوم، چې مسلمان او قانون مند وي او قانون په ټولو باندې په يو ډول پلی کړي.))

غفور زياتوي: (( په دې خاطر غواړم يو مسلمان ته رايه ورکړم، چې ديني مدرسو او ديني مسايلو ته پاملرنه ولري او د اخلاقي فساد او فحشا پر وړاندې مبارزه وکړي.... ))

ملا عبدالغفور د ښاغلي کرزي له ٥ کلنې دورې څخه نارضايتي ښيي او وايي، چې که په هېواد کې يې د ديني زده کړو لپاره کارونه شوي وای او  ډېرې ديني مدرسې جوړې شوې وای، نو اوس به مو هېواد، دغه حالت ته نه رسېده.

د ده په وينا، کله چې افغاني طالبان په افغاني مدرسو کې درس ووايي، هېڅ وخت خپل هېواد نه ورانوي.

کليواله ښځه: انتخابات څه شی وي؟ 

35 کلنه نفسه، چې اوسمهال د قلعه زال ولسوالۍ په ظلم اباد کې ژوند کوي.

دغه کونډه ښځه د ٧ اولادونو سرپرستي پر غاړه لري.

دا چې له خپل زاړه پلار سره  دمعدې ناروغۍ د درملنې په موخه کندوز ښار ته راغلې وه، د ټاکنو په اړه يې هېڅ معلومات نه لرل.

ده په دې اړه وويل:((ما ته مې پلار او اولادونه هر شی دي، که دوی نه وي هېڅ ژوند نه شم کولی، زه سواد مواد نه لرم، د انتخاباتو نوم مې اورېدلی، خو نه پوهېږم، چې څه شی دى.))

دې د پخو سړکونو نشتوالی د سيمې لويه ستونزه وبلله او ويې ويل، کله چې له ښار څخه بېرته ګرځي، نو څو ورځې يې د سړک د خرابوالي له امله د بدن غړي درد کوي.

دا له راتلونکي ولسمشر غواړي، چې دغه سړک قير او له غريبو خلکو سره مرسته وکړي.

ژورنالېست: ټاکنې د خلکو برخليک ته بدلون ورکوي:

د هېواد په شمال کې د اشنا غږ راډيو خبريال، ګل رحيم نيازمند، چې د کندوز ولايت اوسېدونکی دی، وايي چې په تېرو پنځو کلونو کې ېې اقتصادي وضعيت ښه شوی، خو که د خلکو ستونزو ته وګورو او د نړيوالې ټولنې او نړيوالو پام افغانستان ته په پام کې ولرو،  نو په دې هېواد کې لږ کارونه شوي، په تېره په کندوز ولايت کې.

نيازمند وايي چې د دې لپاره يې د ټاکنو کارت اخيستی، چې يواځې انتخابات کولی شي د افغانستان د خلکو برخليک معلوم کړي، نو ځکه په کې برخه اخلي.

نيازمند په دې اړه چې په سيمه کې يې کومې لويې ستونزې شته، چې تر اوسه پاتې دي؟ ويې ويل: ((موږ په ښارکې ژوند کوو، خو په ښار کې لږ کارونه تر سترګو کېږي، سره له دې چې دولت مې له معاش څخه ماليه اخلي، خو پوخ سړک نه لرو، سم تعليمي سيستم نه لرو، ښار له کثافاتو ډک شوی دی او صحي خدمات هم په اساسي ډول وجود نه لري.))

نيازمند په دې اړه، چې که له ولسمشر سره مخ شي، نو څه پيغام به ورته ولري؟ وويل: ((که زه له جمهور رييس سره مخ شم، نو ورته وايم، چې هيله ده نور د شخصي ګټو لپاره کار ونه کړې، د جيب خوله دې وتړه او يو څه د ملت په فکر کې شه.))

محصل: يوه رايه هم ارزښتمنه ده:

۲۶ کلن ځوان محمد سردار، چې د کندوز ښار د څلورمې ناحيې اوسېدونکی دی، اوسمهال  د ننګرهار پوهنتون د حقوقو پوهنځي په څلورم ټولګي  کې محصل دی.

دی د ښوونځيو، پوهنتونونو، تعليمي بنسټونو، د سړکونو قيرکول، د کلينيکونو جوړول او... د اوسني حکومت له لاسته راوړنو څخه ګڼي.

دی همدا ډول وايي چې له سياسي اړخه، په تېرو ٥ کلونو کې له ډېرو هېوادونو سره د افغاستان  اړيکي پياوړي شوې او له کلنو ورسته يې تازه څېره نړيوالو ته ور پېژندلې ده.

سردار وايي چې دی د ټاکنو ورځې ته په تمه دی، چې وکولی شي د خپلې خوښې کانديد ته رايه ورکړي.

دغه ځوان وايي چې رايه ځانګړی ارزښت لري، که څه هم يوه رايه وي، ځکه يوه رايه هم کولی شي د ملت برخليک بدل کړي.

د محمد سردار په وينا، که څه هم امنيتي شرايط ډېر خراب شوي دي، خو شفاف انتخابات کولی شي وضعيت ښه کړي

 

دولتي کارکوونکی: اوسنی حکومت له 30 لسيزو پخوانيو حکومتونو څخه ښه دی

رحمت الله همنوا د کندوز ولايت د خان اباد ولسوالۍ اوسېدونکی دی، چې اوس 40 کاله عمر لري او په اطلاعات و فرهنګ رياست کې دنده لري.

همنوا، د حکومت اوسنۍ ٥ کلنه دوره د خپل ځان او ټولو افغانانو لپاره يوه ښه دوره بولي او وايي، چې نظر تېرو ٣٠ کلونو ته دغه حکومت او نظام ښه دی.

همنوا وايي چې د رايې ورکولو کارت يې اخيستی او غواړي، چې په ټاکنو کې ګډون وکړي.

ده زياته کړه: (( دا چې رايه ارزښت لري، نو هرڅوک چې راتلونکی ولسمشر کېږي، حتمي به د ملت غوښتنې پر ځای کوي ما هم يو کانديد غوره کړی، چې د هېواد د پرمختګ لپاره ښه پروګرامونه لري او رايه ورکوم.))

دی نا امني د خلکو لويه ستونزه بولي او وايي:

((له دې کبله چې امنيت نه وي، نو که نورې اسانتياوې هم وي، خلک په ارامۍ ژوند نه شي کولی.))

همدا ډول دی د کارکوونکيو د معاشونو د ډېروالي غوښتونکی شو.

د ولايتي شورا غړې: له امنيت پرته د ښځو سياسي فعاليت امکان نه لري

45 کلنه ډاکټره حبيبه عرفان  د کندوز د ولايتي شورا غړې ده.

دا چې په کندوز ښار کې اوسېږي، د اوسني حکومت ٥ کلنه دوره بې کاره بولي او وايي، چې اصلاً فکر کوي، په هېواد کې هېڅ نظام شتون نه لري.

عرفان زياته کړه: (( هغه وخت چې موږ د حکومت او حکومت دارۍ له لرلو لافې وهو، نو بيا بايد په رښتيني ډول د خلکو حکومت ولرو، دولت بايد قانون پلی کړي، د خلکو لپاره خدمت وکړي او امنيت راولي، ورځ په ورځ فقر، بېچاره ګي، تاوتريخوالی او... ډېرېږي.))

عرفان وايي چې دې د رايې ورکولو کارت اخيستی او غواړي، چې په ټاکنو کې برخه واخلي او هغه چا ته رايه ورکړي، چې قاطع  او د ملت غمخور وي.

حبيبه عرفان په دې اړه چې په سيمه کې يې لويې ستونزې څه شی دي؟ پژواک خبري اژانس ته وويل: ((د امنيت تامينول ډېر اړين دي، اوسمهال ښځې نه شي کولی، په ښارونو او آن په خپلو کورونو کې په ارامه ژوند وکړي، هره لحظه له ګواښ سره مخ دي، هغه وخت چې امنيت نه وي، نو هېڅ وخت موږ ښځې نه شو کولی سياسي فعاليت ولرو.))

دغه ښځه وايي چې د قانون  نه پلي کول او اداري فساد هم د دغه ولايت له لويو ستونزو څخه ګڼل کېږي.

دې زياته کړه: (( ما د قانون د نه پلي کېدلو او اداري فساد له امله راتلونکې ولايتي شورا ته ځان کانديد نه کړ، ځکه هره ښه طرحه مې چې ادارې ته وړاندې کړې، څوک نه و، چې قانون ومني او طرحه عملي کړي.))

 عبدالمتين سرفراز


سمنګان- دخلکو ستونزې، غوښتنې او نظريات
12/08/2009

 

ايبک

د زمري ٢١مه،۱۳۸۸ ، پژواک خبري اژانس

د څښلو د صحي اوبو او دښوونځيو کمښت، د سمنګان ولايت له لويو ستونزو څخه دي، د دغه ولايت اوسېدونکي وايي چې په راتلونکيو ټاکنو کې برخه اخلي او له راتلونکي ولسمشر غواړي، چې دغه ستونزې يې  هوارې کړي.

د دغه ولايت په ځينو سيمو کې  خلک د (کندې) په نامه زېرمه جوړوي او په هغه کې د باران او وارو اوبه زېرمه کوي. د سمنګانو د ډېرو سيمو تر ځمکه لاندې اوبه، ډېرې ټيټې او آن په څو سوه مترو کې دي، چې د خلکو له امکانه وتلې دي. همدارنګه دغه ولايت د ښوونځيو د ودانيو له کمي سره مخ دی، د سمنګانو د ښوونې او روزنې د رييس د معلوماتو له مخې، دغه ولايت ۲۱۹ فعال ښوونځي لري، چې دهغو له ډلې څخه يې ۸۱ ودانۍ  لري.

 دغه ولايت، چې د شپږو ولسواليو درلودونکی دی، له کابل ښارڅخه د ۳۰۰ کيلو مترونو شاوخوا واټن لري.

د دغه ولايت، ولايتي شورا ۹ څوکۍ لري، چې له هغو څخه يې ٣ ښځو ته ځانګړې شوې دي.  دغو څوکيو ته د ۷ ښځو په ګډون ۷۰ کسانو خپل ځانونه کانديد کړي دي.

دغه راپور د  اونۍ په اوږدو کې په مرکز او څو ولسواليو کې د  دغه ولايت دهغو ١٠ اوسېدونکيو د مرکو پر بنسټ چمتو شوی دی، چې ٤ تنه يې ښځې دي .

 

عاقله: د ويالو غيرصحي اوبه څښو

دغه ۲۷ کلنه نجلۍ د ايبکو د مرکز اړوند د سينما تر شرا سيمه کې ژوند کوي او په يوه انجيو کې کار کوي وايي، چې په سيمه کې يې ۲۰۰ کورونه ژوند کوي، چې هېڅ يو يې صحي اوبو ته لاسرسی نه لري او د دغو اوبو کارول  د ډول- ډول ناروغيو لامل ګرځي.

عاقله په ټاکنو کې برخه اخلي او غواړي، چې راتلونکی  ولسمشر بايد په خپله خوښه و ټاکي او هغه ته وايي، چې خلکو ته د څښلو صحي اوبه برابرې  کړي.

عاقلې پژواک خبري اژانس ته وويل چې نسبت تېرو پنځو کلونو ته يې اقتصادي وضعيت ښه شوی دی، ځکه چې د دندې څښتنه ده.

 

بزګر: ځمکې مې غصب شوې دي

۳۵ کلن محمد عثمان د حضرت سلطان ولسوالۍ د شلو کتو کلي اوسېدونکی وايي، چې په ټاکنو کې برخه اخلي، ترڅو د خپل هېواد برخليک وټاکي.

دی وايي چې د جهاد په لومړيو کې يې (۱۳۵۸ ) په قزلتون بچاق سيمه کې د زورواکيو له خوا ځمکې غصب شوې او تر اوسه لا په غصب کې دي.

د دغه بزګر په وينا، څو ځله محکمو ته ورغلی، خو  پايله يې نه ده ورکړې، دی له راتلونکي جمهور رييس څخه غواړي، ترڅو يې د دويم ځل لپاره د ملکيت څښتن کړي.

دغه بزګر  زياتوي چې په اوسني حکومت کې يې په کلي کې ښوونځی جوړ شوی دی، په سړک يې جغل اچولی او امنيت ښه شوی دی.

دغه بزګر له ۳۷ کانديدانو څخه يواځې درې کسان پېژني.

 

عاليه: د اوبو راوړلو لپاره په ساعتونو پياده ځم

مېرمن عاليه ۲۸ کاله عمر لري او د حضرت سلطان ولسوالۍ د سرقينه ازبکيه کلي اوسېدونکې ده، وايي چې په ورځني ډول درې کيلو متره لاره وهي او له سيند څخه د څښلو اوبه راوړي.

عاليه، چې د کور ښځه ده ، د صحي اوبو له نشتوالي سره -سره له بېکارۍ څخه هم شکايت کوي او وايي، چې نارينه يې نورو ولايتونو او آن کابل ته په کار پسې ځي او په مياشتو مسافر وي.

دغه ښځه په ټاکنو کې برخه اخلي او له راتلونکي جمهور رييس څخه غواړي، چې د اوبو او بېکارۍ ستونزه يې هواره کړي. دا وايي د تېرو پنځو کلونو په اوږدو کې  يې اقتصادي حالت نه دی ښه شوی، خو امنيت ښه شوی او ماشومان يې ښوونځي ته ځي.

 

زده کوونکې: پوهنتون نه لرو

۱۸ کلنه نوريه، چې د سمنګانو د مرکز اړوند د نجونو په لرغان لېسه کې زده کوونکې ده ، وايي چې له دې امله په ټاکنو کې برخه اخلم، چې خپل او دملت برخليک معلوم کړم.

دا د صحي اوبو، قير سړک او پوهنتون اړوند شکايت لري.

نوريه وايي چې په سمنګانو کې پوهنتون نشته او که له لېسې فارغه شي، نو کورنۍ يې اجازه نه ورکوي، چې بل ولايت ته د لوړو زده کړو لپاره لاړه شي.

دا له ولسمشر غواړي، چې په سمنګانو کې پوهنتون جوړ کړي.

 

ملکه: ټاکنې ارزښت نه لري

ملکه، چې ۳۹ کلنه ده او د سمنګانو د مرکز د سرغاني کلي اوسېدونکې ده، سواد نه لري او د کور پر کارونو بوخته ده. دا وايي چې په ټاکنو کې برخه نه اخلي، ځکه باور لري، چې ولسمشر  لا پخوا د بهرنيانو له خوا ټاکل شوی دی... .

دا هم د څښلو د صحي اوبو او د سړک د نشتوالي اړوند شکايت لري.

ملکې په دې اړه، چې له راتلونکي جمهور رييس څه غواړي ؟ وويل:((هېڅ شی نه غواړم، ځکه هر څوک چې پاچا شي، نو خلکو ته کار نه کوي.))

دا وايي چې په اوسني حکومت کې د ټوپکيانو له ظلم څخه خلاصه شوې او امنيت ښه شوی دی.

ملکه د کانديدانو له ډلې څخه يواځې حامد کرزی پېژني.

 

بزګر: د صحي اوبو نشتوالی زموږ لويه ستونزه ده

۵۸ کلن محمد حکيم د روی دواب ولسوالۍ د مديرک کلي اوسېدونکی وايي، چې په ټاکنو کې د عادل جمهور رييس په خاطر برخه اخلي.

دی وايي چې لويه ستونزه يې د صحي اوبو نشتوالی، د سړک جوړول او دښوونځي ودانۍ دي.

د ده په وينا، هغه د ويالې له اوبو څخه ګټه اخلي، چای او خواړه يې د شامپو بوی ورکوي.

دغه بزګر وايي چې د دوی سړک په بشپړ ډول خامه دی، ښوونځی يې ودانۍ نه لري او ماشومان يې په جومات کې درس وايي.

طالب العلم: ديني مدرسه نه لرو

۱۹ کلن عبدالخالق، د لاندې دره سوف ولسوالۍ د مسعود کلي اوسېدونکی، چې په يوه جومات کې پر دينې زده کړو بوخت دی، وايي چې په ټاکنو کې برخه اخلي، ترڅو خپل برخليک و ټاکي.

دی وايي چې په ولسوالۍ کې يې هېڅ دينې مدرسه نشته او طالبان په جوماتونو کې درس وايي.

خالق وايي چې له راتلونکي ولسمشر غواړي، چې  د جوماتونو جوړولو ته پام وکړي او صحي اوبه خلکو ته ورسوي.

دی وايي چې په اوسني حکومت کې امنيت ښه شوی او ماشومان ښوونځيو ته ځي.

 

 دوکاندار: له پاټکونو څخه بې غمه شوي يو

۳۸ کلن شفيع الله د خرم او سارباغ ولسوالۍ د المه کلي اوسېدونکی، چې د سيمې دوکاندار دی، وايي چې د برخليک ټاکلو په موخه په ټاکنو کې ګډون کوي.

دغه دوکاندار وايي چې د څښلو د اوبو له ستونزې سره مخ دی.

د ده په وينا، نسبت تېرو پنځو کلونو ته يې اقتصادي ژوند ښه شوی دی، په دې چې پخوا خپلسريو ټوپکوالو په هره سيمه کې پاټکونه لرل او له دوکاندارانو څخه به يې پيسې اخيستې، چې ګټه يې ټوپکوالو ته ورتله، خو اوس داسې پاټکونه نشته.

 

ښوونکى: امنيت ښه شوی دی

۵۱ کلن محمد نذير، د مرکز د لرغان کلي اوسېدونکی، چې د سيمې له ښوونکيو څخه دی، وايي چې د هېواد د برخليک ټاکلو لپاره په ټاکنو کې برخه اخلي.

دی د  څښلو او کر کېلې د اوبو کمښت لويې ستونزې بولي او له راتلونکي ولسمشر غواړي، ترڅو دغو ستونزو ته پاملرنه وکړي.

دغه ښوونکی وايي چې په اوسني حکومت کې، يې دپخوا په پرتله  امنيت ښه شوی او خلک د وسلوالو ډلو له وېرې پرته ژوند کوي.

 

د وچې مېوې سوداګر: د مختلفو ډلو له باج اخيستلو څخه خلاص شوي يو

محمد کبير، چې ۴۸ کاله عمر لري او د مرکز د ايرا غلي کلي اوسېدونکی دی، د وچې مېوې تجارت کوي.

دی وايي چې له اوسني حکومت مخکې،  وسلوالو ډلو په مختلفو بهانو د وچې مېوې نغدې پيسې ورڅخه اخيستې، خو اوس دا ستونزه نشته.

د ده په وينا، په تېرو ٧ کلونو کې، امنيت ښه شوی، ژوند يې يو څه ښه شوی، خو اوس هم د څښلو د اوبو له نشتوالي رنځ وړي.

 محمد برات


د هلمند د خکو غوښتنې، ستونزې او نظريات
11/08/2009

لښکرګاه

د زمري ٢٠مه، ١٣٨٨ ، پژواک خبري اژانس

د جګړه ځپلې هلمند اوسېدونکي له بېوزلۍ او نا امنيو شکايت کوي، ځينې يې ټاکنو کې برخې اخيستنې ته چمتو دي، خو ځينې نور بيا د امنيت د نشتوالى له کبله  رايې ورکونې ته زړه نه ښه کوي .

 

دغه ولايت، چې ١١ رسمي  او ٢ غير رسمي ولسوالۍ لري د کابل ښار سوېل ته په  نږدې ٦٥٠ کيلومترۍ کې موقعيت لري .

 د هلمند ولايتي شورا ١٥ څوکۍ لري، چې ٤ يې مېرمنو ته ځانګړې شوې دي .

ددغه ولايت ٥ ولسوالۍ د وسلوالو طالبانو په ولکه کې وې، چې دوه يې شاوخوا يوه مياشت وړاندې د پراخو عملياتو په ترڅ کې ازادې شوې  .

 لاندې راپور ددغه ولايت د مرکز او ٤  ولسواليو د ٩ اوسېدونکيو ( چې دوه يې مېرمنې دي )  د مرکو پربنسټ د روانې مياشتې په درېيمه اونۍ کې جوړ شوي دى .

 

 موټروان : رايه به بله ولسوالۍ کې وکاروم

٢٩ کلن شفيع الله، چې د سورليو موټر چلوي د ناد علي ولسوالۍ اوسېدونکى دى .

دى وايي چې په سيمه کې يې طالبان دي، ويرېږي او اړ دى، چې د رايې  استعمال لپاره که ممکن و، لښکر ګاه ته ولاړ شي .

 دى وايي چې په سيمه کې يې هره ورځ جګړه وي، د رايو مرکزونه په کې نشته او خلک په وېره  کې دي .

شفيع الله زياتوي چې تېر ځل يې هم رايه استعمال کړې او سږکال هم، ترڅو د خپلې خوښې ولسمشر او د ولايتي شورا  غړى وټاکي .

هغه دا هم وايي چې په روان حکومت کې يې پرته له وژنو او جګړو په خپله سيمه  کې نور هېڅ نه دي ليدلي .

نوموړى په داسې حال کې په ټاکنو کې برخه اخلي، چې په وينا يې  طالبانو ټولو خلكو ته خبر وركړى، چې  دټاكنو په ورځ به  دټولو سيمو  اوسېدونكي  له خپلو كورونو څخه   نه  وځي او دوى به ټولې  لويې او وړې  لارې، چې  له  مركزونو سره  نښلي، تړلې ساتي . 

 شفيع الله له راتلونکي ولسمشر څخه د جګړې بندول او د بېوزلۍ ختمول غواړي .

 

 د نهو اولادنو پلار:له ټاکنو خبر نه يو

 د نوزاد ولسوالۍ  دشاه پوستې او سېدونكى صديق الله، چې ۳۵ كاله  عمر لري، خپله  ناروغه  مېرمن  يې لښكرګاه ته ددرملنې لپاره راوړې وه  .

هغه وايي چې دوى  اصلاٌ   د ټاکنو په فکر کې نه دي .

هغه زياته کړه : ((   موږ  دخوراك  څه  نه  لرو، ناروغان  مو په سيمه كي له بې درملۍ مړه کېږي ، ټاکنې به څه کړو؟ ))

 نوموړى، چې په لومړيو ټاکنو کې يې رايه استعمال کړې وه، وايي چې خلک نا هيلي دي، کله چې  خپلو منځو کې دعوه راشي، اړوند مسوولين د پيسو په مقابل کې پرېکړه کوي او خلک له دولته خوابدي دي .

دغه سړى، چې د ٩ اولادونو پلار دى، وايي چې له نړيوالو مرستو څخه يواځې د راډيو له لارې خبرېږي او په سيمه کې يې هېڅ اغېز نه ليدل کېږي .

هغه له راتلونکي ولسمشر څخه غواړي، چې د دوى ژوند او ستونزو ته پاملرنه وکړي .

 

بوډ ۍ : زامن مې له بېوزلې نشه يان شول

د ګرشک د ده ادم خان کلي  اصلي اوسېدونکې جميله، چې ٣ کاله وړاندې د جګړو له وېرې لښکرګاه ته راغلې، يوه سپين سرې مېرمن ده .

 دغه مېرمن، چې د افغاني سرې مياشتې دفتر مخې ته د مرستې په تمه راغلې ، ددې پوښتنې په ځواب کې چې په ټاکنو کې برخه اخلي؟ وويل :

  ((   موږ  په  څه  حالاتو كې  ژوند كاوه او تاسې راته  دټاكنو  يادونه كوئ . ))

د درې لورګانو او څلورو زامنو دغه مور وايي چې زامن يې  د بېوزلې او بې روزګارۍ له کبله، نشه يان شول، چې يو يې تېر کال د هيرويينو د څښلو له امله مړ شو، يو  يې ورک شوى او بل يې اوس هم چرس او نور نشه کوي .

 دغه مېرمن زياتوي چې د ټول کور نفقه ددې پر غاړه ده .

هغه زياتوي چې دولت په دومره توان او طاقت په ګرشک  کې امنيت ټينګ نه کړ او بېوزلي يې  ورکه نه کړه، نو دوى به ټاکنو کې په کوم امېد برخه واخلي ؟

 

  حاجې محمد صديق : ټوله کورنۍ به رايه ورکړي   

د لښکرګاه اوسېدونکى حاجې محمد صديق، چې ٦٠ كاله عمري لري   وايې، چې  ٧ ځوانان زامن او ګڼ شمېر لمسيان لري .

هغه زياتوي چې د يوه ولسمشر د انتخاب لپاره به ټوله کورنۍ رايه ورکړي او د ا ځکه چې دده په وينا، د  وطن پرمختګ د يوه  هوښيار ولسمشر له لارې کېږي .

هغه د موجوده حکومت نيمګړتياوې مني، خو زياتوي چې دا په خلکو پورې اړه لري، چې راتلونکى سم کړي او هغه کانديدان په خپلو رايو بريالي کړي، چې تر نورو غوره وي .  

 

جميله  . دا ځل به ضرور رايه ورکوم

د جميلې په نوم يوه بله ٢٧کلنه مېرمن، چې د څلورو اولادونو مور ده او په لښکرګاه کې اوسېږي وايي، چې په تېرو ټاکنو کې يې کارت اخيستې و، خو کورنۍ يې خوښه نه وه ورکړې، چې وه يې کاروي .

خو زياتوي چې دا ځل به ضرور ر ايه کاروي او د خپلې خوښې ولسمشر ته به رايه ورکوي .

 جميله وايي چې رايه يې خپل حق دى او داسې کانديد ته به يې ورکړي، چې  زړه  سوانده ، پوه  او د   نارينوو تر څنګ  ښځو ته هم  دكار زمينه  برابره كړي .

نوموړې اوسنۍ دوره له اداري فساد، درغليو او خپل پالنې ډکه وبلله او زياته يې کړه، چې ټولې ناخوالې د همدغو کارونو زېږنده دي .

 

 سيد محمد :  خلکو ته دې کار پيدا شي

 د موسى کلا اوسېدونکى، چې لښکرګاه کې د کډوالۍ ژوند تېروي، هره ورځ  د کار موندنې په موخه  په چوک کې ولاړ وي .

دغه ٢٦ ځوان وايي چې د رايې ورکونې کارت لري او په انتخاباتو کې به برخه اخلي .

 هغه که څه هم رايه ورکوي، خو په دې باور دى، چې که هرڅوک ولسمشر شي، نو واک به د بهرنيانو وي او که هغوى څه ونه غواړي، نو هغه به نه کېږي .

سيد محمد له بې روزګارۍ سر ټکوي او وايي چې د هلمند په هره ولسوالۍ کې په زرګونو ځوانان بې روزګاره دي او د همدې بېکارۍ له امله، د دولت له مخالفينو سره يوځاى شوي دي .

 هغه له راتلونکي ولسمشر څخه غواړي، ترڅو خلکو ته  د کار زمينه برابره کړي .

 

 غياث الله : طالبان خلک څاري

۳۲ كلن غياث الله دنادعلي ولسوالۍ  دچاه  انجير اوسېدونكى دى د څلورو  اولادنو پلار دى .

هغه وايي چې  پرته د ولايت له مركز څخه د ولسواليو د مرکزونو خلک هم شايد رايې ورکونې ته زړه ښه نه کړي .

هغه زياتوي چې په هره ولسوالۍ کې طالبان مېشت دي، دوى به د ټاکنو په ورځ خلک وڅاري  او وروسته به يې پر مرګ وګواښي .

غياث الله  زياتوي چې ده او ګڼ شمېر نورو کليوالو يې د رايې ورکونې کارتونه نه دي اخيستي .

د نوموړي په وينا، دولت او نړيوال  ځواکونه چې وايي  په نادعلي  ، ناوې  او ګرمسېر كې يې  عمليات ترسره كړه  او ټاكنو ته يې  زمينه  برابره كړه ، سمه نه ده .

د نوموړي په وينا، که  په دغو عملياتو کې ځينې سيمې نيول شوې، خو ځينې نورې يې له لاسه ورکړې او يا په کې ماينونه ښخ شوي او يا د دولت له کنټروله وتلي دي .

 

 حبيب الله  قلميار : رايه مو خپل حق ده   

حبيب الله  قلم  يار، چې دګرشك ولسوالۍ  اوسېدونكې دى،  ١٨ كاله  عمر لرې . دى وايې چې په راتلونكيو ټاكنو كې  ځكه  ونډه اخلي چې  حق  لري، چې  خپل راتلونكى  په خپله  وټاکي .

  هغه وويل   چې   دا په موږ پوري  اړه لري، چې  څنګه  اشخاص د ولسمشري  او  ولايتې  شوراګانو  لپاره  وټاكو،  ترڅو په ريښتني ډول  د خلکو غوښتنو   ته  ځواب ووايي .

هغه وويل چې  په  سيمو كې  يو اندازه  ستونزې  شته،  خو بيا هم  دګرشك ولسوالۍ  په مركز كې يو اندازه امنيت ښه دى.

اسدالله  باوري: رايه ورکول مهم دي 

د لښکرګاه اوسېدونکى ٢٤کلن اسدالله باوري، چې يو صحي کارکوونکى دى وايي چې رايه د ملت حق دى او بايد وې کاروي .

 هغه زياتوي چې که څوک غواړي، چې په هېواد کې روانې ناخوالې ختمې شي، نو په خپله رايه دې يو په ولس مين کانديد بريالى کړي .

نوموړى هم له  ناامنيو سرټکوي او وايي چې لومړنۍ غوښتنه يې د سولې ټينګښت او بيا ځوانانو ته د کار زمينې بر ابرول دي .

زين الله ستانکزى


د غزني د خکو غوښتنې، ستونزې او نظريات
10/08/2009
غزني ښار د زمري ١٩مه،١٣٨٨،پژواک خبري اژانس د مرکزي ولايت غزني يو شمېر اوسېدونکي په ټاکنو کې برخې اخيستنې ته چمتو دي ، دوى له نا امنيو او بېکارۍ سر ټکوي او وايي چې ددغو ستونزو اوارى يې مهمې غوښتنې دي . د ١٨ ولسواليو لرونکى دغه ولايت ، چې د کابل ښار سوېل ته په نږدې ١٥٠ کيلومترۍ کې موقعيت لري، په ولايتي شورا کې ١٩ څوکۍ لري ، چې ٥ يې مېرمنو ته ځانګړې شوې دي . په راتلونکيو ټاکنو کې دغو څوکيو ته ٩٣ تنه ولاړ دي ، چې ٩ يې مېرمنې دي . ناوه ، د غزني هغه ولسوالۍ ده ، چې د راتلونکيو ټاکنو له ورځې څخه پوره يو کال وړاندې ( د زمري په ٢٩ مه ) د طالبانو لاسته ورغلې او اوس هم ورسره ده . د راتلونکيو ټاکنو په اړه دغه راپور ، د روانې مياشتې په دوهمه اونۍ کې د غزني ولايت د څلورو ولسواليو او مرکز له دوه مېرمنو او ٦ نارينه وو سره د مرکو پر بنسټ چمتو شوى دى. د سياسي علومو محصله : شايد ډېرى خلک رايه ور نه کړاى شي د مُقر ولسوالۍ اوسېدونکې ،٢١کلنه پښتنه، چې د ننګرهار پوهنتون د حقوقو اوسياسي علومو په پوهنځي کې زده کړې کوي وايي چې هغه کانديد ته به رايه ورکړي ،چې د سولې او امن لپاره کار کوي. هغه وايي چې د سيمې لومړۍ ستونزه يې نا امني ده او ښايي ډيرى خلک له همدې وېرې په ټاکنو کې ګډون ونه شي کړاى . پښتنه وايي چې د سيمې دوهمه ستونزه يې روغتيايي خدمتونو ته نه لاسرسى دى او دوى خپل سخت ناروغان د ولايت مرکز ته لېږدوي . نوموړې روانو ناامنيو ته په پام وايي چې کېداى شي ټولټاکنې په ښې او ډاډه توګه تر سره نه شي . هغې ددې پوښتنې په ځواب کې چې که له راتلونکي ولسمشر سره مخ شي، نو څه به ورته وواي ؟ وويل : (( سوله راوله او کومه ژمنه چې کوې عملي يې کړه .)) نوموړې زياتوي چې په موجوده حکومت کې يې کلي ته نږدې د نجونو او هلکانو دوه ښوونځي جوړ شوي اودغه راز ځني نور واړه کارونه هم شوي دي. کوچى: شخصي ژوند مې ښه شوى، خو امنيت خراب شوى دى محمد ګل کوچى د غزني د کوچيانو استازى دى، چې د ښار لوېديځ ته دکوچيانو په کلي کې اوسېږي . هغه وايي چې اته کاله پخوا يې دنده نه لرله ، خو د نوي حکومت له پيل راهيسې يې څو ځايه رسمي دندې ترسره کړي دي او ژوند يې ښه شوى دى . دى وايي چې رايه به کاروي او د خپلې خوښې کانديد به ټاکي . کوچى زياتوي چې لومړۍ ستونزه يې ناامني ده او بل د کوچيانو شخصي ستونزې دي . هغه د څړځايونو نشتوالى ،دکوچيانو زده کړې او روغتيا ته نه پاملرنه د دغه قوم له مشکلاتو څخه وګڼلې . کوچى ددې پوښتنې په ځواب کې ، چې که له ولسمشرسره مخ شي، نو څه به ترې غواړي ؟ وويل : (( سوله او بيا رغاونه . )) کوچى وايي چې په موجوده حکومت کې يې د غزني کوچيانو لپاره دوه ښوونځي جوړ شوي دي ، يو څه مرسته هم ور سره شوې ده . ښوونکى : نا امني لويه ستونزه ده ٣٤ کلن ولي الله، چې د قره باغ ولسوالۍ اوسېدونکى دى ،له تېرو پنځو کلونو راهيسې په يو منځني ښوونځي کې دنده لري . دى وايي چې شپږکاله مخکې يې په پاکستان کې خواري مزدوري کوله،خو اوس ښونکى دى . دى وايي د ولسمشرۍ څو تنه کانديدان پېژني،داسي کانديد ته به رايه ورکړي،چې ولس ته رښتيا وايي. د ښونکي په وينا، په سيمه کې يې لومړۍ ستونزه ناامني او دوهمه د ځوانانو بېکاري ده . ولي الله زياتوي چې د ولسمشرۍ او ولايتي شورا په ټاکنو کې برخه اخلي ، خو په هغه صورت کې چې دسر خطر يې نه وي. هغه زياتوي چې که له ولسمشر سره مخ شي ، نو تري وبه غواړي،چې سوله ټينګه کړي او خلکو ته کار پيدا کړي . دى زياتوى چې په تېرو پنځو کلونو کې يې د سيمي يو سړک پوخ شوى او کاريزونه يې هم پاک شوي دي. دلپ سنګهـــ : داسې کانديد ته به رايه ورکړي چې په ولس يې زړه سوزي د غزني ښار اوسېدونکى ٤٤ کلن دلپ سنګهـ چې د غزني د سکهانو استازى دى ،څلور کاله وړاندې ولايتي شورا ته هم کانديد و، خو بريالى نشو . نوموړي وايي چې د پخوا په پرتله يې ژوند ښه شوى ، خو ستونزه شته او هغه هم ناامني ده . هغه وايي چې لومړۍ ستونزه يې ناامني ده او هغه داسې ستونزه ده ، چې په نه شتون کې يې ژوند ډېر سخت دى . دى وايي چې په دواړو ټاکنو کې برخه اخلي او هغه چاته رايه ورکوي، چې يوالى غواړي او په ولس يې زړه سوځي. دلپ زياتوي چې لرې پرتې ولسوالۍ په خطر کې دي، ښايي رايه ورکوونکي وګواښل شي . هغه له موجوده حکومته خوښ دى او زياتوي چې په همدې دوره کې ورته درمسال جوړ او د خپل ښوونځي څښتنان شول . مور : ژوند مو ښه شوى دى . د واغز ولسوالۍ اوسېدونکې ٣٥ کلنه فاطمه ، چې د شپږو ماشومانو مور ده ، وايي چې يو کال وړاندي يې د ښځو چارو په رياست کې د مربا او اچار جوړلو کورس ولوست او اوس له همدې لارې خپله ژوند مخکې بيايي . هغه زياتوي چې د کانديدانو په اړه کره معلومات نه لري ، د اولادونو او خاوند په مشوره به يې ټاکي . خو هغه په رايه ور کونه شکمنه ده او زياتوي : (( په ټاکنو کې به هغه وخت ګډون کوم،چې کومه ستونزه نه وي ،زه له جنګه وېره لرم.)) فاطمه خپله لومړنۍ ستونزه ناامني بولي او زياتوي چې له سولې پرته بايد د ښوونځيو او لارو جوړولو ته هم پوره پاملرنه وشي . هټيوال: هغه کانديد ته رايه ورکوم، چې لاسونه يې په وينو سره نه وي فريد چې ٢٦ کلن دى،د غزني په ښار کې دوکان لري،دى وايي چې امنيت دې را وستل شي، خلک خپل ژوند پخپله جوړولى شي. فريد د ولسمشرۍ له ٣٧ شته کانديدانو څخه يواځې ٩ تنه يې پېژني او هغه کانديد ته به رايه ورکړي،چې لاسونه يې د ملت په وينو سره.نه وي او په جګړو کې نه وي ښکيل شوى . دى وايي چې ناامني د هرچا لپاره لومړۍ ستونزه ده. هټيوال زياتوي چې له ناامنيو پرته دوهمه ستونزه د خلکو فقر او بيوزلي ده، چې بايد پاملرنه ورته وشي . زده کوونکى: له کارت اخيستلو محروم شوم جميل د اندړو ولسوالۍ اوسېدونکى دي، ١٩ کاله عمر لري او په يوولسم ټولګي کې زده کړې کوي. دى وايي چې د ناامنيو له وېرې يې ونه شواى کولى چې د رايې ورکونې کارت ترلاسه کړي . دغه زده کونکى د ولسمشرۍ له کانديدانو څخه پنځه تنه پېژني او له خلکو غواړي تر څو هغه چاته رايه ورکړي ،چې ټولنې ته خدمت او دسولې لپاره کار وکړي. دغه زده کونکى د خپلې سيمې لومړۍ ستونزه نا امني او دوهمه په لرې پرتو سيمو کې د ښوونځيو نشتوالى ګڼي . دى وايي چې له راتلونکي ولسمشره غواړي ،چې زده کړې ته پاملرنه زياته کړي، سوله راولي او له خپلو مخالفينو سره خبرو ته کښيني . جميل وايي چې په موجوده حکومت کې يې د کلي د اوبو سيستم جوړ شوى او د شاوخوا کليو کاريزونه رغول شوي او پاک شوي دي. سوالګر: له ماسره دې مرسته وشي. شامحمد د غزني ښار اوسېدونکى دى، څلوېښت کاله عمر لري او په همدې ښار کې ژوند کوي. هغه چې پاکستان او ايران کې يې د مهاجرت وخت تېرکړى، وايي چې لومړنۍ ستونزه يې غريبي او بېچاره ګي ده او د ټولو غريبانو غم دې وخوړل شي . دغه تن چې حرفوي سوالګر ښکاري ، وايي چې په تېرو پنځو کلونوکې ددوى ژوند ته هيڅ پاملر نه ، نه ده شوې ، که کله کومه مرسته راغلې ، ګټه يې څو خاصو کسانو ته رسېدلې ده .

د ننګرهار د زلزله ځپلو غوښتنې، ستونزې او نظريات
06/08/2009

 

 جلال آباد

د زمري ١٥مه ، ١٣٨٨، پژواک خبري اژانس

 

د ننګرهار د شېرزادو ولسوالۍ زلزله ځپلي وايي چې که څه هم شوې ژمنې  ورسر ه نه دي عملي شوي ، خو په راتلونکيو ټاکنو کې برخه اخلي او له راتلونکي ولسمشر څخه د خپل ژوند او ستونزو حل ته پاملرنه غواړي .

 

 د شيرزادو ولسوالۍ د جلال آباد ښار لوېديځ ته په شاوخوا ٥٠ کيلومترۍ کې د سپين غره په لمنه کې پرته ده .

په دغې ولسوالۍ کې د روان کال د وري په وروستيو کې قوي زلزله وشوه، چې له امله يې ٢٠ تنه ووژل شول ، ٥٢ ټپيان ، ٣٠٠ کورونه ړنګ په سلګونو نور زيانمن او ٦٠٠ څاروي  مړه شول .  

 دغه غرنۍ سيمه، چې د کر ځمکې يې کمې دي او په ځينو سيمو کې  په ژمي کې تر يو نيم متر پورې واورې اوري  ، اوسېدونکي يې بيوزله او بېکاره دي .

له زلزلې وروسته له دغې سيمې سره د حکومت او يو شمېر موسسو له خوا د کورونو د بيا جوړولو، خوراکي او نورو اړيکو توکيو ژمنه شوې وه ، خو زلزله ځپلي وايي چې تراوسه ورسره ، دغه ژمنې پوره  نه دي عملي شوي .

 

 د راروانو ټولټاکنو په اړه لاندې راپور ددغې ولسوالۍ د  اتو اوسېدونکيو د مرکو په اساس چمتو شوى، چې يوه يې مېرمن ده .

 

سرتېرى : سر پناه غواړو

دشېرزادو ولسوالۍ د ميرګټ خېلو اوسېدونکى ٢٢ کلن اسماعيل چې د ملي اردو سرتېر ى دى  او تازه يې واده کړى وايي چې په زلزله کې يې  اته کلن ورور ( سميع الله ) له لاسه ورکړى  او کور يې ړنګ شوى دى .  

 

د نوموړي په وينا، په لومړي سر کې ورسره ډېرې ژمنې کېدې ، خو ژمنې ورسره پوره نه شوې او کورونه يې هماغه شان ړنګ پراته دي .

 

اسماعيل چې ديوې  ٢٣  کسيزه کورنۍ غړي دى ، وايي چې په دومره وخت کې يې ايله دومره وس پيدا کړى ، چې يوه خونه جوړه کړي او نوره کورنۍ يې اوس هم په خيمو کې اوسېږي . 

هغه زياتوي ، چې دوى ته يواځې د درملو مرسته شوې او بس .

 

هغه زياتوي چې په ټاکنو کې په دې موخه رايه ورکوي ، چې خپل ملاتړ له دولت نه وښيي او داسې چاته رايه ورکړي، چې د دوى ژوند ته پاملرنه وکړي.

 

هغه زياتوي چې که له ولسمشر سره مخ شي، نو لومړنۍ غوښتنه به يې ترې د سرپنا جوړول وي.

 

کليواله مېرمن : کور راته جوړکړئ.

 

  د کوديخېلو سيمې يوه کليواله ٤٨ کلنه  شاه بي بي ، چې په زلزله کې يې دوه لمسيان له لاسه ورکړي، وويل چې تر دې دمه ورسره هېچا هم داسې مرسته نه ده کړې ، چې  د دوى کور پرې ودان شي.

دغه مېرمن چې کورنۍ يې ١٣غړي لري ، وايي چې کور يې ويجاړ پروت دى او دوى په خيمو کې اوسېږي .

هغه  زياتوي چې  تېر ځل يې رايه ورکړې وه او بيا هم رايه ورکوي، خو دا ځل  داسې چاته رايه ورکوي ، چې کور ورته جوړ کړي، ځکه چې سوړ ژمى را روان دى .

شاه بي بي وايي چې که له ولسمشر سره مخ شي، نو لومړنۍ غوښتنه به يې ترې د سرپنا جوړول وي.

 

 

قومي مشر: امنيت راولئ.

 

د سيمې يوقومي مشر او پخواني جهادي قوماندان  ٦٢ کلن ضابط ظاهر ، چې په زلزله کې يې کور ړنګ شوى وايي چې له دوى سره چې کومې وعدې شوې وې يوه يې هم عملي نه شوه.

 

د نوموړي په وينا، له دوى سره حکومت او يو شمېر موسسو ژمنې کړې وې چې کورونه به يې رغيږي،ژوند ته به يې پاملرنه کېږي او وراوښتى زيان به ورکول کېږي .

 د نوموړي  د معلوماتو له مخې، له دوى سره د ننګرهار د ولايت د مقام له خوا وعده شوې وه ، چې د متحده عرب اماراتو  په مر سته به ورته کورونه جوړېږي ، چې  جوړ نه شول .

  د هغه په وينا، ولسمشر حامد کرزي  چې کله سږ کال د مجاهدينو د بري د نمانځلو کلنى جشن ( د غويي  ا تمه ) لغو کړ نو ژمنه يې وکړه چې جشن ته بېل شوي مصارف به زلزله ځپلو او د بدخشان سيلاب ځپلو ته ورکوي ، چې ورنه کړل شول .

 

هغه زياته کړه :  (( زموږ ژوند ته هېچا هم پاملرنه ،نه ده کړې،سړه او توده مو په خيمو کې تېره کړه . ))

 

د نوموړي  په وينا، له دوى سره ډېر کمې او نمايشي مرستې شوې دي .

 

ظاهر وايي چې په تېرو ټاکنو کې يې هم برخه اخيستې وه او په دې ټاکنو کې هم په دې موخه برخه اخلي، چې خپل سرنوشت وټاکي .

 

د هغه پر وينا ، که له ولسمشر سره مخ شي، نو د امنيت د ټېنګښت غوښتنه به ترې وکړي.

 

دى زياتوي : (( د امنيت نشتوالى دى چې زموږ ژوند يې تريخ کړى،که امنيت وى ، نو په ډاډه زړه به راته موسسو او ټولنو کارونه کول او ژوند به مو له ګواښ سره نه و مخ.. ))

 

 

د موسسې کارکونکى :  په ژمنو دې عمل وشي

 

د شېرزادو ولسوالۍ د کوديخېلو سيمې اوسېدونکى اته ويشت کلن يارمحمد، چې د درېيو ماشومانو پلار دى ،  په يوې بهرنۍ موسسه کې کار کوي  .

هغه وايي چې  د نا امنۍ له وېرې نه شي کولاى په ډاډه زړه کورته لاړشي.

 

دى هم وايي چې په زلزله کې وران شوى کور يې ړنګ پروت دى او د پام وړ مرسته ورسره نه ده شوې .

 

د هغه د معلوماتو له مخې، په ټاکنو کې برخه اخلي ، څو په هېواد کې يو سالمه او پاکه اداره رامنځ ته شي او امنيت ټينګ شي .

 

ده وويل چې په تېرو ټاکنو کې يې هم په دې موخه برخه اخيستې وه، چې ورسره ډېرې ژمنې هم شوې وې، خو عملي بڼه يې غوره نکړه .

 

د هغه په وينا، دا ځل به داسې چاته رايه ورکړي ، چې په خپلو ژمنو وفا وکړي .

 

د دارالمعلمين استاد: امنيت راولئ.

 

د شېرزادو ولسوالۍ د مرکي خېلو سيمې ٣٠ کلن اوسېدونکى شير حسن کمالزى ، چې دوه ماشومان لري او دننګرهار  په عالي دارالمعين کې استاد دى ، کور يې ړنګ شوى او اوس  په جلال آباد ښار کې اوسېږي .

 

دى وايي چې  د (  L G C D  ) ادارې  له لوري ورته دکورنو جوړولو ژمنه ورکړل شوې وه ، خو تر اوسه ، هيڅ نه دي شوي .  

 

هغه وايي چې رايه په دې موخه ورکوي ، چې خپله راتلونکې وټاکي .

دغه استاد زياتوي چې که له ولسمشر سره مخ شي ، نو د ډوډۍ او نورو غوښتنو نه تېرېږي او يواځې د امنيت راوستو غوښتنه به ترې کوي.

 

کمالزى وايي چې نا امني ده ، چې خلک يې يو پر بل بې باوره کړي،په ډاډه زړه خلک نه شي ګرځېدلى او نه موسسې او دولت کولاى شي، چې په شېرزادو او نورو سيمو کې پروژې پلې کړي  .

 

بزګر : دا ځل په ټاکنو کې برخه نه اخلم

 

 د شېرزادو ولسوالۍ د کوديخېلو سيمې يو بزګر ٤٠  کلن مصري خان وايي چې د زلزلې له امله يې کور ړنګ شوى او د ده په ګډون يې دوه ماشومان هم ټپيان شوي دي.

 

هغه وايي  چې تر اوسه يې د ماشومانو له ذهنه د زلزلې ويره نه ده لرې شوې .

 

دغه بزګر دا ځل په ټاکنو کې برخې اخيستنې ته زړه نه ښه کوي او دا ځکه چې په وينا يې  دحکومت له لوري له دوى سره شوې ژمنې نه دي عملي شوي . 

دى وايي : (( په تېرو ټاکنو کې مې په دې خاطر رايه ورکړې وه ، چې وطن جوړ شي او ژوند مو ښه شي، خو ژوند مو ښه نه شو او نا امني ورځ په ورځ زياتيږي ، څوک راسره مرستې نه کوي، کوکنار مو بند کړي، خو ژمنې راسره نه پوره کېږي. ))

 

ښوونکى : امنيت راولئ.

 

ښوونکى مختار ، چې ٥٤ کاله عمر لري اود نهو اولادونو پلار دى ، د مرکي خېلو کلي  اوسېدونکى دى.

 

  مختار چې په زلزله کې يې کور ړنګ شوى او په يوه بل کلي کې اوسېږي ، وايي چې ستونزو ته يې هيڅ  پاملرنه ، نه ده شوې .

نوموړى زياتوي چې موجوده حکومت د شېرزادو ولسوالۍ ته هيڅ پاملرنه ، نه ده کړې، نو داځل به داسې کانديد ته رايه ورکړي ، چې ددوى ستونزې حل کړي .

هغه له نا امنيو سرټکوي او وايي چې حتى خلک له دې ويرې چې ونه وژل شي د ماخوستن او سهار  لمانځه لپاره جومات ته نشي تلى .

دده په وينا، په سيمه کې يې وسلوال کسان دي او خلک ترې په وېره کې دي .

د نوموړي د څرګندونو له مخې ، په همدې موخه دى له راتلونکي ولسمشره ډاډه امنيت غواړي .

ملک: اساسي ستونزه د کور نشتوالى دى

د شېرزادو ولسوالۍ دکوديخېلو يو ملک سليم چې په تېره زلزله کې يې دوه واړه لمسيان  او يو  ٢٢ کلن زوى  وژل شوي ، کور يې ړنګ شوى او اوس په خيمه کې ژوند کوي .

 دغه ملک زياتوي چې له دوى سره د خيمو ، درملو او لږه اندازه خوراکي توکيو مرستې شوي، خو اساسي  مشکل يې د کور بيا جوړول دي .

 هغه وايي چې په ر اتلو نکيو ټاکنو  کې برخه اخلي او له ولسمشره غواړي چې ددغه شان طبعي افاتو ځپلې کورنۍ له پامه ونه غورځوي .

 

خبريال : عبدالمعيدهاشمي

 


کندهار- د خکو غوښتنې، ستونزې او نظريات
26/07/2009

 

د زمري ٤مه، ١٣٨٨، پژواک خبري اژانس

 

د کندهار يو شمېر خلک که څه هم خپل ژوند د اقتصاد له پلوه د پنځو تېرو کلونو په پرتله ښه ګڼي، خو  لا هم ناامني د ټولو ستونزو په سر کې ګڼي او له راتلونکي ولسمشر څخه يې د هوارۍ غوښتنه کوي .

 

 د ١٥ رسمي او ٢ غير رسمي ولسواليو دغه ولايت، چې په ولايتي شورا کې ١٥ څوکۍ ( ٤ يې دمېرمنو دي )   لري، د هېواد په سوېل شاوخوا ٥٠٠  کيلومترۍ کې موقعيت لري .

 

د ولايتي شورا سږنيو ټاکنو ته، په دغه شورا کې د ښځو د ٤ څوکيو لپاره ٣ تنو ځانونه کانديد کړي دي .

 

د انتخاباتو د قانون له مخې، په دغه شان حالاتو کې به په ياده شوې شورا کې يوه څوکۍ تشه پاتې شي .        

                              

 دغه راپور د تېرې اونۍ په وروستيو  کې د راتلونکيو ټولټاکنو په اړه ددغه ولايت د مرکز او درېيو ولسواليو د ٢ مېرمنو او ٥ نرانو د مرکو پر بنسټ چمتو شوى دى .  

 

کونډه :   ژوند مې ښه شوى، خو امنيت نشته

 

د شپږو اولادونو مور ٤٠ کلنه صالحه د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ  اوسېدونکې ده . دغې مېرمنې، چې خاوند يې په جګړه کې له لاسه ورکړى، اوس دخياطۍ له لارې خپل ژوند پر مخ وړي .

 

هغه وايي چې پخوا يې د خلکو په کورونو کې کالي وينځل، ځان به يې درد کاوه او د ارام لپاره به يې نشه يي توکي کارول، خو اوس يې په يوه کورس کې خياطي زده کړې او له همدې لارې خپلې کورنۍ ته خواړه برابروي.

 

هغه وايي چې لومړۍ ستونزه يې نا امني ده، د ژوند د خرابوالي اصلي لامل جنګونه، چاودنې، بمبارۍ او تاوتريخوالى دى، چې ښځې په کې خپل نارينه له لاسه ورکوي او بيا مجبوره وي، چې په خپل کمزوري وجود دخپلو ماشومانو د خېټې ډکولو لپاره درانه کارونه وکړي.

 

دغه مېرمن ټاکنو کې برخه اخلي او داسې کانديد ته رايه ورکوي، چې ددې په وينا، هېواد ته سوله راولي او د بېوزلو غم وخوري .

 

 صالحه وايي چې په اوسني حکومت کې د ښځو چارو درياست له لارې ددې د نشې درملنه شوې او په همدې دوره کې يې د خياطۍ کسب زده کړى دى . 

 

 کر وندګر : کانديد په مشوره انتخابوو

 

د کندهار د ډنډ ولسوالۍ اوسېدونکى ٣٤ کلن نجيب الله، چې هر سهار دخپل پالېز هندواڼې او خټکي ښار ته راوړي وايي، چې ژوند ځکه ښه شوى، چې اوس خلک ښار کې ډېر شوي او دده حاصلات ښه پلورل کېږي .

 

 هغه په ټاکنو کې برخه اخلي او وايي چې د کانديد د غوره کولو لپاره يې لاره داده، چې خلک د کانديدانو په اړه په جوماتونو او دېرو کې خبرې کوي او د هر چا چې ستاينه کېږي، هماغه ته به رايه ورکړي .

 

دغه ځوان، چې د سيمې لومړۍ ستونزه يې د امنيت نشتوالى دى وايي، چې له ولسمشر څخه لومړنۍ غوښتنه د امنيت ټينګښت دى .

 

 دغه کروندګر وايي چې د ناامنيو له امله به سږنۍ ټاکنې د تېر په څېر ډاډمنې نه وي .

 

هغه زياتوي چې په اوسني حکومت کې د ولسوالۍ سړک قير شوى، کارېزونه او ويالې جوړې شوې دي، خو امنيت خراب شوى دى .

 

 کارګر : رايه نه ورکوم

 

د پنجوايي ولسوالۍ اوسېدونکي ٢٨ عبدالباقي، چې اوس کندهار ښار ته کډوال شوى او هره ورځ د کار موندلو په موخه شهيدانو څلور لارې ته راځي، وايي چې ژوند يې له پخوا څخه خراب شوى دى .

 

 د نوموړي په وينا، پخوا يې د خلکو باغونو او کروندو کې کار  کاوه، خو اوس يې د جګړې له وېرې سيمه پرېښې او دلته کار پسې لالهانده وي .

 

  هغه په ټاکنو کې د نه ګډون په اړه وويل : (( ٥ کاله مخکې مې ... کرزي ته رايه ورکړه، خو هغه زموږ دبې وزلو لپاره هېڅ هم نه وکړل، د هغه په واکمنۍ کې مو کور او کلى په جګړو کې وران شو او هر څه مو له لاسه ورکړل.))

 

معيوب :  د کور څښتن شوم

 

د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې  د محمد بن الراشد ابن مکتوم د معيوبينو د ښار ګوټي اوسېدونکى ٤٥ کلن سيف الله کاکو، چې يوه سترګه او يو لاس يې